دپېښور زندان کې پروت شکیل مسیحي وایي دلسو کالو راهسې له مقدمې پرته بندي دی

دپېښور په مرکزي زندان کې پروت عیسایي وګړی شکيل مسيح چې دتېرو 10 کالو نه په دغه زندان کې قېد دی د پېښور هايي کورټ ته يې خواست کړی چې د هغه قېد دې غېر قانوني، غېر آئیني او د بشري بنيادي حقونو پرضد وګرځول شي.

هغه وایي پرته له کومې فوجدارۍ مقدمې نه په زندان کې بندي دی او د قبايلي خېبر ضلعې متعلقه عدالت نه د هغه د جرم او په حراست کې د اخستو ريکارډ غائب شوی دی.

دغه کېس مخ په وړاندی وړونکی وکيل وايي چې د صوبې په جيلونو کې ډېر داسې جرمونو کې تورن کسان قېد دي چې عدالت ورته ضمانت ورکولی شي خو بيا هم د هغوي دمقدمو مخې ته دنه راتلو له امله په کالونو کالونو جيلونو کې بندي وي.

هغه وايي بايد د داسې خلکو کېسونه مخې ته راوړلو د پاره اړونده چارواکي وخت په وخت د قيديانو ارزؤنه وکړي.

د خېبر پښتونخوا د جيلخانو مشر مسعود الرحمان وي او ای ډيوه ته وويل چې د جيل انتظاميي سره د شکيل مسيح په اړه اړونده ريکارډ موجود دی او د صوبې په جيلونو کې بغېر د ريکارډ بندي کسان شتون نه لري.

د شکيل مسېح له اړخه په پېښور هايي کورټ کې خواست کوونکی سېف الله محب کاکاخيل اېډوکېټ وايي چې دغه تن د تېرو 10 کال نه په پېښور سنټرل جېل کې بندي دی او په ټرائل کورټ کې د دغې قضیې په اړه څه ډول ريکارډ نيشته.

د وکیل کاکاخیل په وینا" ده باندې دا تور دی چې د پوځ افسران يې وژلي دي، بيا يې دی پوليټيکل انتظاميي ته حواله کړی ؤ او چې کله قبايلي علاقې په خېبر پښتونخوا کې ضم شوې نو اوس د دغه تن کېس د ضلع خېبر په سېشن کورټ کې روان دې خو دغې عدالت سره ريکارډ نيشته"

هغه وایي هرکله چې ريکارډ عدالت کې نيشته نو بيا دده بند هیڅ قانوني بڼه نه لري.

نوموړي زياته کړه چې په جيلونو کې ډېر داسې نور خلک هم موجود دي چې په هغوئ يا خو سمې مقدمې نه دي درج شوي او يا يې کېسونه قابل ضمانت دي خو بيا هم دکالونو راهسې دغلته بند کې په ژوند کولو مجبوره دي.

نوموړی قانوندان وايي بايد په دې اړه د جيلونو انتظاميه او عدالتي افسران د قېديانو جاج واخلي او چې کوم د وړوکي نوعيت په مقدمو کې بندي تورن خلک دي د هغوئ کېسونه مخې ته راوړي۔

" ډېر داسې کېسونه وي چې په هغې کې اېف ايې آر نه وي، او يا هغه ايف ايې آر هم داسې وي چې په هغې کې پته لګي چې هغوئ څه جرم نه دی کړی، زمونږ عدالتي پالېسي هم دا وايي چې کوم تن په قابل ضمانت جرم کې راشي نو پکار ده چې ضمانت ورکړل شي، خو په هغه قابل ضمانت جرمونو کې هم خلک ډېره موده په جيل کې تېره کړي"

په خېبر پښتونخوا کې دجيلخانو مشر مسعود الرحمان وايي چې دوئ سره په جيلونو کې هغه تنان بندي دي د کومو په اړه چې عدالت وارنټ جاري کړی وي۔

هغه وايي عدالتونو ته د قيدیانو په اړه دمعالوماتو لېږلو ترڅنګ قضایي چارواکي هم وخت په وخت جيلونو ته ورځي نو بغېرد قانوني اسنادو قيديان په جيلونو کې بلکل نه شي ساتل کېدی ۔

" او که د هغه قيدي مقدمه په عدالت کې روانه وي نو 15 ورځې وروسته هغه عدالت ته هم وړاندې کېږي، او دا شکيل نومې تن هم مسلسل عدالت ته پېش کېدو"

دجیلخانو دمشر په وینا "مونږ ته چې کوم ريکارډ پکار وي هغه مونږ سره موجود دي، او زمونږ په يو جېل کې هم داسې قېدي نه شي کېدی چې د هغه جوډيشل وارنټ موجود نه وي"

هغه زیاتوي "مونږ خو داسې هم کوؤ چې د چا وکيل نه وي نو مونږه سره چې کوم د وکيلانو پېنل يا ډله ده نو هغوئ ته يې حواله کړو چې هغه يې ویړیا کېس شروع کړي او ویړيا قانوني مدد ورته ورکړو"

بلخوا په دغه کېس کې جوړ کړل شوي يو بل فريق د ضلعه خېبر پبلک پروسيکيوټر وايي په هايي کورټ کې د شکيل مسيح نومې تن دلخوا شوې عریضې په اړه ورته څه معالومات لا تر دې دمه نه دي ترلاسه شوي نو ځکه په دې اړه معلومات نه شي شريکولی.