لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ماشومانو د کار په ضد نړیواله ورځ: پاکستان کې 12.5 میلین ماشومان په مشقت اخته دي


د جون 12مه نېټه په نړیواله کچه د ماشومانو د مشقت په ضد ورځ لمانځل کېږي. د غيرسرکاري شميرو ترمخه په پاکستان کې دا وخت 12.5 مېلین ماشومان په مشقت اخته دي او دا شمېرې ورځ تر بله زیاتیږي. څېړونکي د دې علت په پاکستان کې د چايلډ لېبر په اړه کمزورې پاليسۍ ګڼي.

د 12 کلن مجاهد علي کور له هغه ځای اته کیلوميټره لرې دی چرته چې هغه کار ته روزانه په پښو ځي او راځي.

سکول ته د تلو په ځای مجاهد علي په کم عمرۍ کې مزدوري يا مشقت ولې کوي؟، هغه وي او اې ډیوه ته وایي،‌ "زمونږ د کور حالات ټيک نه دي، د پلار په مزدورۍ زمونږ خرچې نه پوره کيږي، خویندې مې لا ډېرې وړې دي، د ټولو خرچې پوره کولو لپاره زه د سکول په ځای کار کوم".

د پاکستان شمار په هغه هيوادونو کې کيږي چرته چې په نړيوال کچه مشقت کوونکي ماشومان تر ټولو زيات دي او د دې ماشومانو لوی تعداد د پنجاب صوبې دی.

د پنجاب چايلډ لېبر سروې کال 2019 نه تر کال 2022م ترمخه په صوبه کې 5 کالو نه 14 کالو پورې په ماشومانو کې د چايلډ لېبر شرح 13.4 فيصدي ده.

د پاکستان د آبادی 50 فيصده ماشومان دي او دا وخت د شمیره ترمخه 23 مليونه د سکولونو نه بهر دي.

د څېرونکو په وینا په پاکستان کې د چايلډ لېبر په اړه د آيين په 25مې مادې سم عمل نه کيږي.

په پاکستان کې د ماشومانو د ژغورنې د غير دولتي تنظيم سپارک پروګرام منيجر ډاکټر خليل احمد ډوګر وایي، د ملک د چايلډ لېبر قوانين واضح نه دي، ځکه وایي دا قوانين چې يو 14 کلن ماشوم ته د کار اجازه ورکوي نو دا خو پخپله ماشومان په مشقت اخته کول دي:

"د قوانينو ترمخه 18 کاله پورې ماشوم ګڼل کیږي، بلخوا د آيين 25A ماده دا وايي چې تر 5 کالو نه 16 کالو پورې ماشوم ته دې خامخا تعليم ورکړل شي او دوي ته د مشقت اجازه ورنه کړي شي. زموږ په بجټ کې هم د لېبر ډيپارټمنټ برخه ډېره کمه وي. بله دا چې په پاکستان کې جديد تحقيق نه دی شوی چې په ګوته کړي چې د چايلډ لېبر اصل شمېرې څه دي".

په اسلام آباد کې د ماشومانو د مشقت ضد ادارې ترمخه د چايلډ لیبر کره شمېرو دپاره د یونیسیف په مرسته سروې روانه ده او ډېر زر به کره شمېرې ترلاسه کړي.

د پاکستان د چایلډ لېبر یا د خواریکښو ماشومانو د ادارې مرستیال مشر عامر محمود وایي، "دا تاثر هسې ورکړل کيږي چې په پاکستان کې د چايلډ لېبر شمېرې ډېرې زياتې دي، که تاسو مشاهده وکړئ نو دراصل مشقت کوونکې ماشومان هغه ماشومان وي چې په وزګار وخت کې د خپل والدينو سره په کار کې مرسته کوي".

خو له دې ټولو خبرو نه بې خبره مجاهد علي هيله لري چې تر يوې اوږدې مودې پورې مشقت نه وروسته به خپل کاروبار پیل کړي:

"کله چې زه د موټر سایکلو د سمولو استاذ جوړ شم نو خپل کاروبار يا دوکان به پرانیزم چې په مستقبل کې زموږ د کور نه ماشومان د مشقت په ځای د سکول مخه وکړي".

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکی غیردولتي سازمان ساحل ترمخه تېر کال په ګرد هیواد کې په 2123 ماشومانو جنسي تېری شوی دی او په يو شمېر ماشومانو د تشدد پېښې هم رپورټ شوي دي.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG