لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکې د پي ټي آی د مشرانو په ګرفتاريانو اندېښنه څرګنده کړې، ښايي امریکايي سفير د عمران خان سره وويني


د کانګرس غړي برېډ شېرمن وي او اې سره په مرکه کې هيله څرګنده کړې، په اسلام اباد کې د امریکې سفير ډونلډ بلوم به د عمران خان سره ليدو له جېل ته ورشي
د کانګرس غړي برېډ شېرمن وي او اې سره په مرکه کې هيله څرګنده کړې، په اسلام اباد کې د امریکې سفير ډونلډ بلوم به د عمران خان سره ليدو له جېل ته ورشي

د امریکې د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا د نمایندګانو د اېوان د بهرنيو چارو د کمېټۍ مشر غړي برېډ شېرمن دا هيله څرګنده کړې چې په اسلام اباد کې د امریکې سفير ډونلډ بلوم به د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان سره ليدو له زندان ته ورشي.

بلخوا، د امریکي خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ د نهې/ سه شنبې په ورځ په پاکستان کې د پي ټي آی د غړو په نيولو اندېښنه څرګنده کړه.

د کانګرس غړي برېډ شېرمن وي او اې سره په مرکه کې هيله څرګنده کړې، په اسلام اباد کې د امریکې سفير ډونلډ بلوم به د عمران خان سره ليدو له جېل ته ورشي. هغه ويلي دا د دې خبرې څرګندونه ده چې امریکا د يو داسې تن دپاره هم د قانون واکمني غواړي څوک چې د امریکا پلوي نه دی.

نوموړي ویلي، "دا د دې خبرې څرګندونه ده چې امریکا د قانون واکمني ليدل غواړي او دا چې په جېل کې د چا د عدالت نه لرې (ماورای عدالت) وژنه به د پاکستان په جمهوريت يو حقيقي داغ وي".

هغه زياته کړې، د هغه د دغو څرګندونو سره به نړۍ ته دا پيغام هم لاړ شي چې مونږ په داسې هيواد کې جمهوريت غواړو د کوم سره چې په ځينو وختونو د دوی معاملات مشکل وي.

د کانګرس غړي برېډ شېرمن پاکستان کې د بشري حقونو او قانون په عملدارۍ اندېښنه څرګنده کړې او ويلي یې دي، "کله چې تاسو په پاکستان کې د هندوانو او عيسايي جينکو سره رويې ته ګورئ په ځانګړي ډول سيند صوبه کې، يا تاسو د تحریک انصاف د خلکو ګرفتاريانې ګورئ، يا تاسو وکتل چې تحريک انصاف بې د انتخابي نخښې په انتخاباتو کې برخه واخسته، مونږ هلته روڼتيا ليدل غواړو".

هغه ويلي، د دې سره مونږ دا هم غواړو چې پاکستانيان هغه چا له ووټ ورکړي، څوک چې د امريکا سره زياتې مرستې غواړي.

د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت ویاند مېتهيو میلر پاکستان کې د اپوزيشن مشرانو د نیولو په اړه پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، "مونږ د اپوزيشن مشرانو په نیولو تل اندېښنه څرګنده کړې، مونږ د پي ټي آی د مشرانو د نیولو خبرونه ليدلي، د کوم وياند نيولو په ليدو زه په شخصي توګه خفه کېږم".

نوموړي د تحریک انصاف ګوند د وياند روف حسن نیولو ته په غبرګون کې دغه خبره کړې ده.

مېتهيو ميلر ویلي، "مونږ د اييني او جمهوري اصوصلو د پرامنه پاسدارۍ ملاتړ کوو او غوښتنه کوو چې د دې اصولو احترام دې د پاکستان د ايين او قانون ترمخه وشي".

(خبر د وي او اې اردو په مننه)

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG