سوله ييزه ټولنه اولسي تړون او جمهوري ټولنه جديد تعليم ته اړتيا لري

د تعليم او سياسي چارو کار پوهان وايي، د سوله ييزه ټولنې دپاره ولسي تړون او جمهوري ټولنې دپاره ځوانانو ته جديد يا نوی تعليم ورکول اړين دي.

پېښور پوهنتون کې د تعلیم او سياسي چارو کارپوهانو سره د پوهنتونونو زده کوونکو او غېر دولتي ادارو کار کوونکو په سوله ييزه او جمهوري ټولنه راجوړولو بحث کړی دی.

د بحث دپاره دا غونډه يوه غېر سرکاري څيړنېزې ادارې (تنظيم سنټر فار ريسرچ اينډ سيکيورټي سټډيز) جوړه وه چې پکې د خېبر پښتونخوا د ۳۰ پوهنتونونو نه راغلو هلکانو او جينکو او استازانو ګډون وکړو.

د ولسي تړون په اړه په صوابۍ پوهنتون کې د سولې او شخړې (پيس اينډ کنفليکټ ريزولوشن سټډيز )د څيړنيزې څانګې استاز مراد علي ويلي چې د خلقو ترمينځه موجود اختلافات او کرکه د سماجي تړون په پرمختګ کې لويي خنډان دي.

وي اوای ډیو ه سره په خبرو کې نوموړي وويل، چې په راتلونکي وخت کې د دغو اختلافاتو د مخنیوي دپاره پکار ده چې د ځوانانو سوچ او پوهه د تعليم د لارې بدله کړی شي.

په غونډه کې برخه اخستونکي د پېښور اسلاميه کالج پوهنتون د قانون د څانګې زده کوونکي جابرخان وېنا وه چې د سماجي يا ټولنيز تړون د پاره د رياست سره سره مذهبي مشران هم بايد په کې رول ادا کړي ځکه چې په دې ټولنه کې يا خو خلق د جرګو احترام کوي يا د مذهبي مشرانو خبره اوري.

د ټولنې څخه د کرکې ختمولو په اړوند د مردان د ښځو د پوهنتون ( وومن يونيورسټي) زده کونکې مشال سعيدوايي چې د معاشرې نه د کرکې عوامل ختمولو د پاره پکار دي چې د نارينو ترڅنګ زنانو ته هم د تعليم او پوهې ترلاسه کولو پوره پوره موقعې ورکړې شي.

د سنټر فار ريسرچ اينډ سيکيورټي سټډيز پروګرام منېجر شګفته خليق وايي چې په روانو حالاتو کې ځوانان يوه داسې طبقه ده چې په ټولنه کې د عدم برداشت د مخې نيولو توان لري او په ټولنه کې چې کوم لساني، نسلي او مسلکي تفريق شتون لري هغه د پوهې ترلاسه کولو سره د مثبت سوچ په مرستې سره هم ختمولی شي.

د غونډې د ګډون والو په وېنا د غېر سرکاري تنظيمونو سره سره په حکومتي کچه هم داسې بحثونو او ناستو ته اړتيا لري په کومو کې ځوانان د يو پرامنه ټولنې جوړولو او عام ولس کې د برداشت پېدا کولو په لړ کې عملې پوهه ترلاسه کړي.