وکیلانو ته دې پوځي عدالتونو څخه دسزاوارو کسانو دمقدمو ریکارډ وښودل شي،دپېښور هائیکورټ امر

دپېښور هايي کورټ دوه کسيزه بېنچ ددفاع وزارت ته امر کړی چې د ترهګرۍ په تور د پوځي عدالت لخوا دسزا شويو کسانو ريکارډ دې اړونده وکيلانو ته د معلوماتو اخستو د پاره وښودل شي.

په جسټس لعل جان خټک او جسټس محمد ابراهيم خان مشتمل دغه بېنچ د پوځي عدالت نه په سزا د رسؤل شويو 150 کسانو د مقدمو اورېدنه وکيلانو ته دريکارډ نه ترلاسه کېدو له امله د جنورۍ 14 مې نېټې پورې ځنډولې ده.

د پېښور هايي کورټ وکيلان وايي د ترهګرۍ په تور سزا شويو دغه تنانو ته د پوځي عدالت لخوا د پنځوو کالو نه تر عمر قيد پوری او ځينو ته پکې د مرګ سزاګانی هم اورول شوي دي.

د سزا شويو کسانو خپلوان د عدالت نه غوښتنه کوي چې کوم کسان د رياست خلاف په عملياتو کې ککړ ثابت شي هغوئ ته دې دقانون مطابق سزا ورکړي او کوم چې بېګناه دي نو هغه دې خوشي کړل شي.

ددې مقدمو پرمخ وړونکي وکيلان وایي د ترهګرۍ په تور نيول شوي دغه 150 هغه بندي تنان دي چې قضیې یې د ريکارډ د نشتوالي له امله د ځنډ ښکار دي

ددې په څېر مقدمو کې د پېښور هايکورټ پخواني چيف جسټس وقار احمد سیټهـ د روان کال دجون په مياشت کې د موجود ريکارډ په اساس د نورو 196 تنانو سزا ګانې ختمې کړې وې او دهغو دخوشې کولو امر يې کړی و.

د قضېو د اورېدنې په اړه د پېښور هايي کورټ اېډوکېټ شبير حسين ګګياني وايس اف امريکا ډيوه سره خبرو کې وويل:

" وړاندې طريقه کار دا ؤ چې دوئ به ريکارډ راوړو او وکيلانو به ترې معالومات واخستل نو له دې امله هايي کورټ حکومت ته دا امر وکړو چې دراتلونکي خالي په ورځ په 12م دسمبر او بيا چې کومه بله د خالي ورځ ده په 19م دسمبر نو په دغه ورځو دې ريکارډ راوړي او وکيلانو ته دې وښايي چې هغو ترې مالومات ترلاسه کړي"

نوموړي زياته کړه د پېښور هايي کورټ مخکیني چيف جسټس وقار احمد سیټهـ ځکه د پوځي عدالت لخوا سزا شوي تنانو خوشي کولو امر کړی ؤ چې د پوځي عدالت سره دا اختيار نه ؤ چې د کال 2015 نه وړاندې د ترهګرۍ په تور نيول شوؤ تنانو ته سزا ورکړي.

هغه وايي د پېښور هايي کورټ دغه فېصلې سپريم کورټ د حکومت په خواست ودرولې دي.

دنوموړي په وینا"دا دکومو 74 او بيا 196 پوځي عدالتونو نه دسزا شويو تنانو سزاګانې چې ختم کړل شوې دي او په دوئ باندې چې کوم تورونه لګول شوي وؤ نو هغه تورونه د 2009، 2010 او 2011 وو، هغه وخت پوځي عدالتونه نه وؤ جوړ د قانون لاندې، او هغه وخت پوځي قانون هم دې عام وګړو ته نه ؤ غځول شوی نو ځکه که د هغوئ مقدمې پوځي عدالت وکړې نو هغه د قانون او ائين پرضد دي نو په دغې کې يو نقطه دا وه چې پوځي عدالت سره اختيار نه ؤ"

کال 2014م کې د پېښور په آرمي پبلک سکول د ترهګرو د حملې وروسته په کال 2015 کې پارليمان يويشتم ائيني ترميم منظور کړی او په ترهګرو يې پوځي عدالتونو کې د مقدمو منظوري ورکړې وه.

له دې وړاندې د پاکستان پوځي عدالتونو ته د پاکستان ارمي اېکټ 1952 لاندې يوازې د پوځيانو د جرمونو اورېدو واک ترلاسه ؤ.

د بنو سره تړاو لرونکي سيد حمزه فېصل وي او ای ډيوه ته وويل چې پلار يې په کال 2011 کې امنيتي ځواکونو دترهګرۍ په تور نيولی ؤ، دی وايي پېښور هايي کورټ سره د نورو تنانو د هغه هم د خوشي کولو امر کړی ولې د سپريم کورټ له خوا ددغه فېصلې ودرولو له امله اوس هم په مردان جېل کې بندي دی.

"سپريم کورټ کې ددفاع وزارت لخوا سرکاري وکيل خواست کړې ؤ، نو هلته اوس بينچ مات شوی دی اؤ بينچ ته په انتظار يو چې بينچ جوړ شي"

نوموړی وایي "سېټهـ وقار چې څنګه فېصله کړې وه د قانون مطابق، نو هغه شان مونږ دنورو ججانو نه هم اميد لرو چې هغو به هم فېصله کوي د قانون مطابق او چې د پاکستان خلاف چا هم کار کړی هغوئ ته دې سزا ورکړل شي او کوم چې بېګناه دي هغوئ خوشې کړل شي"

د حکومت لخوا په دغو کېسونو کې پيشي کوونکي سرکاري وکيل د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او ای ډيوه ته په وروستيو کې ويلي وؤ چې د آئين ارټېکل 199 د 5 مادې ترمخه د پوځي عدالت فېصلو پرضد په هايي کورټ کې رټ نه شي کېدلی او دا چې په پوځي عدالتونو کې د ترهګرۍ په تور نيول شوو تنانو ته د قانون مطابق سزا ورکړی شوې ده.