د صحت پوهان: په خیبر پښتونخوا کې د کرونا وایرس د مړینې لوړې کچې علت د ناروغانو په وخت سره روغتونونو ته نه رسیدل دي

 د روغتیا پوهان وايي څومره چې د کرونا وايرس زيات ټيسټونه وشي هغه هومره په دې رنځ قابو بيا موندلې شي

د صحت چارو پوهان وايي په خیبر پښتونخوا کې د کرونا وایرس د ناروغانو د مړینې شمیره ځکه لوړه ده چې په دې رنځ اخته تنان يا خو د خپلې ناپوهي او يا د وسائلو د کمې له امله په وخت روغتونونو ته ځان نه رسوي. دغه پوهان زیاتوي چې وروسته د علاج د پاره د وخت د کمي له کبله د کرونا وایرس ناروغان ژوند د لاسه ورکړي.

د روغتیا پوهان وايي څومره چې د کرونا وايرس زيات ټيسټونه وشي هغه هومره په دې رنځ قابو بيا موندلې شي.

په دې اړه د پېښور خېبر مېډيکل پوهنتون د عامې روغتيا يا پبلک هېلت څانګې مشر پروفېسر ضيا الحق وي او ای ډيوه ته وویل :

" په خېبر پښتونخوا کې د کرونا نه د مړینې شرح څه کم شپږ فيصده ده او په نور ملک کې دوه فيصده ده، که اوسط مونږ وګورو نو په هسپتالونو کې د دوی قيام کول د مرګ نه مخکې د يو ورځ دی، لکه سړې چې نن داخل شي نو سبا له په حق ورسي. او په نورو ملکونو کې مونږ وګورو نو دا د پنځه ورځو نه تر ۱۵ ورځو پورې وي، د دې نه خو يوه دا خبره ثابته شوه چې خلک هسپتال ته په وخت نه ځي، او کله چې علامات د دوی ښکاره شي نو هله روغتون ته لاړ شي" .

نوموړي زياته کړه چې حکومت له پکار دې چې د صوبې په هره ضلع کې د معاینې او ټيسټونو د پاره مرکزونه وټاکي، دې سره به ناروغان په وخت مخې ته راشي او علاج به يي په سمدستي توګه ترسره کېږي۔

پروفېسر ضيا الحق وایي: " ټيسټونه چې کوم کېږي هغه که د ډويژن په کچه، د ضلع په کچه شروع شي نو ټېسټ به زر کېږي او خلکو ته به زر ملومیږي، اوس خو حکومت هغه چاته تيسټ کوي چا کې چې علامات ښکاره شي. په ډېرو خلکو کې علامتونه زر نه ښکاره کېږي نو دلته چې هسپتال ته راشي نو ډېر کم وخت ورسره پاتې وي، نو څو پورې چې تاسو زيات ټيسټونه نه کوې نو د دې وبا مقابله ممکنه نه ده".

د طب ماهرين وايي په خېبر پښتونخوا کې زياتره هغه تنان د کرونا وايرس له وجې مړه شوي دي د چا عمرونه چې د ۶۰ کالو نه زيات وو او دې نه وړاندې یې هم څه نه څه ناروغۍ لرله.

د پېښور حيات آباد مېډېکل کمپلکس ډاکټر محمد اظهار وي او ای ډيوه ته وويل په ځيني خلکو کې د کرونا وايرس نښې ښکاره کېدو باوجود هم دوی نه هسپتال ته ځي او نه هغه احتياط لارې خپلوي کوم چې دوی ته وخت په وخت ښودلې کېږي. نوموړې وايي د اغیزمنه تن په وخت علاج نه کېدو له کبله يا خو مړ شي يا ژوندې پاتې شي خو د خپلې بې احتياطې له امله يي نزدې نور خلک هم د ځان سره د وايرس نه اغېزمن کړي وي.

ډاکټران وايي په پاکستان کې د کرونا وبا په لومړیو ورځو کې به دا ناروغي په هغه خلکو کې کې لیدل کیده چې د بهر سفر یې کړی و، خو اوس د ۶۰ فيصده نه زياتې د کرونا پېښې په ځاي توګه د يو تن نه بل تن ته ور پورې شوي دي.

د صحت چارو پوهان زياتوي که چیرې خلک احتیاط ونلري او د حکومت په هداياتو/ لارښوونو عمل ونه کړي نو دا ناروغي به په ټولنه کې دومره خپوره شي چې د دې کنټرول به ممکن نه وي.