لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منیر اکرم: ټي پي پي په نړیواله ترهګره ډله بدلېږي چې له خپلواکي غوښتونکو تنظیمونو سره هم اړیکې لري


په ملګرو ملتونو کې د پاکستان ځانګړي استازي منیر اکرم یو ځل بیا ویلي، ترهګري په افغانستان کې دننه او له دې هېواده بهر سیمې او نړۍ ته یواځینی تر ټولو سنګین خطر دی او وایي ټي ټي پي په یوه لویه نړیواله ترهګره ډله بدلېدونکې ده چې اوس له خپلواکي غوښتونکو تنظیمونو لکه "مجید بریګېډ" سره هم همږغي لري.

«مجید بریګېډ» د خپلواکي غوښتونکي تنظیم بلوچستان لیبرېشن آرمي (بي ایل اې) څانګه ده چې د پاکستاني پوځ په ضد یې له معدني وسایلو ډک بلوچستان کې د نورو بریدونو تر څنګ له تېرو څو کلونو راهیسې د ځانمرګو بریدونو لپاره جوړه کړې او په اګست میاشت کې یې د رپوټونو له مخې په بېلابېلو بریدونو کې شاوخوا 70 کسان وژلي او په دغو بریدونو او د پوځ په ځوابي عملیاتو کې یې د یوې ښځې په ګډون 10 ځانمرګي بریدګر وژل شوي وو.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ستمبر پر 18مه د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه را بللې وه، چې پکې په دې هېواد کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې تر پخوا د امن راتګ ته هم اشارې وشوې خو هغه نړیوالې اندېښنې هم یاده شوې چې وایي بهرنۍ ترهګرې ډلې اوس هم په دې هېواد کې فعاله دي.

د پاکستان ځانګړي استازي منیر اکرم د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې ډلې د جولای میاشتې رپوټ ته اشاره وکړه چې پکې ویل شوي وو القاعده، داعش او ټي ټي پي بهرنۍ ترهګرې ډلې نه یواځې په افغانستان کې موجودې دي او خوندي پناه ځایونه لري بلکې "د طالبانو حکومت یې تحفظ کوي".

منیر اکرم په خپلو خبرو کې وویل، ټي ټي پي د پاکستان لپاره د ځانګړې اندېښنې وړ وسلواله ډله ده او وایي باید د سیمې او نړۍ لپاره هم د اندېښنې وړ وي چې د ده په وینا اسلام اباد دې ډلې ته "فتنه الخوارج" وایي:

"ټي ټي پي له شاوخوا 6000 جنګیالیو او 50,000 د کورنیو له غړو سره دا وخت په افغانستان کې تر ټولو لویه ترهګره نومول ډله ده".

د پاکستان چارواکو د 2024م کال په پیل کې هم دعوه کړې وه چې په افغانستان کې د ټي ټي پي وسلوالې ډلې تر شپږ زره زیات وسلوال دي او په تېره جولای میاشت کې ملګرو ملتونو هم په خپل رپوټ کې دا خبره تایید کړې وه، خو د طالبانو حکومت دا تورونه رد کړي او وایي په هېواد کې یې هیڅ بهرنۍ ترهګره ډله جنګیالي او فعالیت نه لري.

منیر اکرم د امنیت شورا غونډې ته د بل هر هېواد تر استازي ډېر په افغانستان کې د امنیتي حالاتو په اړه اندېښنه ښکاره کړه او د ټي ټي پي او داعش خراسان په ضد یې د طالبانو د حکومت اقدامات ناکامه او ناکافي وبلل.

پاکستاني سفارتکار په افغانستان کې د وسلوالو لاس ته د امریکایي وسلې د ورتګ په اړه د خپل هېواد د چارواکو خبره تکرار کړه او ویې ویل د ټي ټي پي وسلوالو ته د طالبانو حکومت هغه وسله ورکړې ده چې په دې هېواد کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته پاته شوې ده:

"دې [ټي ټي پي] ته د پاکستان پولې ته نیزدې خوندي پناه ځایونه ورکړل شوي او ټي پي‌ پي له هغه ځایه تقریباً هره ورځ د پاکستان خلاف حملې ترتیبوي. په سلګونو پاکستاني پوځیان او ملکي وګړي شهیدان کړی شوي دي".

د 2021م کال په اګست کې چې طالبان د وسلو په زور پر افغانستان واکمن شول پاکستان یې هرکلی کړی وو او د هغه وخت وزیراعظم عمران خان طالبانو ته په اشارې ویلي وو چې "د غلامۍ زولنې یې ماتې کړې" او بیا یې د خپل حکومت تر ختمېدو پورې له نړیوالو غوښتل چې د طالبانو له حکومت سره اړیکې جوړې کړي.

خو د تحریک انصاف له حکومت را وروسته د مسلم لیګ ن په مشرۍ د شهباز شریف د تېر او اوسني حکومت اړیکې د طالبانو له حکومت سره د ټي ټي پي پر سر ښې نه دي او بیا بیا یې پر "ډیورنډ کرښه" د طالبانو له سرحدي پولیسو سره د امنیتي ځواکونو شخړې شوې دي.

منیر اکرم وویل حکومت یې "قوي ثبوتونه" لري چې د طالبانو د حکومت عناصر له پولې پورې غاړه د ټي ټي پي په لږ تر لږ ځینو اوښتنو او بریدونو کې مرسته کوي خو دغه عناصر یې په نامه یاد نه کړل:

"د لنډمهالي افغان حکومت له تحفظه په خوند اخیستلو، ټي ټي پي د نورو هغو ترهګرو ډلو لپاره د چترۍ تنظیم په توګه را مخې ته کېږي چې هدفونه یې د افغانستان د نورو ګاونډیانو ناارامه کول دي".

د ملګرو ملتونو د عمومي‌ مشر استازې روزا اوتنبایوا د امنیت شورا غونډې ته وویل،‌ د طالبانو په واکمنۍ کې د وسلوالو شخړو له ختمېدو سره مثبتې سولې ته فرصت برابر شوی، خو وایي نړیواله ټولنه له افغانستانه د ترهګرۍ د را څرګندېدو په اړه د واکمنو چارواکو له انکار سره سره "معقولې اندېښنې" لري.

روزا اوتنبایوا په کابل ښار او دایکنډي ولایت کې د ستمبر په میاشت کې دوو بریدونو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې دننه د ترهګرۍ خطر لا هم نه دی ختم شوی. په دغو بریدونو کې لږ تر لږه 21 کسان وژل شوي وو او د دواړو ذمه واري داعش خراسان منلې وه.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG