لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: ایران دې د دمشق حملې په پلمه سیمه کې شخړه نه زیاتوي او امریکا دې پکې نه ښکېلوي


د امریکا یو چارواکي د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل تمه لري چې کېدای شي ایران په دمشق کې پر خپله کونسلګري د برید په غبرګون کې پر اسرایل جوابي حمله وکړي، خو دا حمله به دومره لویه نه وي چې واشنګټن په دې جګړه کې ور ښکېل کړي.

تر هغه مخکې سپینه ماڼۍ وویل واشنګټن نه غواړي چې په منځني ختیځ کې شخړه پسې خپره شي او ایران ته یې ویلي چې امریکا په دمشق کې پر اعلی ایراني‌ کمانډر په هوایي برید کې لاس نه لري.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کېرن جان پېر د پنچشنبې- زیارت په ماښام خبري غونډې ته وویل، ایران ته یې خبرداری ورکړی چې د دمشق له حملې دي په سیمه کې [د شخړې] د لا زیاتېدو او پر امریکایي اډاڼو او کسانو د بریدونو د پلمې په توګه کار نه اخلي.

د اپرېل په لومړۍ نېټه په دمشق کې د ایران د سفارت څنګ ته د دې هېواد د کونسلګرۍ پر ودانۍ هوایي برید شوی وو چې د ایران د سپاه پاسدران انقلاب د اوو کسانو او د حزب الله د غړو په ګډون 12 تنه پکې ووژل شول چې ایران یې پړه پر اسرایل ور واچوله.

ایران ګواښ کړی چې اسرایل ته به د دې برید جواب ورکړي، خو اسرایل هم خبرداری ورکړی چې که تهران ورباندې برید وکړي په ایران کې دننه به حملې وکړي. دغو ګواښونو نړیواله اندېښنه را پارولې ده.

د ایران او اسرایل تر منځ د شخړې د خطر له زیاتېدو وروسته د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فدان، د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي او د سعودي د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره خبرې کړې دي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر د پنجشنبې- زیارت په ماښام خبري غونډې ته وویل، بلینکن د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته څرګنده کړه چې شخړه د هیچا په ګټه نه ده او دوی دې له ایرانه وغواړي چې شخړه زیاته نه کړي.

مېتیو میلر وویل واشنګټن اندېښنه لري چې په منځني ختیځ کې د کړکېچ د زیاتېدو خطر دی، خو د صدر جوبایډن د هغو تازه څرګندونو ذکر یې وکړ چې د ایران د هر ډول ګواښ په ضد به د اسرایل د امنیت کلک ملاتړ کوي. مېتیو میلر وویل:

"موږ په تېرو څو ورځو کې له یورپي متحدینو او شریکانو سره هم خبرې کړې او له هغوی مو هم غوښتي ایران ته دې یو څرګند پیغام ولېږي چې شخړه د ایران په ګټه نه ده، د سیمې په ګټه نه ده او د نړۍ په ګټه نه ده".

صدر جو بایډن د چارشنبې- شورو په ورځ د جاپان له وزیراعظم فومیو کیشیدا سره ګډې خبري غونډې ته وویل، ایران پر اسرایل د یوې غټې حملې ګواښ کړی او ژمنه یې وکړه چې که ایران په اسرایل حمله وکړي، امریکا به په کلکه د اسرایل دفاع وکړي.

ایراني سرچینو رویټرز ته ویلي، تهران واشنګټن ته خبرداری ورکړی چې اسرایل ته به د دمشق حملې جواب په داسې توګه ورکوي چې مقصد یې له لویې شخړې ځان ژغورل دي.

سرچینې وایي واشنګټن ته د ایران دغه پیغام د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسېن امیر عبدالهیان د اپرېل پر اوومه عمان ته د سفر په وخت ورکړی دی.

وال ستریټ جرنل ورځپاڼې نن د جمعې په ورځ د یوې سرچینې په حواله ویلي چې کېدای شي ایران په 48 ګنټو کې د اسرایل پر جنوبي یا شمالي سیمو برید وکړي او وایي اسرایل هم دا ډول کومې حملې ته تیاري کړې ده.

ورځپاڼې د ایران د صدر دفتر ته د یوې نیژدې سرچینې په حواله ویلي چې پر اسرایل د حملې پلان لا هم تر غور لاندې دی او وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې.

نړیوالې رسنۍ وایي برتانیې، فرانس، امریکې او ځینو نورو هېوادونو خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې له تل ابیبه دې ژر تر ژره ووځي او د اسرایل په ګډون دې شام او لبنان ته سفر نه کوي.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG