لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: پوځ په پښتونخوا او بلوچستان کې عمليات سېوا کړي، د ‏‎400‎‏ نه زيات کسان وژل شوي


د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا ناارامه شمالي وزيرستان ضلعې د ميرعلي اوسېدونکی طفېل داوړ د ‏‎30‎م اپرېل دردوونکې ورځ يادوي، ‏کله چې هغه او کليوال یې د ډزو له امله په کورونو کې ايسار پاتې شوي وو.‏

طفېل داوړ ويلي، په دغه ورځ یې کلي کې د امنيتي ځواکونو لخوا د وسله والو ضد عملياتو کې ټوله ورځ د ډزو تبادله روانه وه.

په دغو ډزو کې د هغه د تره ‏زوی ژوبل شوی چې اوس یې هم په ځايي روغتون کې درملنه روانه ده.‏

د افغانستان سره په پوله پرتو د پاکستان قبايلي ضلعو اوسېدونکو وي او اې ډيوه ته ويلي، د پوځي عملياتو له امله دوی ځينې علاقو ته نه شي تلی، نو ‏ګو زون يا د تګ راتګ دپاره منع کړل شوي، او امروزه ژوند یې محدود شوی دی.‏

مولانا نقيب الله خان د ټيليفون د لارې وي او اې ډيوه ته ویلي، "د امنیتي ځواکونو لخوا زمونږ کلي ته تګ راتګ منع کړل شوی، نو ګو زون ګرځول شوی، ‏هيڅ پرمختيايي کار نه کيږي، ژوند یې خوندي نه دی او ګڼو کورنيو د پوځي عملياتو له امله علاقه پرېښودې ده".‏

هغه ویلي، په تېرو درېو مياشتو کې یې د امنیتي ځواکونو سره د ‏‎60‎‏ هغو کسانو د خوشي کولو په اړه مذاکرات شوي، څوک چې وسله والو ته د ډوډۍ او ‏دوايانو په تور نيول شوي دي.‏

د کړي حیدر کلي محمد امين ويلي، "حالات خراب شوي دي، د ‏‎2023‎م په دسمبر کې مو هيلي کاپټرې وليدې چې شيلينګ یې کولو او پوځي عمليات روان دي. ‏ځايي خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اوښتي دي".‏

د پاکستان پوځ وايي، پوځ، پوليس او استخباراتي ادارې هره ورځ په ملک کې د ترهګرو ضد د ‏‎100‎‏ نه زيات عمليات کوي.‏

د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شریف چودري په اوومه مې خبري غونډې ته ويلي وو، روان کال امنیتي ځواکونو ټول ‏‎13,135‎‏ غټ واړه عمليات کړي، ‏‎239‎‏ ‏ترهګر یې وژلي او ‏‎396‎‏ يې نيولي دي.‏

وي او اې د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې آی اېس پي ار بريګيډيیر عضنفر سره د وټس اېپ د لارې د تماس هڅه کړې چې د دغو عملياتو نور جزيات ‏ترې معلوم کړي خو هغه ځواب نه دی ویلی.‏

د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د نهې/ سه شنبې په ورځ د سيمه ييزه مطالعاتو ادارې په يوه غونډه کې ويلي وو، په افغانستان ‏کې په کال ‏‎2021‎م کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ترهګري ‏‎60‎‏ فيصده زياته شوې ده.‏

څيړونکی حقنواز خان وايي، پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې کومه واضحه تګلاره نه لري.‏

د نوموړي په خبره، "پاکستان په تېرو وختونو کې د مذاکراتو او پوځي عملياتو دواړه تګلارې خپلې کړې خو پاکستان کې ترهګري سېوا شوې ده، د ‏پاکستان پوځ او سياسي قوتونو ته به په ګډه نوې تګلاره جوړول وي".‏

اسلام اباد کې د سنټر فار ریسرچ اینډ سیکیورټي سټدیز نومې ادارې ترمخه د کال ‏‎2023‎م د لومړو درېو میاشتو په مقابله کې سږ کال د ‏‎2024‎م په دغه ‏موده کې د ترهګرۍ پېښې ‏‎17‎‏ فيصده سېوا شوي دي.‏

د ادارې د رپورټ ترمخه د روان کال په لومړو درېو مياشتو کې په ‏‎245‎‏ بریدونو او پوځي عملیاتو کې ‏‎432‎‏ کسان وژل شوي او ‏‎370‎‏ ژوبل شوي دي. ‏

په دغو شمېرو کې د صوبو تفصيل نه دی ويل شوی خو زياته کړل شوې ده د تشدد پېښې ‏‎92‎‏ فيصده پېښې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG