په پنجاب کې یوه بله ماشومه تر جنسي تېري وروسته سوځول شوې او وژل شوې ده

د پنجاب وزیراعلی د نور فاطمې د وژنې په ضد د خلکو د احتجاج او هړتال په نتیجه کې د پېښې د پلټنې امر کړی خو د هغې د وژنې په تور تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.

د پنجاب په ساهیوال ضلع کې یوه بله اته کلنه ماشومه نور فاطمه وژل شوې، چې ویل کېږي لومړی ورباندې جنسي تېری شوی او وروسته سوځول شوې ده.

پولیس وایي دا پېښه د ساهیوال ضلعې په چیچه وطني سیمه کې د اتوار- یکشنبې په ورځ پېښه شوې، چې وایي دغه ماشومه له خپل کوره دباندې وتلې وه، چې ناڅرګندو کسانو تښتولې وه.

پولیس وایي فاطمه تر وژل کېدو وروسته سوځول شوې او خپل کور ته نیژدې غورځول شوې وه، چې په ټپي حالت کې لومړی د خپلې سیمې روغتون او وروسته د لاهور یوه روغتون ته وړل شوې، خو هلته یې ژوند له لاسه ورکړی او لومړي طبي رپوټونه وایي چې پر هغې جنسي تېری شوی دی.

د نور فاطمې د وژنې په ضد د نهې- سه شنبې په ورځ په چیچه وطني سیمه کې سلګونو خلکو احتجاج کړی او کاربندیز (هړتال) کړی او د هغې د قاتلینو د نیولو غوښتنه یې کړې ده.

په جنوري کې په قصور کې شپږکلنه زینب تر جنسي تېري وروسته وژل و وژل شوه.

د وژل شوې ماشومې پلار محمد عاشق وایي، لور یې سکول هم وایه او په اتم ټولګي کې وه، خو په ډېره بې دردۍ و وژل شوه:

"د اتوار په ورځ ماسپښین نور فاطمه د ټافیانو [چاکلېټو] د اخیستو لپاره له کوره ووتله او بیا را ستنه نه شوه. موږ ورپسې پلټنه پیل کړه او درې ګنټې وروسته مو په بېهوښه حالت کې سوځېدلې وموندله".

د لاهور د جناح روغتون مشر ډاکټر سهېل ثقلین وي.او.اې ته ویلي، نور فاطمه چې دوی ته وروړل شوه نو حالت یې خراب وو، ځکه چې وایي بدن یې له ۸۰ تر ۹۰ فیصده سوځېدلی وو او دوی یې د ژوند ژغورلو هڅه وکړه خو بریالي نه شول.

د نور فاطمې مور له رسنیو سره په خبرو کې په ژړا- ژړا وویل چې لور یې په ډېرې ناترسۍ وژل شوې او غوښتنه یې وکړه چې له دوی سره دې انصاف وشي.

د نور فاطمې پلار محمد عاشق وایي کله یې چې مړه لور له لاهوره راوړه نو شکمن شو، چې پر لور یې جنسي تېری شوی دی او بیا یې د هغې مړی د ساهیوال ځایي روغتون ته یووړ. د ساهیوال د پولیسو مشر ډاکټر عاطف اکرام وایي، د پوسټ مارټم رپوټ په اساس پر هغې جنسي تېری شوی دی، خو وایي د نورو پلټنو لپاره یې د نجلۍ د بدن ډي این اې لیبارټري ته لېږلې ده.

د پنجاب وزیراعلی د نور فاطمې د وژنې په ضد د خلکو د احتجاج او هړتال په نتیجه کې د پېښې د پلټنې امر کړی خو د هغې د وژنې په تور تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.

په پاکستان خصوصاً پنجاب صوبه کې په دې وروستیو کې پر ماشومو نجونو د جنسي تېري پېښې زیاتې شوې دي. په روانه اپرېل میاشت کې د پنجاب په جړانواله ښار کې یوه اووه کلنه نجلۍ تر جنسي تېري وروسته وژل شوې وه.

د وژل شوې زینب مور و پلار.

د روان کال په جنورۍ کې هم د پنجاب په قصور ښار کې شپږ کلنه زینب تښتول شوې او تر جنسي تېري وروسته وژل شوې وه، چې تر ډي این اې معایناتو وروسته یې په وژنه تورن کس ونیول شو. په جنورۍ کې په مردان کې هم د عاصمه په نوم څلورکلنه ماشومه تر جنسي تېري وروسته وژل شوې وه.

د ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکې مېرمن کرن بتول وایي، په پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تېري د مخنیوي قانون هم شته خو وایي په سمه توګه ورباندې عمل نه کېږي، ځکه خو په داسې پېښو کې کمی نه راځي:

"په پاکستان کې چې پر ماشومو نجونو څومره هم د جنسي تېري پېښې رپوټ شوې او مقدمې یې جوړې شوې دي موږ کله هم نه دي اورېدلي چې څوک دي سزا شوي وي".

په پاکستان کې یوه غیرحکومتي اداره (ساحل) په خپل یوه رپوټ کې وایي چې په دې هېواد کې هره ورځ پر نهه ماشومانو جنسي تېری کېږي. وایي په ۲۰۱۷م کال کې په پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تېري شاوخوا درې نیم زره پېښې رپوټ شوې وې، چې وایي په هغوی کې ۱۰۹ ماشومان تر جنسي تېري وروسته وژل شوي هم دي.