چمن پریس کلب لوټل شوی، خبریالانو ورباندې احتجاج کړی

د چمن د پریس کلب د لوټل کېدو پېښه د بلوچستان او د پاکستان د خبریالانو اتحادیو هم غندلې ده او له حکومته یې د مجرمانو د نیولو غوښتنه کړې ده.

د بلوچستان د چمن سیمې د خبریالانو پریس کلب ناڅرګندو کسانو لوټلی او د خبریالانو د کار سامانونه یې وړي دي.

د پریس کلب د لوټل کېدو په ضد نن د چمن خبریالانو یوه احتجاجي مظاهره کړې او له چارواکو یې غوښتي، چې غله دې ونیسي او په سزا دې یې و رسوي.

خبریالانو د احتجاج په توګه د مرستیال کمیشنر او د پولیسو د مشر د دفترونو پر لور تللی سړک هم تړلی وو. د چمن پریس کلب مشر اختر ګلفام وي.او.اې ډیوه ته وویل:

"د غم او خواشینۍ خبره ده، چې زموږ پریس کلب ته پر پینځوس ګزه د ډپټي کمیشنر، ډي پي او [پولیس مشر] او ضلعي کمپلیکس دفترونه دي، خو پریس کلب محفوظ نه دی، چې پریس کلب محفوظ نه وي نو خبریالان هم محفوظ نه دي".

پولیس وایي برایي شپه غلو د چمن پریس کلب تالې ماتې کړې او د خبریالانو قیمتي شیان یې وړي دي، چې په هغوی کې نغدې روپۍ، کېمرې او لیپ ټاپ کمپیوټرونه هم شامل دي. یو بل ځایي خبریال وایي:

"په پریس کلب کې د بجلۍ شمسۍ، لیپټاپونه، کېمرې، ټي.وي او نور شیان ټول وړي دي. موږ له حکومته پوښتنه کوو، چې د مطبوعاتو یو مرکز محفوظ نه شي ساتلای، خبریالان به څنګه محفوظ پاته شي".

له پریس کلبه د غلا په ضد د چمن لسګونه خبریالان، تجاران او د مدني ټولنې فعالان د ګل- دوشبنې په ورځ د احتجاج په توګه سړکونو ته را وتلي وو، چې د خبریالانو او د پریس کلب د خوندي ساتنې غوښتنې یې کولې.

دوی په لاسونو کې لیکلې شعارپاڼې هم را اخیستې وې، چې ورباندې لیکل شوي وو: "د چمن پریس کلب غله دې ونیول شي"، "د چمن پریس کلب لوټېدل، د انتظامیې [پولیسو] ناکامي"، "پر چمن پریس کلب ډاکه، پر جرنلزم ډاکه ده".

د چمن خبریالان وایي دوی ته مخکې هم ګواښونه کېدل چې د پریس کلب له پرانیستلو دې لاس واخلي، خو دوی چې پریس کلب پرانیست نو ولوټل شو، مګر دا یې نه دي ویلي چې ګواښونه ورته چا کول او د پریس کلب په لوټلو کې یې د چا لاس دی.

په احتجاج کې د مدني ټولنې فعالانو او تجارانو هم له خبریالانو سره خواخوږي او پیوستون څرګند کړ او له حکومته یې خبریالانو ته د امنیت ورکولو غوښتنه وکړه.

د احتجاجي ناستې په مهال د چمن د پولیسو مشر جاوید غرشین له خبریالانو سره خبرې کړې دي او هغوی ته یې له پریس کلبه د غلا شويو شیانو د بیرته راوړلو او دوی ته امنیت ورکولو ډاډ ورکړی دی.

د چمن خبریالانو وروسته احتجاج پای ته رسولی، خو وایي که یې د پریس کلب غله ونه نیول شي او په سزا وه رسول شي، نو دوی به بیا هم احتجاجونه وکړي.

د چمن د پریس کلب د لوټل کېدو پېښه د بلوچستان او د پاکستان د خبریالانو اتحادیو هم غندلې ده او له حکومته یې د مجرمانو د نیولو غوښتنه کړې ده.