خېبر پښتونخوا کې ۱۲ نور کسان په کرونا وایرس مړه شوي،کڼو طبي‌ مامورینو ته هم وایرس ورپورې شوی

د روغتیا محکمې د شمېرو ترمخه په خېبر پښتونخوا کې دتېرو 24ؤ ساعتو په مهال د کرونا وايرس نه نور 12 تنان مړه شوي او 466 تنانو ته دغه وایرس ورپورې شوی دی پکې تر ټولو زياته شمېره د پېښور نه مخې ته راغلې ده.

په خېبر پښتونخوا کې د صوبايي ډاکټرانو د اتحاديي شمېرې ښايې چې د کرونا وبا د دوهمې څپې په مهال د صوبې په کچه 14 ډاکټرانو د کرونا وايرس له امله ژوند د لاسه ورکړی چې ورسره د مړو شويو ډاکټرانو شمیر 36ؤ ته رسېدلی دی او يو شمېر طبي مامورین ددې رنځ نه ناروغه شوي هم دي.

ډاکټران او د روغتیایي چارو پوهان د حکومت نه غوښتنه کوي چې هسپتالونو کې او پي ډيانې او نور د عمومي سهولتونو څانګې دې وتړل شي چې دا وايرس نورو طبي مامورینو ته ورپورې نه شي.

کار پوهان وايي چې د وبا د ړومبۍ څپې په څېر په روغتونو کې ټيلي مېډيسن يا د انټرنټ د لارې خلکو ته د علاج سهولت ورکولو نظام يو ځل بيا فعالول خورا مهم دي ځکه چې د دغې سهولت سره نه يوازې د خلکو علاج روان وي بلکې د وايرس خورېدو مخنيوي هم ممکن شي۔

د خيبرپښتونخوا د صحت محکمې لخوا جاري شويو شمېرو ترمخه په کرونا وايرس تېر يو شواروز کې 466 کسان اخته شوي او دې سره د ناروغانو مجموعي شمېره 53 زره او253 ته رسېدلې ده۔

ددغه شمېرو ترمخه، په تېرو 24 ساعتو کې په کرونا وایر د 12ؤ نورو کسانو دمړینې سره صوبه کې په دې وایرس د مړؤ شويو تنانو شمېره 1489ته لوړه شوې ده.

په خېبر پښتونخوا کې د ډاکټرانو صوبايي اتحاديي وياند ډاکټر سليم خان يوسفزۍ وي او ای ډيوه ته وويل چې د کرونا وبا د وړمبۍ څپې په پرتله اوس خلک دا مرض ډېر سنجيده نه اخلي او د صحت محکمې لخوا وضع کړل شويو اېس او پيز يا سپارښتنو باندې زياتره خلک عمل هم نه کوي چې له امله يې دا وايرس په چټکتیا سره په ټولنه کې خورېږي.

نوموړي زياته کړه د عام اولس ترڅنګ کرونا وايرس طبي عمله هم په بېړې سره ناروغه کوي او د جولايي را په دېخوا 14 ډاکټران د دې بيمارۍ له وجې مړه شوي دي۔

دی وايي چې په سختو حالاتو کې د خلکو د علاج کولو د پاره د طبي عملې خونديتوب ډېر مهم دی نو بايد حکومت په هسپتالونو کې د بېړنیو څانګو نه علاوه نورې ټولې عمومي څانګې وتړي۔

" په لويو هسپتالونو بوج ډېر سېوا شو او زمونږه چې کومه طبي عمله ده هغه هم تېزۍ سره دې وايرس نه ناروغه کېږي، نو زمونږ د حکومت نه دا غوښتنه ده چې په هسپتالونو کې د اېمرجنسي نه علاوه نور کوم د او پي ډي سهولت دی يا کوم عام اپرېشنونه کېږي هغه بند کړل شي او د کرونا چې کوم مريضان دي يا کوم اېمرجنسي واله مريضان دي هغو ته ترجيح ورکړل شي"

د ډاکټرانو صوبايي اتحاديي د شمېرو ترمخه په خېبر پښتونخوا کې د مارچ د مياشتې نه تر اوسه پورې 36 ډاکټرانو، 4 نرسانو او 7 پېرامېډکس د کرونا وايرس نه ژوند د لاسه ورکړی او څه کم درې زره د طبي عملې غړي يې ناروغه کړي دي۔

پېښور کې مېشت خبريال اشفاق يوسفزئ وايي په هسپتالونو کې د خلکو رش کمولو او د وايرس خورېدو مخنيوي د پاره پکار ده چې په هسپتالونو کې ټيلي مېډيسن يا د انټرنټ د لاري د خلکو علاج کولو نظام دوباره شروع کړل شي۔

وي او ای ډيوه ته هغه وویل" د کرونا چې وړمبۍ کومه چپه وه نو هغې دوران په هسپتالونو کې ټيلي مېډيسن نظام وچلول شو او دغه درې څلورو مياشتو کې ډاکټرانو خواوشا اتوو زرو پورې مريضان معائنه کړي وؤ "

دښاغلي یوسفزي په وینا "دې سره يو دا فايده وي چې مريضان هسپتال ته نه راځي او چې کله او پي ډي روانه وي نو داسې خو يو مريض سره دوه او درې تنان راځي نو هغې سره په خلکو کې هم وايرس خور شي او هسپتال کې هم"

دطبي چارو پوهان وايي د کرونا وبا د مخنيوي د پاره بايد خلک د مخ پټولو ماسک کاروي، بار بار لاسونه وينځي، د يو بل نه فاصله کې اوسي او د ګڼې ګوڼې ځايونو نه ډده وکړي.

د پاکستان مرکزي حکومت د شمېرو ترمخه، په ټول هېواد کې د کرونا وايرس نه تر اوسه پورې 4 لکه 45 زره 9 سوه او 87 تنان ناروغه شوي او 9010 په دغه رنځ اخته تنان په حق رسېدلي دي