پاکستان: "حکومت په ښځو، ماشومانو او نرښځیانو د تشدد د مخنیوي قانون په منظورولو کې ناکامه دی"

پېښور ــــ د بشري حقنو فعالين وايي په پاکستان کې د انساني حقوقو نړيواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې د هيواد په بېلابېلو سيمو کې بشري حقونو تر پښو لاندې کولو په پېښو کې ورځ تر ورځې زياتوالی راځي خو وایي حکومت د داسې ډول پېښو د مخنیوي دپاره د کوټلو ګامونو په پورته کولو کې ناکامه ښکاري.

په پېښور کې د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په مناسبت غونډې په مهال د بشري حقونو فعال تېمور کمال وي او اې ډيوه ته وويل چې په ټولنه کې د انساني حقوقو دپاره کار کوونکي خلک په زوره تښتول کېږي خو حکومت په دې اړه څه قسم معلومات نه لري.

ښاغلی کمال وایي په ماشومانو او زنانو د جنسي او جسماني تشدد پر ضد قوانین لا تر اوسه هم د ځنډ ښکار دي چې له وجې یې په زنانو د تشدد او کم عمرۍ په ودونو کې زیاتوالی راغلی:

"ادریس خټک د بشري حقونو فعال وو چې د نومبر له 13مې لادرکه دی او نور که وګورو زرګونه خلک بې درکه دي خو له حکومت سره هیڅ جواب نه شته چې دا خلک چرته دي".

د روان کال د جون په میاشت کې په پاکستان کې په زوره د بې درکه کړل شوو کسانو د معلومولو په موخه جوړ کمېشن ويلي وو دوی د 6156 بې درکه کسانو په قضیو کې 3938 کسانو معلومات کړي دي.

په پېښور کې مېشت واجد نمکين نومې خواجه سرا- چې په دغه غونډه کې یې ګډون کړی وو- وي او اې ډيوه ته وويل چې صوبايي حکومت د نرښځیانو د حقونو د خوندي کولو او په دوی باندې د کېدونکي زور زياتي د مخنيوي په لړ کې کومې ژمنې کړې وې هغه لا تر اوسه نه دي پوره شوې:

"په ټولنه کې که د حکومت په ادارو کې وي او که عام خلک وي له موږ سره هغسې د تعصب رویه ساتل کېږي، موږ غوښتنه کړې وه چې موږ ته دې په نوکریو کې 2 فیصده برخه راکړل شي هغه هم را نه کړل شوه".

د نرښځیانو د حقونو دپاره کارکوونکو تنظيمونو د شمېرو تر مخه په تېرو پينځو کالو کې 68 نرښځیان په خېبرپښتنونخوا کې وژل شوي او د دې تر څنګ يو شمېر د جنسي او جسماني تشدد ښکار شوې دي.

د غونډې په مهال د خېبر پښتونخوا د صوبې قانون وزير سلطان محمد خان وینا وه چې د بشري حقونو د خوندي کولو په اړه يې قانون سازي کړې ده او د عملي کولو دپاره متعلقه ادارې چمتو دي.

سلطان محمد خان دا هم وويل چې د بې درکه خلکو کېسونه باقاعده په عدالتونو کې اورېدل کېږي او عدالت بې ګناه خلک خوشي کوي:

"د کورني تشدد مسوده باندې په صوبایي اسمبلۍ کې بحث شروع دی ډېر ژر به منظور شي، د بې درکه خلکو په اړه به دا ووایم چې ځینې خلک پخپله خوښه هم له کوره تللي وي او پته یې نه لګي، څه کېسونه به داسې وي چې عدالت ته درخواست ورکړل شي د هغوی پته هم ولګي".

په پېښور کې د ښځو د حقونو دپاره د کارکوونکی غېرسرکاري تنظيم عورت فاونډېشن د شمېر تر مخه په صوبه کې روان کال په ښځو او ماشومو جينکو د تشدد په پېښو کې د تېر کال په پرتله 20 فيصده زياتوالی راغلی او په تېرو 11 کالو کې څلور زره او څه د پاسه پينځه سوه زنانه د ډول ډول تشدد ښکار شوې دي.