د پاکستان حکومت په 2020 کې فعالان، وکيلان او جرنلسټان ځورولي د بشري حقونو سرغړونه يې کړې، اېچ ار ډبليو

د بشري حقونو د څار نړیواله اداره هیومن رائټس واچ [اېچ ار ډبليو] په خپل کلني رپورټ کې وايي، په پاکستان کې په حکومتي پاليسيو او چارواکو د تنقيد کولو په سر د بشري حقونو فعالان، وکيلان او جرنلېسټان ځورول شوي او مقدمې پرې جوړې کړی شوي دي.

هيومن رايټس واچ د کال 2020 په خپل کلني رپورټ کې ويلي، په ملکي کچه ښځې، لږکۍ او نرښځي هم د تشدد ښکار پاتې شوي او حکومت دوی ته په تحفظ ورکولو کې پاتې راغلی او نه کومو حکومتي زمه وارو ته سزا ورکړی شوې ده.

ادارې زیاته کړې د حکومتي مامورينو لخوا په مخالفه سياسي ګوندونو او د هغوی په مشرانو د بډو رشوتونو تورنه هم لګول شوي او د احتساب قامي اداره په سياسي بنيادونو کارول شوې ده.

په پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن د سيند څانګې مشر اسد بټ د اېچ ار ډبلیو رپورټ تاييدوي او وايي چې په ياد رپورټ کې کومې خبرې په ګوته شوي هغه سمې دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، په پاکستان کې د بشري حقونو فعالانو، وکیلانو او جرنلېسټانو چې چرته هم د بشري حقونو د سرغړونې خبره کړې غږ يې راپورته کړی او په ميډيا دغه ډول خبره شوې نو نه يواځې دغه خلک ځورول شوي، بلکې مقدمې پرې جوړې شوي او بې درکه کړی شوي دي.

هغه وويل دوی بيا بيا دا خبره په ګوته کوي چې څوک دې هم بې ځايه ونه ځورول شي که څوک هم په هر ډول جرم کې ککړ وي بايد عدالت ته وړاندې کړی شي او قانوني چلند ورسره وشي نه چې قانون په لاس کې واخستل شي.

د اېچ ار ډبليو په رپورټ کې په پاکستان کې د ازادي اظهار رايې د قدغونونو ويل شوي چې رسنۍ د فشار لاندې ساتل کيږي او چې څوک هم په حکومت يا د حکومت په پاليسيانو ټکونه کوي پرضد يې د سايبر کرايم د قانون لاندې مقدمې درج شوي دي.

په رپورټ کې ويل شوي تیر کال په پاکستان کې د 12 جرنلېسټانو پرضد عمليات ترسره شوي او د ښځينه جرنلېسټانو پرضد د ځورولو مهم چلول شوی او هغوی ته د جنسي تيريو دهړکې ورکړی شوي دي.

په رپورټ کې دا هم ويل شوي چې په تير کال کې په پاکستان کې د مذهب او عقيدې په بنياد وژنې شوي خو په حکومتي کچه يې غندنه قدرې نه ده شوې.

اېچ ار ډبليو ويلي د تير کال په لومړو درېو مياشتو کې په ښځو د کورني تشدد پېښې 200 فيصده سېوا شوي او په ځانګړي ډول دغه تشدد په کوېډ-19 کې ډېر سېوا شوی او د سکولونو د بندېز له امله د خواريکښو ماشومانو شمېرې زياتې شوي او 45 ملينه ماشومان د کوېډ نه اغېزمن شوي دي.

د بشري حقونو د څار ادارې ویلي په تير کال کې په پاکستان کې په لومړو شپږو مياشتو کې د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي دي، او د پاکستان په قانون نافذؤنکو ادارو پکې تور لګول شوی چې د بشري حقونو سرغړونه یې کړې، بې د کوم جرم يې خلک په بند کې ساتلي او غېر عدالتي وژنې يې کړي دي.

ويل شوي په پاکستان کې د نېب يا د احتساب قامي اداره د سياسي انتقام دپاره کارول شوې او د حکومت مخالفه ګوندونو پرضد پکې مقدمې جوړې کړی شوي دي.

پاکستان د اېچ ار ډبليو تازه رپورټ ته کوم غبرګون نه دی ويلی خو د بشري حقونو مرکزي وزیرې شيرین مزارې له دې وړاندې ویلي د ښځو او ماشومانو د خونديتوب دپاره قوانين جوړوي او موجوده قوانين ښه کوي او په عمل کې يې راولي.

دغه ډول د تحریک انصاف حکومت بيا بيا دغه خبره کوي چې نېب يې د سياسي انتقام دپاره نه دی کارولی نېب ازاده اداره ده او مخالفه سياسي ګوندونه چې د حکومت پرضد تورونه لګوي چې نېب د دوی پرضد کاروي، حکومت وايي مخالفه ګوندونه د دغه لارې د خپلو مشرانو د غلاګانو پټولو هڅې کوي.

په پاکستان کې د امنيت په اړه د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار په وروستيو کې ويلي ؤ د کال 2019م په پرتله په کال 2020م کې د ترهګرۍ پېښې راکمې شوي دي.