د ادریس خټک په اړه د دفاع وزارت ریکارډ عدالت ته سپارل شوی، بله اورېدنه د اکتوبر په دویمه

پېښور ــــ د پېښور هايکورټ چيف جسټس وقار احمد سېټ په عدالت کې د بشري حقونو د مبارز ادريس خټک د بې درکۍ د کېس اورېدنه شوې، د اورېدنې په مهال سرکاري وکيل د ادريس خټک د کېس په اړه د دفاع وزارت له خوا ريکارډ عدالت ته سپارلی او د کېس سماعت د اکتوبر تر دویمې ځنډول شوی دی.

د ادريس خټک د وکيل په وینا پوځي استخباراتي ادارې دا خبره منلې چې ادریس خټک د پوځي سرکاري رازونو د رسوا کولو د قانون 1923م په بنیاد پوځي استخباراتي ادارې (ایم ای) ګرفتار کړی دی.

د بشري حقونو د مبارز ادريس خټک د بې درکه کېدو په کېس کې پېشي کوونکي وکيل طارق افغان وي او اې ډيوه ته وويل، د مقدمې د تېرې اورېدنې په مهال د پېښور هايکورټ چيف جسټس وقار احمد سېټ د دفاع وزارت ته امر کړی وو چې د نوموړي د کېس په اړه دې ټول ريکارډ عدالت کې جمع کړي:

"اسټنټ اټارني جنرل قاضي بابر ارشاد هغه ريکارډ د ادريس خټک د مقمدمې په بنده لفافه کې چيف جسټس ته حواله کړو، چيف جسټس هغه په پرانیستي عدالت کې خلاصه کړه او له فایل سره يې ولګوله، بيا مونږ درخواست ورکړو چې دا زمونږ بنيادي حق دې د دې ريکارډ دې مونږ ته راکړل شي نو هغه بيا هغه امر وکړ چې د دې ريکارډ يوه کاپي کوم دې مدعي يا د هغه وکيل ته ورکړل شي".

د ادریس خټک وکيل وايي تېر کال د نومبر په 13مه نېټه هغه په صوابۍ انټر چينج له خپل ډريور سره نامعلومه کسانو وتښتاوه چې ډرېور یې وروسته خوشی کړ، خو د ده درک اووه میاشتې وروسته ولګېد چې پوځي استخباراتي ادارې (ایم ای) یې د نیولو او له ځان سره ساتلو اعتراف وکړ.

په ياد عدالت کې د ادريس خټک په کېس کې پيشي کوونکي يو بل وکيل لطيف اپريدي اېډوکېت وي او اې ډيوه ته وويل چې د پوځي ادارو له خوا د هغه د مؤکل په ضد مقدمه چلول به په هايکورټ کې چېلنج کوي:

"د افيشل سيکرټ اېکټ 1923م کال په بنیاد د پوځيانو سره دا اختيار نه شته چې هغه په چا کېس وچلوي نو چې د هغو سره اختيار نه شته بيا څنګه په ده [ادریس خټک] باندې کورټ مارشل کوي، دا مونږ چېلنج کوو او دا کېس به په ورځ دوه کې داخل کړم".

نوموړي مخکې وويل: "هغوی خو وايي چې په جهلم کې به پرې مقدمه چلوو، نيولی یې د پښتونخوا نه دی، سړی د پښتونخوا دی او بیایي به يې جهلم ته، نو مونږ به دا ټولې خبرې چېلنج کوو".

د دې نه وړاندې لطيف اپريدي د ادريس خټک په کېس کې د شوي سماعت په اړه وي او اې ډيوه ته ويلي وو چې د هغه مؤکل د پوځ ملازم نه وو او نه يې چا پوځي افسر سره تعلق درلود نو څنګه یې پټ معلومات رسوا کړي دي:

"ما عدالت ته وويل چې يو ادريس خټک په يو فوج کې هم نه دی، لکه په اېرفورس کې نه دی، په سمندري فوج کې نه دی، په بري فوج کې نه دی او يو سول سړی دی نو په ده باندی په دې کېس کې مقدمه تر هغه وخته نه شي چلېدای چې د ده سره فوجيان په رازونو رسوا کولو يا جاسوسۍ کولو کې شامل نه وي".

ياده دې وي په وروستيو کې د پېښور هایکورټ جسټس اکرام الله خان يو بل هغه درخواست رد کړی وو چې پکې د ادریس خټک د مخې ته راوستلو او عدالت ته د وړاندې کولو غوښتنه شوې وه، عدالت ویلي وو چې د پوځي قانون له مخې نیول شوی تن سېول عدالت نه شي را بللای.