دخېبر پښتونخوا حکومت دشخړو دهواري متبادل قانون هائیکورټ کې چیلینج کړل شو

دخېبر پښتونخوا حکومت لخوا منظور کړل شوی دشخړو د هواري متبادل قانون په پېښور هايي کورټ کې چيلنج کړل شوی دی.

هائیکورټ ته په شوې عریضه کې د عدالت نه غوښتنه شوې چې دغه قانون باید غېر آئیني وګرځول شي ځکه چې په ياد قانون کې د عدالتونو واک انتظاميې ته ورکړل شوی دی.

دقانوني چارو پوهان وايي چې په دغه قانون کې د فريقېنو نه د فېصلې پرضد د اپيل کولو حق هم اخستل شوی چې دا د پاکستان د آئين د 10 ای مادې خلاف ګام دی.

بلخوا د خېبر پښتونخوا دصوبايي حکومت وياند ښاغلی کامران بنګښ وايي چې دا قانون د آئين پرضد نه دی او د دې مخې ته د راوړلو مقصد په لږ وخت کې د خلکو شخړې د رواياتي جرګو په مرسته په لږ وخت کې د هغوئ د کورونو په درشل هوارول دي.

دخېبر پښتونخوا الټرنېټ ډسپيوټ ريزلوشن اېکټ کال 2020 يا د شخړو د هوارولو متبادل قانون پر ضد په پېښور هايي کورټ کې دشوې عریضې پیروي کوونکي وکیل نورعالم خان اېډوکېټ وي او ای ډيوه ته وويل چې آئين د عدالتونو او انتظاميې واکونه جدا کړي دي خو دخېبر پښتونخوا حکومت د ياد قانون په مرسته د عدالتونو اختيار انتظاميې ته ورکړی دی.

" انصاف ورکول د عدالتونو کار دی او په قانون عمل درآمد کول د انتظاميې کار دی، اوس چې يو سړی انتظاميه ونيسي، په خپله يې سزا کړي او په خپله په هغې عمل وکړي نو دا خو دوئ په خپله ججان هم جوړ شو، ګوهان هم جوړ شو، نو دې کې د آئين دا خلاف ورزي شوې ده چې عدالتي نظام او انتظاميه د آئين ارټيکل (3)175 لاندې جدا شوي او دوئ (حکومت) اوس دغه اختيار دوباره دوئ ته ورکوي"

عریضه کې ويل شوي چې د شخړو د هواري ددغه قانون ترمخه د ډويژن په کچه به دکمشنرانو، ججانو، پوليس افسرانو او د نورو قانون نافذ پځائ کوونکو ادارو په غړو اډاڼه دمنځګړتوب کمیټۍ جوړولی شي او د دغو کمېټو لخوا د فريقېنو ترمنځه شوې فېصلې پرضد به د اپيل کولو اختيار يو فريق ته هم نه وي ترلاسه.

د خېبر پښتونخوا قبايلي ضلعې خېبر سره تړاؤ لرونکی وکیل فرهاد اپريدی ياد قانون په قبايلي سيمو کې د انګرېزانو د وخت نه نافذ کړل شوي ايف سي آر قانون نه زيات سخت بولي۔

وي او ای ډيوه ته هغه وویل چې د آئين 10 ماده د يوې شفافې مقدمې ضمانت ورکوي خو د شخړو هوارولو متبادل قانون کې د اپيل کولو حق د عام ولس نه اخستل شوی کوم چې ددغې مادې پرضد فعل دی۔

د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو د پاره د وزير اعلی خصوصي مرستيال کامران بنګښ وي او ای ډيوه ته وويل چې الټرنېټ ډسپيوټ ريزلوشن اېکټ 2020 يا د شخړو هوارولو متبادل قانون د آئين پرضد نه دی،

نوموړی وايي چې ياد تاريخي قانون سره به خلکو ته انصاف په لږ وخت کې ترلاسه کېږي۔

دهغه په وینا" چې کوم الټرنېټ ډسپيوټ ريزولوشن اېکټ د اسمبلۍ نه پاس شوی دا بلکل د آئين سره متصادم نه دی، بلکې ددې خو مقصد دا دی چې عام اولس ته زر تر زره انصاف ترلاسه شي، او چې کومه فېصله به د دغې قانون په اساس کېږي نو هغه به د عدالت نه تصديق کېږي"

دقانوني چارو پوهان وايي چې ددغه قانون به د نورو سيمو په پرتله په قبايلي سيمو کې په نافذ کولو زيات زور راوړلی شي چېرته چې د ايف سي آر قانون د انګريزانو د وخت نه نافذ ؤ او په هغې کې هم د فېصلې کولو اختيار به د پوليټيکل اېجنټ او د انتظاميي نورو غړو سره ؤ،

دوئ وايي چې د نوي قانون راوړولو مقصد هم په دغه سيمو کې يو ځل بيا د هغه جرګو نظام جوړول دي چې اختيار به يې د انتظاميي سره وي