خیبر پښتونخوا کې د وکیلانو کار بندیز څه ګټې اؤ‌ څه زیانونه لري؟

خیبر پښتونخوا کې نن په وومه ورځ هم د وکيلانو کار بندیز یاهړتال دوام لري اؤ د ځېنو وکيلانو په وینا په عدالتونو کې د کار بنديز له امله که يو خوا په ججانو د مقدمو بوج سیوا کېږي نو بلخوا هغه خلق هم د دې لا کبله اغېزمن کېږي چې عدالتونو کې یې د مقدمو د پاره خواستونه جمع کړي دي.

د خېبر پښتونخوا بار کونسل عدالتونو کې دهړتال په مهال محکمو ته د وړاندې شوؤ وکيلانو خلاف دکارروایۍ کولو ګواښ هم کړی خو ددغه ګواښ باوجو ګڼ شمیر وکيلان د کاربنديز مخالفت کوي۔

وائس اف امريکا ډيوه نيوز سره دخبرو په مهال د پېښور هايي کورټ ايډوکېټ سيف الله محب کاکاخيل وویل چې په ټولو عدالتونو کې کار بند يز پېل کول نه دي پکار ځکه چې دې سره نه يوازې عام ولس اغېزمن شي بلکې په عدالتونو کې د مقدمو فېصلې هم د ځنډ ښکار شي.

هغه وايي که چېرې اړونده محکمو کي هړتال وکړل شي نو د هغې به زيات اثر وي.

د ياد عدالت يو بل وکيل اياز خان وايي چې د هړتال نه وړاندې عام اولس په دې خبره پوهول غواړي چې په ديواني مقدمو کې کوم داسې بدلون شوی چې د هغې بد اثر ددوي په مقدمو کېدلی شي او دا چې د منشياتو په قانون کې کوم بشرې حقونه د عام ولس نه اخستل شوې دی.

دخېبر پښتونخوا بار کونسل د روانې مياشتې اتمې نيټې راهسې په ټوله صوبه کې د صوبايي حکومت د ديوانې مقدمو په قانون کې د بدلون او د منشياتو پر ضد په قانون کې د ملزم د پاره د ضمانت نه ورکولو دمادې پرځايي کولو خلاف کار کار بنديز پېل کړېدی.

د جنوبي وزيرستان امان الله وايي چې پېښور هايي کورټ کې یې مقدمه روانه ده ولې د هړتال له وجې دوه ځله د هغې سماعت يا اوریدنه ملتوي شوه.

هغه وايي چې د کېس ځنډيدو له امله د مالي زيان او ذهني فشار سره مخ دی.

وکيلان وايي چې د ديواني مقدمو په قانون کې بدلون سره په يادو کیسونو کې د خلقو نه په ډسټرکټ کورټ کې د اپيل کولو حق اخستل شوی دی.

هغوي دا هم وايي چې د منشياتو پرضد قانون کي د ملزم نه د ضمانت حق اخستل د بشري حقونو څخه سرغړونه ده او دا چې داسې ډول کېسونه هايي کورټ ته حواله کولو سره به په ياد عدالت د کېسونو بوج نور هم سیوا شې چې له امله به یې مقدمې د ځنډ ښکار وي۔

بلخوا د خېبرپښتونخوا صوبايي حکومت دريځ خپلوي چې د منشياتو قانون کې د سختۍ راوستو مقصد په ټولنه کې په يادو موادو قابو موندل دي او د ديواني مقدمو په فيصله کولو کې چې به کوم کالونه لګيدل هغه به د ديواني مقدمو په قانون کې بدلون راوستو سره وس په لږ وخت کې فيصله کېږي.