لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي سفارتکار وايي په لبنان کې جنګ د ختمولو دپاره معاهده نږدې ده


اېموس هوکسټین د لبنان وزیراعظم نجیب ميقاتي سره هم ملاقات وکړو
اېموس هوکسټین د لبنان وزیراعظم نجیب ميقاتي سره هم ملاقات وکړو

یو امریکايي سفارتکار د نهې، سه شنبې، په ورځ د لبنان سرښار بېروت کې د اسرایل او د حزب الله ترمنځ د ډزبندۍ په اړه د لبنان چارواکو سره خبرې اترې وکړې او ویې وېل جنګ د ختمولو دپاره معاهده نږدې ده.

د لبنان او د اسرایل دپاره د امریکې صدرجوبایډن د حکومت استازي اېماس هوکسټین په بېروت کې د لبنان د پارلېمنټ سپیکر نبیل بېري سره ملاقات وکړو. بېري د حزب الله اتحادي دی او د حزب الله په نمایندګۍ د سولې په خبرو کې شرکت کوي.

د امن د مجوزه معاهدې د دلاندې چې اسرایل به د لبنان نه ځواکونه راوباسي او د حزب الله وسله وال به د اسرایل د سرحد نه په شا کېږي. په خالي سیمه کې به د ملګرو ملتونو امن ساتونکي او د لبنان د حکومت ځواکونه تعینات کولی شي.

هوکسټین بېري سره خپلې خبرې مثبتې وبللې. بېري سره د ملاقات وروسته هوکسټین خبریالانو ته وویل د فریقېنو ترمنځ اختلافات کم شوي دي او د جنګ د ختمولو دپاره معاهده نږدې ده.

د بېري مرستیال علي حسن خلیل روېټرز خبري ادارې ته د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د لبنان حکومت او حزب الله دواړو د امن هغه تجویز سره متفق شوي دي چې تېره هفته وړاندې کړی شوی و.

د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو ويلي که د ډزبندۍ معاهده وشوه هم نو اسرایل به د حزب الله خلاف اپرېشن دوامداره ساتي.

نېټن یاهو اسرایلي پارلېمنټ ته وویل معاهده خو به په کاغذ وي خو اسرایل به د خپل امنیت په خاطر په شمال کې د حزب الله د حملو مخنیوي دپاره په منظمه ډول عملیات کوي.

اسرایلي وزیراعظم دا هم وویل داسې څه ثبوت نشته چې حزب الله به د ډزبندۍ احترام کوي.

د ډزبندۍ د مجوزه مسودې ترمخه، اسرایل به د لبنان نه خپل ځواکونه وباسي او حزب الله به خپل وسله وال د اسرایل د سرحد نه وروسته کوي. د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې د رپورټ ترمخه د اسرایل او د حزب الله ترمنځ په خالي ځای بفر زون کې به د متحده قومونو امن ساتونکي ځواکونه او د لبنان پوځ تعینات کولی شي.

بېروت ته د هاکسټین د رسېدو نه څو ګنټې مخکې د ښار په مرکز کې داسرایل د حملې په نتیجه کې د لبنان د صحت وزارت په قول پينځه کسان ووژل شوو او ۳۱ نور کسان زخمیان شول.

حزب الله د نهې، سه شنبې، او د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل په اسرایل يې د راکټونو حملې کړي دي.

په غزه کې د اسرایل او د حماس جنګ شروع کېدو سره سم د اسرایل او د حزب الله ترمنځ او جګړه شروع شوې ده. د لبنان چارواکي وايي په جګړه کې د ۳۵۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي.

د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل
د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG