عمران خان:افغانستان کې روانې جګړې ته وردانګل دپاکستان ستره تېروتنه وه

دپاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي په افغانستان کی د ترهګرۍ په ضد د امریکا په مشرۍ دجګړې برخه جوړیدل د پخوانیو واکمنانو لویه تېروتنه وه.

پخپل یو بیان کې تیره ورځ عمران خان ویلي "مونږ وړاندې تېروتنې کړې وې او د نورو په جګړو کې ګډ شوي وؤ "

دعمران خان په وینا "دغه جګړه زمونږ نه وه،ددوئ د فشار له امله مونږ په جګړه کې برخه واخسته چی هیواد ته یې لوې زیان ورسولو"

وزیراعظم ویلي دمالي مرستو په بدل کې دبهرنیو جګړو دبرخې جوړیدو د ناقصو تګلارو د دغه تېروتنو څخه به زده کړه کول وي.

د وزیر اعظم دغه بیان دنوي امریکایې صدر جوبائیډن دانتظامې له اړخه دشوي هغه اعلان څخه وروستو مخې ته راغلی چې پکې ویل شوي امریکا طالبانو سره دسولې شوي تړون ته بیا کتنه کوي.

پاکستان د امریکا او طالبانو تر منځ تیر کال دفرورۍ په ۲۹ تمه نیټه ترسره شوي دسولې تړون کې مهم کردار لوبولی ؤ او دعوه لري چې دبین الافغاني خبرو د کامیابۍ د پاره به خپل هم تر وسه هڅې کوي.

په عین حال کې دپاکستان دبهرنیو چارو د وزارت ویاند زاهد حفیظ چودهري د مطبوعاتو سره خبرو کۍ ویلي چې پاکستان د امریکا نوې انتظامې سره د دو اړخیزه اړیکو د لا ښه کولو هیله من دی.

هغه ویلي اسلام اباد په سیمه کې د سولې ، ثبات او سوکالۍ دپاره د واشنګټن سره خپلو جوختو اړېکو ته دوام ورکول غواړي.

د څېړونکو وینا ده چې د پاکستان او امریکا په اړیکو کي وخت په وخت سوړوالی او تود والی لیدل کیږي.

ددفاعي چارو څیړنکار بریګیډیر(ر) سید نذیر وي او ای ډیوه ته ویلي د افغانستان د کشالې شورو کیدو په مهال د دواړو هیوادونو یو بل ته ضرورت ؤ او اوس په سیمه کې نوې ملګرتیاوې جوړیږي خو ددې باوجود به دواړه هیوادونه دسیمې د حالاتو تر مخه د یو بل مرستې ته دوام ورکوي.

د څیړونکو دا هم وینا ده چې امریکا دپاکستان په پرتله سیمه کې هندوستان خپل لویې ملګرې ګرځوي او پاکستان هم په سیمه کې چین خپل ستر ملګری ګڼي.

خو ددې باوجود به دسیمه ییزو حالاتو تر مخه پاکستان او امریکا د یوبل سره مرستو ته دوام ورکوي