د بلوچستان اپوزیشن ګوندونه: که ګېس را نه کړل شي پر نورو صوبو یې هم بندوو

کوټه + واشنګټن ـــ د بلوچستان اسمبلۍ اپوزیشن غړو او د وزیراعلی مرستیال د واورو د سختې یخنۍ له کبله په صوبه کې د ګېس او بجلۍ د کمښت له کبله د حکومت په ضد د احتجاج اعلان کړی او ګواښ یې کړی چې د صوبې له سویي ضلعې به د هېواد نورو برخو ته د ګېس رسولو چارې وځنډول شي.

په کوټه پریس کلب کې یوې ګډې خبري غونډې ته د وینا په مهال له جمعیت علمای اسلام ګوند سره تړاو لرونکي د اپوزیشن مشر ملک سکندر ایډوکېټ وویل چې مرکز د بلوچستان اندېښنو ته پاملرنه نه کوي، وایي مرکزي حکومت دې 'خپل چلند' بدل کړي. ملک سکندر وویل:

"که په دې دومره زیات یخ کې د کوټې ښار خلک له ګېس او بجلۍ بې برخې شي نو پخپله به ځو د ګېس دفتر مخته به احتجاج کوو او دا احتجاج به بیا تر هغه وخته جاري وي چې خلکو ته ګېس نه وي ورکړل شوی".

په دې خبره غونډه کې د جمعیت علمای اسلام په ګډون د هزاره ډیموکرېټک ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بلوچستان نېشنل ګوند او تحریک انصاف ګوند د اسمبلۍ غړو ګډون کړی وو، چې په د مرکزي ښار کوټې په ګډون یې د صوبې په سړو سیمو کې د ګېس او بجلۍ پر کموالي سخته اندېښنه څرګنده کړې ده.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اسمبلۍ غړي نصرالله زېري خبري غونډې ته ویلي، په هېواد کې دا وخت درې نیم زره ملینه کیوبیک فوټه ګېس پیدا کېږي خو وایي بلوچستان ته یواځې 190 میلین کیوبیک فوټه ګېس ورکول کېږي، چې وایي له کبله یې د صوبو په هغو محدود سیمو کې- چې ګېس لري- د ګېس پرېشر کم دی او په ژمي کې د خلکو د مړینې سبب کېږي:

"د ګېس د کمي له کبله چې خلک له څه ډول ستونځو سره مخ دي هغه د بیانولو نه دي، خلک او خصوصاً ماشومان له یخه مړه شوي، د ګېس پرېشر باید زیات شي. په بلوچستان کې په 1954م کال کې ګېس پیدا شو او په 1984م کې کوټې ښار ته راغی خو نن موږ ته خپل ګېس نه راکول کېږي چې دا د آیین د 58مې مادې بشپړه سرغړونه ده".

د اپوزیشن ګوندونو غړو ګواښ کړی چې د جنوري پر 19مه به له خلکو سره یو ځای احتجاج او لاریونونه وکړي خو وایي که چېرې سویي سدرن ګېس کمپنۍ او د بجلۍ اداره کېسکو په کوټه او ځینو نورو ښارونو کې د ګېس او بجلۍ کموالی پوره نه کړي، نو دوی به د هېواد نورو برخو ته د ګېس ورتلل وځنډوي.

د اپوزیشن ګوندونو غړو دعوه وکړه چې په وروستیو کې په کوټه ښار کې د ګېس د کموالي له کبله 12 تنه له یخه مړه شوي دي، خو وایي د ګېس کمپنۍ په دې برخه کې هیڅ سنجیده ګامونه نه اخلي.

د بلوچستان د بجلۍ ادارې کېسکو چارواکو د اپوزیشن ګوندونو له غړو سره تر لیدو وروسته ژمنه کړې چې د بجلۍ د کمي د پوره کولو لپاره به ژر په صوبه کې 10 نور فیډره ولګوي، خو د ګېس دفتر چارواکي تر اوسه د ګېس د کمښت د پوره کولو په اړه د اپوزیشن ګوندونو د شکایتونو په جواب کې څه نه دي ویلي.