لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي سفیر وايي پاکستان دې د خپلو شهریانو د رای د ازادۍ احترام وکړي


په اسلام اباد کې د امريکې سفیر ډانلډ بلوم
په اسلام اباد کې د امريکې سفیر ډانلډ بلوم

په اسلام اباد کې د امريکې سفیر ډانلډ بلوم ويلي پاکستان دې د خپلو شهریانو د دې حق احترام وکړي چې په ازادۍ د خپلې رای اظهار او سیاسي غونډې وکړی شي.

امریکايي سفیر دغه خبره په داسې حال کې کړې چې په زندان کې بند د پخواني وزیراعظم عمران خان د پلویانو خلاف د پوځ په ملاتړ حکومتي اقدمات دوام لري.

بلوم په اسلام اباد کې په یو سېمينار کې په دې خبره ټینګار وکړو چې د ولس د اییني حقونو تحفظ د پاکستان د اقتصادي ترقۍ دپاره اهمیت لري.

هغه وویل د هرچا د انساني حقونو تحفظ نه یوازې د جمهوریت بنیادي ستنه ده بلکې دا د باثباته او متحرکه ټولنې بنیادي برخه ده چې د ملک د ترقۍ دپاره په کې د ټولو شهریانو د صلاحیتونو ونډه شامله وي.

امریکايي سفیر زیاته کړه چې د داسې ډول ثبات نه بغیر د سرمایه کارۍ او د اقتصادي ودې امکانات ډېر غېر یقیني ښکاري.

بلوم په پاکستان کې د سیاسي کړکېچ په مهال د شهریانو د بنیادي ازادیو په اړه خبرې کړې. دا کړکېچ په ۲۰۲۲ کې د عدم اعتماد تحریک دلارې د عمران خان حکومت د ختمېدو او تېر کال د اګست په میاشت کې د هغه د قېد کېدو راهسې شروع شوی دی. ملګرو ملتونو ویلي د عمران خان قېد څه قانوني بنیاد نه لري.

د عمران خان پاکستان تحریک انصاف پارټۍ خلاف د حکومت په اقداماتو کې د هغه په سلګونو پلویان نیول شوي دي. دا هفته پولیس په اسلام اباد کې د پي ټي ایي په مرکزي دفتر چاپه ووهله، د ګوند مرکزي ترجمان او د پي ټي ايي د مطبوعاتو څانګې نور کارونکي يې د ریاست خلاف د کېمپېن چلولو په الزام ونیول.

د وزیراعظم شهبازشریف اتحادي حکومت چې د ملک ژورو اقتصاي مشکلاتو سره مخامخ دی، دا اراده يې څرګنده کړې چې د ریاست په ضد د هلو ځلو او د پوځ د بدنامولو په الزام په پي ټي ايي پابندي لګول غواړي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د کابېني د غونډې په موقع شهبازشریف دا خبره تکرار کړه چې په هېڅ حال کې به د ملک، د بې ګناه خلکو او د پاکستان د مسلح ځواکونو خلاف داسې ډول ګامونه برداشت نه کړی شي.

په پي ټي ايي د بندیز دړکو په پاکستان کې سیاسي تاوتریخوالی نور زیات کړی او د نهې، سه شنبې، په ورځ يې ذکر په واشنګتن کې د کانګرس د اورونې په مهال د امریکايي سفارتکار ډانلډ لو سره د سوالونو او جوابونو په وخت هم وشو.

د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د خارجه چارو د کمېټۍ د ډېموکرېټېک پارټۍ غړي برېډ شرمېن د عمران خان د ګرفتارۍ په اړه خبرو کې د لو نه پوښتنه وکړه چې ایا په اسلام اباد کې امریکايي سفیر ته وېل کېدی شي چې عمران خان سره ملاقات وکړي، نو لو وویل په دې اړه به د بلوم سره خبرې وکړي.

په کانګرس کې د اورونې وروسته شېرمېن په اېکس، پخواني ټوېټر، وویل د پاکستان د مستقبل فېصله به يې ولس کوي، دا واضحه ده چې پي ټي ايي د پاکستان د ټولو نه زیاته مقبوله پارټي ده لیکن دا د پاکستان د خلکو حق دی چې د خپل مشر انتخاب وکړي.

تېر کال د عمران خان د ګرفتارۍ خلاف په لارو کوڅو کې پرتشدد احتجاجونه راوپارېدل او د هغه ځینو پلویانو د پوځ په ځینو سهولتونو هم حملې وکړې. د شهبازشریف حکومت او پوځ په عسکري سهولتونو حملې د پي ټي ايي خلاف ګامونو او عمران خان د بندي ساتلو په دفاع کې استعمال کړي دي خو په وروستیو ورځو کې عدالتونود عمران خان خلاف ځینې مقدمې د ثبوت د نیشتوالي په سبب خارج کړي دي.

دا هفته سپریم کورټ پي ټي ايي ته په پارلېمنټ کې خصوصي چوکۍ ورکړې او په خپله فېصله کې وویل الېکشن کمېشن په غېر اییني توګه پي ټي ايي د دغو چوکو نه محرومه کړې وه. د عدالت فېصله د عملي کېدو په نتیجه کې به د پي ټي ايي د غړو شمېره زیاته او د شهبازشریف ایتلافي حکومت به کمزوری شي.

د سپريم کورټ فېصلې د حکومت مخالفو ګوندونو او د بې طرفه څارونکو د دې الزاماتو تاید کړی چې د فېبرورۍ په اتمه نېټه عامو انتخاباتو کې د پوځ پلوه ډلو په حق او د پي ټي ايي خلاف درغلي شوې ده.

یو اوویه کلن عمران خان په هغه لګول شوي ټول الزامات ردوي، وايي دا په سیاسي بنیادونو او د پوځ په کوښښ لګول شوي چې هغه د اقتدار نه لرې وساتي.

پوځ د شهبازشریف ملاتړ کوي او د هغه حکومت دا خبره ردوي چې پي ټي ايي خلاف غېر منصفانه ګامونه پورته کوي. حکومت دا عزم هم څرګند کړی چې د کال ۲۰۲۳ د می په نهمه نېټه په پوځي اسانتیاو حملو کې ککړ کسان په د انصاف سره مخامخ کوي.

تېره میاشت د امریکې د کانګرس هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د اووه به مقابله کې په ۳۶۸ ووټونو یو قراراداد منظور کړو چې په کې غوښتنه شوې چې د پاکستان په انتخاباتو کې دې د مداخلت او د بې قانونیو د دعوو ازادانه تحقیقات وکړی شي. اسلام اباد دغه قرارداد مسترد کړی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG