د قومي سلامتیا دپاره د وایټ هاوس مشیر مایکل والټز د اتوار، يکشنبې، په ورځ د بهرنۍ ترقۍ دپاره د امریکايي ادارې یواېس ای ايي ډي د بندولو په اړه د صدر ډانلډ ټرمپ د فېصلې دفاع وکړه او ويې ویل دا اداره په عمومي توګه د امریکې د سټرټېټيجېک مفاداتو سره سم کار نه کوي او پېسې ضایع کوي.
والټز د امریکې د اېن بي سي ټېلې وېژن ميټ دي پرېس پروګرام سره مرکه کې وویل د یو اېس ای ایي ډي زیاتره پروګرامونه د سټرېټيجېک مفاداتو په اړه د ټرمپ د نظريي سره سمون نه خوري.
هغه دا هم وویل د یواېس ای ايي ډي پېسې هم اکثر ضرورت مندو ته نه رسېږي او ضایع کېږي او دې اړه تحقیقات کولی شي.
یواېس ای ايي ډي ۱۰۰۰۰ کارکوونکي لري او ټرمپ تېره هفته د ادارې د بندولو امر وکړو. ويل کېږي چې د ادارې قریباً تر ۳۰۰ پورې کارمندان به بالاخېر کار ته بېرته راوبلل شي او محکمه به خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ، ته وسپارل شي او یا به ختمه کړی شي.
یو وفاقي جج د جمعې په ورځ د یواېس ايي ډي د کارکوونکو برطرفي په عارضي ډول وځنډوله او د ګل، دوشنبې، په ورځ به په دې اړه اورونه کوي.
په کانګرس کې د ډېموکرېټېک پارټي غړي په یواېس ايي ډي کې د تبدیلیو مخالفت کوي او ځینو لوظ کړی چې په احتجاج کې به د ټرمپ د کابیني غړو او د نوي بجټ په منظورۍ کې خنډان اچوي.
د یو اېس ای ايي ډي تړل د ټرمپ د هغو کوښښونو برخه ده چې هغه په کې خپل مشیر ارب پتي ایلان مسک او د هغه مرستیالان د حکومت مختلفو ادارو ته لېږلي وو چې ددغو ادارو پروګرامونو او د اخراجاتو قانونیت ته کتنه وکړي.
ټرمپ د وفاقي حکومت دوه اشاریه درې مېلین غېرپوځي کارکوونکو ته دا موقعه ورکړې وه چې استعفا دې ورکړي او د سېټمبر د ۳۰ نېټې پورې دې په کور خپل معاش واخلي. یو عدالت دغه پروګرام د ګل، دوشنبې، تر ورځ پورې معطل کړی دی.
وایټ هاوس ویلي ۶۵۰۰۰ یا دوه اشاریه اته فیصد کارکوونکو دغه پېشکش منلی دی. د مسک او د هغه د ډلې غړو اندازه وه چې د پينځه نه تر د ۱۰ فیصد کارکوونکي به دغه تجویز ومني.
ټرمپ ویلي د وفاقي حکومت د ټولو ادارو د مالي چارو کتنه به کولی شي. د ټولو نه لوی هدف د دفاع وزارت دی چې مسک ورسره د بېلینونو ډالرو ټېکې لري.
والټز وویل د پېنټګان، د امریکې د دفاع وزارت، د اخراجاتونه کتنه په خصوصي توګه ضروري ده.
Forum