لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یوسف رضا ګیلاني: د ترهګرۍ ستونزه باید طالبانو سره د خبرو له لارې هواره کړل شي


File Photo
File Photo

د پاکستان د سینیټ چیرمین ښاغلي یوسف رضا ګیلاني ویلي پاکستان دا مهال د ترهګرۍ د چیلنج سره مخ دی اؤ دا ستونزه باید طالبانو سره د خبرو اترو له لارې هواره کړل شي.

د ډان ورځپاڼې د رپورټ له مخې په یو شخصي پوهنتون کې راجوړ شوي کانفرنس ته پخپله وینا کې ښاغلي یوسف رضا ګیلاني ویلي چې د پاکستان اؤ چین اقتصادي راهداري ددې سیمې لپاره زیاته مهمه ده .

ښاغلي ګیلاني ویلي چې په سي پیک به د پاکستان له لارې تاجکستان اؤ د سیمې نورو هیوادونو ته تجارت کیږي اؤ پاکستان د ټولنیز اقتصاد د ودې لپاره په سنجیدګۍ سره هڅې کوي.

هغه پخپله وینا کې د پاکستان اؤ هند تر منځ هم د تاو تریخوالي په کمولو ټینګار کړی اؤ ویلي یې دي چې د سینیټ د چیرمین په توګه به هڅه وکړي چې د سیمې د ټولو هیوادونو سره د پاکستان اړیکې غوره پاتې شي.

پخپله وینا کې ښاغلي یوسف رضا ګیلاني ویلي چې پاکستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره اړینه ده چې طالبانو سره مذاکرات وکړل شي اؤ د ترهګرۍ ستونزه له دې لارې له مینځه یوړل شي.

تر دې وړاندې پاکستان د ټي ټي پي سره په کال 2021م کې په کابل کې مذاکرات کړي وو او د پاکستان نه څو پلاوي په دغه لړ کې کابل ته تللي وو خو د ‏کال 2022م په نومبر کې بیا ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړه او بريدونه يې پېل کړل چې له هغې وروسته په پاکستان کې وسله وال بريدونه زيات شوي دي.

څيړونکي وايي د پاکستاني طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ اکثره مذاکراتو هیڅ نتیجه نه ده ورکړې.

د څېړونکو وینا ده چې د مذاکراتو د بيا بيا ناکامۍ له وجې د دواړو ډلو په يو بل اعتماد کم شوی دی، مخکنیو مذاکراتو کې خلاف ورزۍ د حکومت او يا د ټي ټي پي لخوا شوي چې معاهدې ورسره ماتې شوې دي.

څېړونکي زیاتوي تېرو مذاکراتو، اوسنۍ حکومتي پاليسۍ او د ټي ټي پي غوښتنو ته په کتو ښکاري چې د دواړو ډلو ترمېنځ د سولې مذاکرات شروع کول او کاميابول به وخت وغواړي۔

څېړونکی اؤ خبریال فخر کاکا خېل په دې وروستیو کې د ډیوه خبریال ارشد مومند سره خبرو کې ویلي،ټي ټي پي يو مخصوص ځاي غواړي چې هلته به د پاکستان د رياست واکداري نه وي.

د فخر کاکا خیل په وینا پاکستاني طالبانو ته د خپل تحفظ ضمانت یاګارنټي پکار ده، هغوي له دا هم ګارنټي پکار ده چې خپل دود اؤ رواج په دغه علاقه جاري وساتي، او پاکستان دې ته تيار نه دی۔

د هغه په خبره "زه دا ګڼم چې که هر څومره جنګ وغځيږي نو اخري حل يې مذاکرات دي"

د پاکستان د خارجه دفتر ویاندې تېره میاشت دا ګنګوسې رد کړې وې چې ګنې پاکستان ټي ټي پي سره د کوم چینل له لارې یا نیغ په نیغه مذاکرات کوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG