لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ په وایټ هاوس کې د روس د قېد نه د ازاد شوي امریکايي استاذ هرکلی وکړو


فوګل په غاړه د امریکې بېرغ و او په وایټ هاوس کې چې د صدر ټرمپ ترڅنګ ولاړ و نو ويې ویل په ځمکه د خوش بخته ترین تن احساس کوي
فوګل په غاړه د امریکې بېرغ و او په وایټ هاوس کې چې د صدر ټرمپ ترڅنګ ولاړ و نو ويې ویل په ځمکه د خوش بخته ترین تن احساس کوي

صدر ډانلډ ټرمپ په وایټ هاوس کې د مارک فوګل هرکلی وکړو چې د روس د قېد نه د ازادېدو وروسته هېواد ته را ورسېدو.

روس فوګل په کال ۲۰۲۱ کې هېواد ته د نشۍ توکي مارېوانا د راوړلو په الزام نیولی و. فوګل ته ډاکټر مارېوانا ليکلې وه.
ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ماښام په وایټ هاوس کې د فوګل هرکلی وکړو.

فوګل په غاړه د امریکې بېرغ و او په وایټ هاوس کې چې د صدر ټرمپ ترڅنګ ولاړ و نو ويې ویل په ځمکه د خوش بخته ترین تن احساس کوي.

هغه د ټرمپ، د امریکايي سفارتکارانو او قانون سازانو ستاینه وکړه چې د هغه د ازادۍ دپاره یې کوښښونه کړي دي.

فوګل په ازادولو ټرمپ د روس ستاینه وکړه او په دې اړه د معاهدې تفصیل د شریکولو بغېر يې دا منصفانه او معقوله وبلله.

د روس د حکومت، کرېملېن، ترجمان دمتري پېسکوف د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل د یوې معاهدې دلاندې په امریکا یو روسی شهري د خپل قېد نه ازادوي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

ټرمپ وویل روس سره د یرغمالانو بله تبادله به د شورو، چهارشنبې، په ورځ اعلانېږي.

د ټرمپ د قومي سلامتیا مشیر مایک والټز د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل امریکې او روس په یوه تبادله مذاکرات کړي دي خو هغه په دې اړه څه معلومات شریک نه کړل چې امریکا به د معاهدې د لاندې څه کوي.

والټز د فوګل ازادي په پراخه کچه د سیاسي مفاهمت برخه او د روس د نیک نیتي اظهار وبللو او ويې وېل دا په یوکرېن کې جنګ د ختمولو په لوري تک کې صحیح ګام دی.

ټرمپ لوظ کړی و چې په څو ورځو کې دننه به د یوکرېن جنګ ختموي خو اوس وايي د صدارت په وړمبو ۱۰۰ ورځو کې به د شخړې حل راوباسي.

په وروستیو ورځو کې وېنزوېلا شپږ امریکایان ازاد کړي دي.

فوګل ته ډاکټر د ملا درد دپاره مارېوانا لیکلې وه چې روس ته د تګ په وخت ونیول شو او په کال ۲۰۲۲ کې ورته ۱۴ کاله د قېد سزا واورول شوه. د امریکې د مخکني صدر جوبایډن حکومت ویلي وو چې فوګل په غلطه توګه ګرفتار کړی شوی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG