پاکستان: ډان ورځپاڼه په پوځي چاؤڼو او د ملک په ځينو برخو کې بند کړی شوې

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې ويلي " د تېرو څو مياشتو راهسې د ورځپاڼې په پوځي چاؤڼو او د ملک په بېلابيلو برخو کې په وېش بندېز لګول شوی دی".

د ډان انتظاميې ويلي "د ملک د پوځي چاؤڼو ترڅنګ د سنده، پنجاب او بلوچستان صوبو په يو شمېر علاقو کې د انتظامیې لخوا د روان کال مې د مياشتې راهسې د ورځپاڼې په لېږلو بندېز لګول شوی دی".

ورځپاڼې زياته کړې " د پنجاب د انتظاميې لخوا د ورځپاڼو ايجنټان، هاکران (وېشونکي) او خرڅوؤنکي راغوښتل شوي خبرداری ورته شوی او ګواښ ورته شوی چې ورځپاڼه نه ويشي".

د ورځپاڼې انتظامیې ويلي، "دوی يقين لري چې د ملک هر وګړي ته دا حق ترلاسه دی چې د خپلې خوښې ورځپانه واخلي او ولولي، او وګړو ته د ډان ترڅنګ د بلې ورځپاڼۍ پورې او مالوماتو پورې رسايي نه ورکول د دوی د حق ښکاره سرغړونه ده".

ډان د لنډمهاله وزيراعظم ناصرالملک، د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه، د سترې محکمې مشر قاضي ميا ثاقب نثار او اړونده چارواکو نه غوښتي چې په سمدستي ډول په ورځپاڼه د بندېزخبر واخلي.

ډان ويلي ټولو اړونده ادارو ته دې لارښوونه وشي چې د ورځپاڼې د وېش په لار کې جوړ خنډان د مينځه لرې کړي.

په پاکستان کې د خبريالانو د حقونو دپاره کار کوونکي سازمان فريډم نېټ ورک مشر اقبال خټک د ډان په وېش د بندېزونو په اړوند وايي، "دا يو نېغ ګوزار دی د خلکو په هغه اييني قانوني حق باندې چې د مالوماتو ترلاسه حوالې سره دی، خلک د مالوماتو نه لرې ساتل د اساسي قانون سرغړونه ده".

هغه وويل دوی ګڼي چې ډان ځکه دا وخت د دغه مشکل سره مخ دی چې په ازاد ژورنالزم يقين لري.

نوموړی خټک وايي په "پاکستان کې څه قوتونه، څه تنظيمونه، څه رياستي او څه غېر رياستي خلک هغوی د اظهار رای په ازادۍ يقين نه لري او د ډان په وېش بندېز لګول د خلکو د اظهار رای د ازادۍ د اساسي حق په ضد دی".

ډان په داسې وخت کې د بندېزونو په اړوند بيان جاري کړی چې د صحافت د ازادۍ نړیوال تنظیم انټرنیشنل پرېس انسټېټیوټ (ايي پي ايي) ویلي د پاکستان پوځ په مطبوعاتو فشار اچوي او خپله مفکوره پرې ورتپل غواړي.

ايي پي ايي وايي په پاکستان کې په مطبوعاتو فشار زیات شوی، خبریالان ویرول کیږي او دا هر څه په داسې مهال کېږي چې په هېواد کې د جولایي د میاشتې په ٢٥ مه نېټه د پارلیمنټ انتخابات کېدونکي دي.

د ايي پي ایي مشرې باربره ټریاینفي ويلي پاکستاني مطبوعات د پوځ د فشار سره مخامخ دي. "داسې ښکاري چې د پاکستان پوځ په مطبوعاتو فشار زیاتوي چې په ملکي چارو کې د پوځ د ککړتیا په اړه په مطبوعاتو د خپلې خوښې بیانیه وروتپي".

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرال اصف غفور د روانې میاشتې په سر کې يوې خبري غونډې ته د وېنا په مهال د څو ژورنالسټانو نومونه وړاندې کړي او ویلي يې ؤ په سوشل ميډيا د دغو اکاؤنټونه څارنه کيږي ځکه چې دوی د پوځ، ايي اېس ايي پرضد پروپېګنده او رياست پرضد خبرې کوي.

د پوځي وياند دغه بيان ته نه يواځې په پاکستان کې سخت غبرګون ویل شوی بلکې د ژورنالسټانو د تحفظ نړیوالې ادارې کمېټي ټو پروټېک جرنلسټس (سي پي جی) د جنرال غفور د وېنا غندنه کړې او غوښتنه یې کړې وه چې هغه دې په خپلو خبرو بخښنه وغواړي.

او په پاکستان کې د خبريالانو مرکزي اتحاديې (پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس، پي اېف يوجی) د ژورنالسټانو په اړوند پوځي ویاند بيان رد کړی او ویلي يې ؤ دغو څرګندونو د ژورنالسټانو ژوند په خطره کې اچولی دی.

اقبال خټک وايي دوی ګڼي چې په ژورنالسټانو او په میډيا باندې فشار راوستل ښايي چې ځينې قوتونه د دې لارې د راتلونکو انتخاباتو په اړوند خلکو ته سم مالومات ونه رسوي.

نوموړي وايي په داسې وخت کې چې په پاکستان کې په بله میاشت کې عام انتخابات راروان دی په داسې حالاتو کې په ژورنالسټانو او ميډيا فشار اچول د ټاکنو په سوتره والي سوالونه راپورته کوي.

پاکستان د وړاندې د نړۍ په هغو هېوادونو کې شماريږي کوم چې د خبريالانو دپاره خطرناک ګڼل کيږي او هلته ميډيا د فشار او ګواښونو سره مخ ده.