پېښور هایکورټ دفاع وزارت ته امر کړی د ادریس خټک په اړه دې معلومات د اګست تر 10مې جمع کړي

پېښور ـــــ د پېښور هايکورټ چيف جسټس وقار احمد سېټ د بشري حقونو د بې درکه مبارز ادریس خټک د قضې د اورېدنې په مهال د دفاع وزارت ته امر کړی چې د نوموړي د بندي کولو په اړه دې د اګست تر ۱۰مې نېټې پورې خپل ريکارډ له عدالت سره جمع کړي.

د ادريس خټک وکيل لطيف اپريدی وايي، پوځي استخباراتي ادارې دا خبره منلې ده چې د ده موکل یې د پوځي سرکاري رازونو د رسوا کولو د قانون په بنیاد ګرفتار کړی دی.

ياده دې وي په وروستيو کې پېښور هایکورټ هغه درخواست رد کړی وو چې پکې د ادریس خټک د مخې ته راوستلو او عدالت ته د وړاندې کولو غوښتنه شوې وه، عدالت ویلي وو چې د پوځي قانون له مخې نیول شوی تن سېول عدالت نه شي را بللای.

د کېس د سماعت په اړه د ډيوه خبريال عبدالرزاق د ادریس خټک له وکیل لطيف اپريدي اېډوکېټ سره خبرې کړې دي:

Your browser doesn’t support HTML5

له لطیف اپریدي سره مرکه