دپېښور دلویې هسپتال ځانګړي کټونه د کرونا دناروغانو څخه ډک شوي،صوبه کې په کرونا وایرس نور ۱۱ کسان مړه

دخېبر پښتونخوا د صحت محکمې د شمېرو له مخې تېر يو شواروز کې کرونا ناروغۍ د صوبې په کچه 11 کسان وژلي او 410 يې اغېزمن کړي چې پکې تر ټولو زياته شمېره د پېښور نه مخې ته راغلې ده.

د ځايي مطبوعاتو له مخې د کرونا وايرس نه په غټه کچه د خلکو اغېزمن کېدو له امله د صوبې ترټولو لويې د پېښور لېډي ريډنګ هسپتال کې د کرونا مريضانو د پاره ځانګړي کړل شوي بېډونه د ناروغانو څخه ډک شوي دي.

دياد هسپتال وياند وايي چې د کرونا مريضانو د پاره اوس هم د علاج سهولت شتون لري خو د تېرې مياشتې په پرتله موجوده وخت کې د مريضانو د داخلې په کچه کې زياتوالی راغلی دی.

هغه وایي که چرې خلکو د احتياط نه کار وا نه خستو نو دوئ سره وېره ده چې د زياتو مريضانو له امله به دغلته علاج کول ممکن نه وي.

د پېښور ايل آر ايچ هسپتال انتظاميې نه دترلاسه شوؤ مالوماتو ترمخه په دغه هسپتال کې د کرونا مريضانو د پاره د250 بېډونو ځانګړې څانګه جوړه کړل شوې چې پکې څه د پاسه 100 مريضان بستر دي۔

انتظامیه وایي موجوده وخت کې د 15 مريضانو درملنه په وينټيلېټرو يا د مصنوعي ساه ورکولو په مشينانو روانه ده.

وايس اف امريکا ډيوه سره خبرو کې د هسپتال وياند محمد عاصم وویل چې د تېرې مياشتې په پرتله اوس په هسپتال کې د کرونا مريضانو د داخلېدو په کچه کې کافي حده پورې زياتوالی راغلی او که چرې د مثبتو پېښو کچه دغه شان په بېړې سره په بره خیژي نو دوئ به د مشلاتو سره مخ شي.

دهغه په وینا "که هسپتال ډېر هم غټ شي خو خپل صلاحيت یې وي د هغې نه سیوا ناروغان نه شي ځائیولی، نو مونږه سره وېره دا ده چې يو خو د پېښور ابادي ډېره ده او بل د ټولې صوبې د خلکو هم په لېډي ريډنګ هسپتال نظر وي نو مريضان زياتره دلته راځي، تېرو پنځوو شپږو ورځو کې مونږه په مريضانو کې ډېره اضافه وليدله"

ویاند وایي"مونږ اوس د کرونا دپاره ځانګړ کړل شوؤ بېډونو کې اضافه کوؤ او چې څومره ممکن وي نو هغه هومره به مونږ د کرونا مريضانو ته د علاج سهولت ورکوؤ"

د روغتیایي چارو پوهان وايي د کرونا وايرس خورېدو د مخنيوي د پاره بايد خلک د مخ پټولو ماسک کارول شروع کړي، بار بار لاسونه وينځي، خپل منځ کې شپږ فټه فاصله ساتي او د ګڼې ګوڼې ځايونو ته د ورتلو نه ډډه وکړي.

په پېښور کې مېشت ډاکټر فضل وهاب وايي چې موجوده حالاتو کې هسپتالونو ته د معمولي ناروغانو دعلاج د پاره ورتلل نه دي پکار ځکه چې د زيات رش له کبله دغه مريضان او هغوئ سره راغلي خلک ځان سره کرونا وايرس کورونو ته وړلی اؤ نور خلک هم په دې ناروغۍ اخته کولی شي۔

" زمونږه خلکو کې يوه غټه مسله دا ده چې بيمار يو وي او ورسره ګڼ خلک راروان وي، پکار خو دا وه چې يو کس ورسره راتلی، خلک د ماسک استعمال هم هغه شان نه کوي او دا کسان راځي او ډاکټر سره ناست وي، او دغه شان طبي عمله چې په هسپتال کې کار کوي دوئ ته ښکاره وي نو يو کس به راغلی وي هغه ته به شوګر وي، فشار خون به وي يا بل څه بيماري به وي او ځان سره به هسپتال نه کور کلي ته کرونا وايرس يو سي"

تېره ورځ دپلان جوړونې مرکزي وزير اسد عمر ويلي وؤ په پاکستان کې د کرونا مثبت کيسونو تناسب د دوو فيصدو نه 7۔8 فيصدو ته رسېدلی دی چې دا د دوؤ مياشتو په مهال څلور چنده زياتوالی دی او دغه شان د کرونا رنځ نه د مرګونو تناسب کې هم اضافه شوې ده۔

د نوموړي وېنا وه که چرې خلکو د احتياط نه کار وانه خستو نو په راتلونکو دوؤ اوونیو کې د ژوند نورې څانګې هم تړل کیدای شي.

په پاکستان کې د سرکاري شمېري ښايي د هېواد په کچه تېرو 24 ساعتو کې 3047 تنان د کرونا وايرس نه ناروغه شوي او دغه دوران 50 تنانو د ياد رنځ له امله ژوند د لاسه ورکړی۔

شمېرې ښايي د ناروغه تنانو شمیره 4 لکه 32 زره او څه د پاسه 300 ته رسيدلې ده او تر دې دمه 8653 په کرونا وايرس اخته تنان په حق رسيدلي دي۔

په خېبر پښتونخوا کې د تازه شمېرو ترمخه د کرونا وايرس نه په مجموعي توګه 51 زره او 172 تنان ناروغه شوي او 1450 تنانو ژوند د لاسه ورکړی دی.