لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په مواخذه کې د بري کېدو وروسته، رېپبلېکن ګوند کې به د ټرمپ کردار څه وي؟


پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ او د رېپبلېکن ګوند سنېټر لیندسي ګراهم چې د ټرمپ ملاتړی پاته شوی دی
پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ او د رېپبلېکن ګوند سنېټر لیندسي ګراهم چې د ټرمپ ملاتړی پاته شوی دی

که څه هم د امریکا سنېټ پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ د هغه الزام نه بري اعلان کړ چې ګني هغه د جنوري په شپږمه خپل قهرجن پلویان کانګرس باندې یرغل ته هڅولي و، خو بیا هم دا پوښتنه چې ډانلډ ټرمپ ته په سیاست کې اوس کومې لارې پاته دي، تر اوسه واضحه جواب نلري.

د خالي/شنبې په ورځ ۵۷ سنېټرانو د ټرمپ خلاف او ۴۳ یې د هغه په حق کې ووټونه ورکړل او په دې توګه هغه بري شو، ځکه د ملزم پیژندو دپاره یې ۶۷ ووټونه په کار و خو دا شمېره پوره نشوه. د سنېټ د دې پرېکړې نه څو شېبې وروسته، پخواني صدر ډانلډ ټرمپ یو بیان جاري کړ او هغه کې یې وویل چې سیاسي ژوند یې لا ختم شوی ندی.

ټرمپ واضحه ونه ویل چې په ۲۰۲۴ کال کې به بیا صدارتي انتخاباتو کې ودریږي او که نه. ټرمپ د امریکا یوازینی صدر و چې دوه ځله مواخذه شو. هغه پخپل بیان کې لیکلي چې دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو بېځایه پلټنه وه، او زیاته کړې یې ده: «بل هېڅ صدر، هېڅ کله هم د داسې حال سره نه دی مخامخ شوی.»

د ټرمپ شعار دا و چې امریکا به بېرته ستره جوړه کړي، او پخپل وروستي بیان کې یې بیا هم همدې شعار ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې «د امریکا بیا ستروالي په لور زمونږ تاریخي، وطن پرسته، او ښکلی تحریک تازه شورو شوی دی. په آینده میاشتو کې، زه تاسو سره د شریکولو دپاره ډېر څه لرم.»

د رېپبلېکن ګوند سره تعلق لرونکی سنېټر لېندسي ګراهم چې د ټرمپ سرسخته ملاتړی و، د فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي چې هغه د مواخذې لړۍ د ختمېدو نه پس له پخواني صدر ډانلډ ټرمپ سره خبرې وکړې.

سنېټر ګراهم وویل، ټرمپ آماده دی چې د رېپبلېکن ګوند پیاوړی کړي او دې ته یې چمتو کړي چې دوه کاله پس د کانګرس په انتخاباتو کې د استازو مجلس او د سنېټ چوکیو اکثریت بېرته د ډېموکرېټ پارټۍ نه وګټي.

سنېټر لیندسي ګراهم زیاته کړه: «که تاسو غواړئ کامیابه شئ، نو په کار ده چې له ټرمپ سره کار وکړئ. د ټرمپ تحریک ژوندی او په ښه حال کې دی. په رېپبلېکن پارټۍ کې تر ټولو طاقتور ځواک، ډانلډ ټرمپ دی.»

خو د مرېلنډ ریاست ګورنر لاري هوګن چې پخپله یو رېپبلېکن دی خو د ټرمپ سرسخته منتقد پاته شوی، سي اېن اېن ته ویلي په صدارتي انتخاباتو کې د ټرمپ د ناکامېدو او په جنجالي توګه د هغه د صدارت په ختمېدو سره «مونږ په آینده دوو کلونو کې د رېپبلېکن پارټۍ د ضمير دپاره به یو حقیقي کشمکش ولرو.»

هوگن په آینده انتخاباتو کې د خپلې پارټۍ د کامیابېدو چانس ته په اشارې سره وویل، «آیا مونږ به بیا هغه پخوانۍ رېښتونې رېپبلېکن پارټي وګرځو کوم چې عقلمند قدامت پسنده کسان پکې و، او په هغو شیانو به زور واچوو کوم چې همیشه مو ورباندې باور درلودلی، او د ډېموکرېټانو سره به سیالي وکړو؟»

امریکا کې په قامي کچه نظرپوښتنې دا څرګندوي چې اکثره رېپبلېکنان ووټران اوس هم د ټرمپ پلویان پاته دي. خو هوګن وايي «فکر کوم چې د وخت په تېرېدو سره به دا حال بدل شي. د بایډن د صدارت نه اېله یوه میاشت تېره شوې ده. زما په خیال د ډانلډ ټرمپ وروستی باب او دا چې رېپبلېکن ګوند به په کومه ولاړ شي، دا لا تر اوسه ندی لیکل شوی.»

بل اړخ ته مېرمن نېکي هیلي چې پخپله د سنېټر لېندسي ګراهم د ایالت ساوټ کارولینا سره تعلق ساتونکې یوه رېپبلېکنه ده او د ټرمپ په انتظامیه کې، د ملګرو ملتونو دپاره د امریکا استازې پاته شوې وه، تېره هفته د ټرمپ په خلاف وغږېده.

نیکي هیلي د رېپبلېکن ګوند غړې ده چې د ټرمپ د صدارت په وخت کې، ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره وه
نیکي هیلي د رېپبلېکن ګوند غړې ده چې د ټرمپ د صدارت په وخت کې، ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره وه

نیکي هیلي ممکن په ۲۰۲۴ کال کې صدارتي انتخاباتو کې د امیدوارې په توګه ودریږي. هغې د ټرمپ په اړه وویل: «مونږ ته په کار ده دا ومنو چې هغه [ټرمپ] مونږ کم راوستلو. هغه په داسې یوه لار ولاړ چې باید په هغې لار نه وی تللی، او مونږ باید ورپسې نه وی تللي، او نه مو د هغه خبرو ته غوږ نیولی و. او مونږ نور نشو کولی چې بیا دا حال په ځان راولو.»

سنېټره اېمي کلوباچر چې یوه ډېموکرېټه ده او د مواخذې په لړ کې یې د ټرمپ خلاف ووټ ورکړی، فاکس نیوز ته وویل چې خیال نکوي چې ټرمپ دې په رېپبلېکن پارټۍ کې لوی کردار کې پاته شي.

د ډېموکرېټ ګوند سنېټره اېمي کلوباچر
د ډېموکرېټ ګوند سنېټره اېمي کلوباچر

سنېټرې کلوباچر وویل: «د امریکا خلکو لیدلي چې دې سړي [ټرمپ] څه کړي دي. هغه نور ختم شو.»

د امریکا آینده صدارتي انتخابات په ۲۰۲۴ کال کې کېدونکي دي او د قانون له مخې، ټرمپ ته دا حق شته چې بېا هم ځان د صدارت چوکۍ ته کاندید کړي. خو دا چې هغه به دا کار وکړي او که نه، او که امیدوار ودرېږي، نو بیا به هم انتخابات وګټي او که نه، دا سوالونه تر اوسه جواب نلري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG