جلیله: جنرل باجوه ته مې وویل، د ۳۰۰۰ وژل شویو هزاره ګان لس زره کونډې یتیمان پاتې دي

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن د روان کال د مارچ په ۲۰مه په یوه رپوټ کې ویلي وو، چې یواځې له ۲۰۱۱م کال راهیسې په تېرو پینځو کلونو کې په کوټه ښار کې د ترهګرۍ په بېلابېلو پېښو کې د هزاره قوم ۵۰۹ تنه وژل شوي او ۶۲۷ ټپیان شوي دي.

په بلوچستان کې د مېشتو هزاره شیعه ګانو استازې د بشري حقونو فعالې او وکیلې جلیلې حیدر په کوټه کې د هزاره ګانو د هدفي وژنو په ضد د لوږې پینځه ورځنی احتجاج د شورو- چارشنبې په ورځ سپېدو مهال پای ته ورساوه.

د پاکستاني پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د جلیلې حیدر په ګډون په کوټه کې د هزاره ګانو د پینځو بېلابېلو احتجاجي کېمپونو د احتجاج کوونکو په غوښتنه تېره شپه کوټې ته لاړ او هلته یې د دوی له مشرانو سره ولیدل. هزاره مشران وایي جنرل باجوه ورته ډاډ ورکړ، چې د هزارګانو په وژنو کې د لاس لرونکو په ضد به بیړني ګامونه پورته کړي.

جلیله حیدر وایي جنرل باجوه ته یې وویل، چې په کوټه او د بلوچستان په نورو سیمو کې په چاودنو او هدفي بریدونو کې ۳۰۰۰ هزاره ګان وژل شوي دي:

"له وژل شویو کسانو مو لس زره کونډې او یتمان پاته دي او لس زره کسان مو د وروستیو کلونو په بریدونو کې ټپیان شوي هم دي خو حکومت د دوی د ژوند د بیرته جوړولو لپاره هیڅ نه دي کړي، یواځې لس لکه روپۍ ورکړي او وایي زموږ ذمه واري پوره شوه".

یو سپین ږیری هزاره چې د اپرېل په ۲۲مه یې زوی په کوټه کې و وژل شو.

جلیله حیدر وایي پر هزارګانو د بریدونو له امله د دوی د خلکو اقتصاد ته ډېر زیان رسېدلی دی، دباندې نوکرۍ نه شي کولای، د ماشومانو او ځوانان تعلیم یې خراب شوی دی او له کوټې ښاره دباندې سفر هم نه شي کولای.

جلیله وایي جنرل باجوه ته یې وویل، چې د دوی د خلکو په وژنو کې لاس لرونکي وسلوال اوس هم په ښکاره ګرځي او غوښتنه یې ځنې وکړه چې هغه وسلوال دې ژر زېندۍ (اعدام) شي، چې د هزارګانو د وژنو په تور د مرګ سزا ورته اورل شوې ده.

پر هزاره توکمه شیعه مسلمانانو د وروستیو کلونو د بریدونو ذمه واري اکثر سني وسلوالې ډلې لشکرِ جنګوي پر غاړه اخیستې ده. جلیله حیدر وایي تر اوسه د دوی د خلکو د وژنې په تور هیڅوک نه نیول شوي نه سزا شوي دي، چې وایي له دې امله د دوی خلکو پر حکومت او ریاستي ادارو باور بایللی دی.

پاکستاني پوځ د هزاره ګانو له مشرانو سره د جنرل باجوه د لیدو په اړه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي چې د پوځ مشر د هغوی د کسانو پر وژنه خواشيني څرګنده کړه او ورته ویې ویې ویل چې پوځ او نورې امنیتي ادارې د خپلو خلکو د امنیت ساتلو ذمه وار دي:

"د پوځ مشر وویل د دوی [هزاره ګانو] د نازولیو کسانو د مرګ تاوان په هیڅ شي نه شي پوره کېدای، خو ډاډ یې ورکړ چې هغو وسلوالو ته به دوه چنده زیان ور واړوي چې پر دوی یې بریدونه کړي دي".

د یادونې وړ ده چې د خپلو خلکو د وژنې په ضد د هزاره ګانو د څلورورځني احتجاج په نتیجه کې د شورو- چارشنبې په ورځ د پاکستان ستر عدالت (سپریم کورټ) هم د هغوی د هدفي وژنو په اړه له خپله اړخه د پلټنو (سوموټو) امر وکړ او ټاکل شوې چې په دې اړه د مقدمې اورېدنې به د مې په ۱۱مه په کوټه کې کېږي.