پېښور هائېکورټ ددفاع وزارت نه یوه میاشت کې پوځي عدالتونو نه دسزا وار شوؤ تنانو ریکارډ غوښتی

د وکيلانو د وېنا ترمخه عدالت ويلي که چرې اړونده ريکارډ په ټاکلې موده کې جمع نه کړل شو نو د کېس په سر د ورځي په حساب سره به لس زره روپې جرمانه لګولې کېږي۔

دپاکستان پوځي عدالتونو لخوا د ترهګرۍ په تور سزا شوي څه د پاسه ۱۲۰ تنانو په کېسونو کې د پېښور هايي کورټ چيف جسټس وقار احمد سیټهـ او جسټس ناصر محفوظ د قضي د اورېدنې په مهال د دفاع ورازت ته په يو مياشت کې د دغو مقدمو د ريکارډ جمع کولو مهلت ورکړی دی.

د وکيلانو د وېنا ترمخه عدالت ويلي که چرې اړونده ريکارډ په ټاکلې موده کې جمع نه کړل شو نو د کېس په سر د ورځي په حساب سره به لس زره روپې جرمانه لګولې کېږي۔

پېښور هايي کورټ د يادو مقدمو اورېدنه د سپتمبر د ۸ نېټې پورې ځنډولې ده.

د پوځي عدالتونو لخوا د ترهګرې په تور دسزا شوؤ تنانو د کېسونو اورېدنې په اړه د پېښور هايي کورټ اېډوکېټ شبير حسين ګګياني وي او ای ډيوه ته وويل چې د ځيني کېسونو د ريکارډ د نشوالي له امله د کېس د اورېدنې نېټه بدله کړی شوه.

شبير حسين ګګياني وايي: " خواوشا د۱۲۲ کېسونو سماعت ؤ او دسماعت په دوران کې نه دې کې ريکارډ وکيلانو ته ورکړی شوی او نه معزز عدالت ته۔ د ۵۰ کېسونو ريکارډ وړاندې کړل شوی"

شبیر حسین وایي د دې وجې نه اوریدنه ملتوي شوې او د سپتمبر اتمه نېټه دبلې اوریدنې دپاره ټاکل شوې ده.

دیاد وکیل په وینا "عدالت ویلي چې که يوه مياشت کې تاسو رېکارډ جمع نه کړو نو بيا به يوه مياشت وروسته په تاسو جرمانه لګي او هغه به خزانه کې جمع کولې شي"

د پېښور هايي کورټ وکيلان وايي چې د ترهګرۍ په تور سزا شوؤ دغه تنانو ته د پوځي عدالتونو لخوا د ۵ کالو نه تر عمر قيد پورې او ځينو ته په کې د مرګ سزاګانې هم اورول شوې دي۔

کال ۲۰۱۴ کې د پېښور په ارمي پبلک سکول د ترهګرو د حملې وروسته ۲۰۱۵ کې پارليمان يويشتم ائيني ترميم منظور کړو او د پوځي عدالتونو اختيار يي نور هم وغځولو او په ترهګرو يي پوځي عدالتونو کې د مقدمو منظوري ورکړه.

له دې وړاندې د پاکستان پوځي عدالتونو ته د پاکستان ارمي اېکټ ۱۹۵۲ لاندې يوازي د پوځي مامورینو د جرمونو اورېدو اختيار ترلاسه ؤ.

د پوځي عدالتونو لخوا دسزا شوؤ تنانو د کېسونو په اړه د پېښور هايي کورټ يو بل وکيل سجيد خان آفريدي وي او ای ډيوه ته وويل د پوځي عدالتونو لخوا سزا شوؤ دغه تنانو ته د پاکستان د ائين د ۱۰ مادې مطابق پوځي عدالتونو کې د اپېل او دليل حق نه دی ورکړل شوی نو ځکه يي هايي کورټ ته رجوع وکړه.

نوموړې وايي" نه خو دې دوسیو کې تورنو دتورونو کسانو په ضد ګواهانو نه دجرحې موقعه ورکړل شوې اؤ نه ورته دخپلې خوښې د وکیل کولو حق ورکړل شوی ځکه دا سزاګانې دبدنیتۍ په اساس بلل شوي"

د روانې مياشتي په لسمه نېټيه پېښور هائیکورټ د پاکستان دپوځي عدالتونو لخوا دسزا شو ۱۹۶ تنانو د خوشي کولو په اړه تفصيلي فېصله جاري کړې وه،خو تېره ورځ د پاکستان سپريم کورټ د پوځي عدالتونو لخوا سزا شوې تنانو د خوشي کولو په اړه د پېښور هايي کورټ دغه فېصله ناچله ګرځولې وه.

په يادو کېسونو کې د پېشي کونکو وکيلانو په وېنا پېښور هايي کورټ د پوځي عدالتونو نه دسزا شوؤ 70 تنانو نه پرته دترهګرې په تور دسزا شويو نورو تنانو سزا ګانې په کال 2018 کې کالعدم ګرځولې وې،

وروسته بيا مرکزي حکومت د پېښور هايي کورټ ددغې فېصلې پر ضد په سپريم کورټ کې اپيل کړی ؤ او سپريم کورټ هغه فېصله لا تر دې دمه په ځائ ساتلې ده