پېښور هايکورټ: حکومت دې د سکول ماشومانو د بستو د وزن ټاکلو ته قانون جوړ کړي

پېښور ــــ پېښور هايکورټ په سکولونو کې د داخلو ماشومانو د بستو يا بېګونو د وزن يو خاص حد مقرر کولو په لړ کې د پښتونخوا صوبايي حکومت ته د قانون جوړولو امر کړی دی.

د هايکورټ ډويژن بينچ چې جسټس قیصر رشيد او جسټس محمد ابراهيم خان باندې مشتمل وو صوبايي حکومت ته د قانون جوړولو دپاره څلور مياشتې وخت ورکړی دی.

د سکول ماشومانو د درنو بستو په ضد پېښور هايکورټ کې درخواست جمع کوونکي وکيل معمر جلال په خپل درخواست کې ویلي، ماشومان مجبوره کړل شوي چې د 12 نه تر 20 کیلوګرامه وزني بېګونه سکولونو ته ورسره یوسي. وکیل جلال وایي:

"کتابونه چې هر څومره وي وزن یې د لس يا دوولس کیلوګرامو نه سېوا باید نه وي، چې د ماشوم خپل وزن دی ځکه چې دا يو نړيوال قانون دی. په انډيا کې په 2006م کال کې او سريلنکا چې د اېشيا دومره ترقي يافته هېواد هم نه دی هلته په 2011م کال کې باقاعده په دې قانون جوړ شوی".

معمر جلال وایي، ده پخپل درخواست کې دا هم ويلي چې که پاکستان يا د پښتونخوا حکومت دا قانون نه جوړوي نو په هند او سریلنکا کې چې کوم قوانین دي د هغوی اصول دي نافذ کړي.

د مقدمې د په اورېدنه کې جسټس قیصر رشيد په خپلو څرګندونو کې وويل چې د مېډيکل رپورټ تر مخه د وزني بستو په اوچتولو د ماشومانو په صحت خراب اثر کېږي او د ماشومانو وده هم ورسره متاثره شي.

د پېښور تنوير احمد- چې ماشومان یې په يو شخصي سکول کې داخل دي- وايي، د عدالت فيصله د ستاينې وړ ده. نوموړی د صوبايي حکومت نه په دې اړه زر تر زره د قانون جوړولو غوښتنه کوي:

"زما په خيال دا فیصله به د ماشومانو په حالت باندې ډير ښه اثر وکړي وي، ځکه چې دا مشومان دي کمزوري دي او په سکولونو کې تاسو وګورئ ډېر غټ غټ بېګونه یې ورکړي وي، نو هغه هسې هم د دوی د ملا هډ خو ډېر کمزورې وي په دې عمر کې. کېدی شي اوس ډېر ماشومان داسې وي چې هغوی به د دې وزن د لاسه مسائل ناروغ شوي وي".

د مقدمې د اورېدنې په وخت د پښتونخوا چيف سیکرټري وویل، چې دا ډېره مهم مسله ده او صوبايي حکومت به د سکول بېګونو وزن مقرر کولو د پاره ډېر زر قانون جوړکړي.

د پېښورهايکورټ د مقدمې اورېدنه د جولای مياشتې تر دویمې نېټې پورې ځنډول شوې ده او په رتلونکې اورېدنه کې به جایزه اخيستل کېږي چې ايا صوبايي حکومت صرف کاغذي کاروايي کړې که یې په صحيح توګه په دې اړه قانون نافذ کړی.