مولانا فضل الرحمن: په پي ډي ایم کې اختلاف نه شته، حکومت به په ګډه ختموو

پېښور ــــ د پاکستان د جمهوري غورځنګ يا پاکستان ډيموکريټک مومنټ مشر مولانا فصل الرحمن د خالي-شنبې په ورځ ويلي، د مخالفو 11 ګوندونو په ايتلاف کې څه قسم اختلافات نه شته او په دغه غورځنګ کې د شاملو ټولو سياسي ډلو مقصد په زوره د مسلط کړل شوي موجوده حکومت ختمول او د ملک په سياست کي د اسټېلشمنټ د لاسوهنې مخه نيول او ادارې مستحکم کول دي.

په پېښور کې د خبري غونډې په مهال مولانا فضل الرحمان وويل، د وزير اعظم خلاف د عدم اعتماد تحریک راوړلو په اړه د پاکستان پيپلز ګوند بيان يو وړانديز دی نه چې د پاکستان ډيموکرېټک موومنټ په منځ کې څه اختلاف پیدا شوی. د هغه په وینا په پي ډي ايم کې د اختلافاتو پېدا کېدو ارمان به د حکومت چېرې هم پوره نه شي:

"دغه د پاکستان پيپلز ګوند يو تجويز دی او د دې فېصله به د پي ډي ايم سربراه اجلاس کوي، اوس دغه سربراه اجلاس کېدونکی دی او په هغه کې به دغه تجويز اورېدل کېږي او که هغه قابل عمل وي نو اول هم داسې صورت حال پېدا شوی چې باهر د اختلاف خبرې مشهورې وې خو چې کله مونږه وکتل چې د يوې پارټۍ يوه رایه ده او دليل يې مظبوط دی نو مونږ ترې انکار نه دی کړی".

د جميت علما اسلام مشر مولانا فضل رحمان دا هم وويل، چې د دوی جنګ د موجوده حکومت سره دی، نه چې د اسټېبلشمنټ سره. دی وايي د اسټېبلسمنټ نه يې ګيله ځکه ده چې موجوده حکومت يې په دوی مسلط کړی دی:

"کوم مصيبت چې په دې قوم دا وخت مسلط دی اسټېبلشمنټ که جرم ورته وايي که زمه واري هغه دې ومني نور زمونږ د اسټېبلشمنټ سره څه جنګ نه شته، زه د پاکستان د نېب نه شکايت کوم، زه د پاکستان د اسټېبلشمنټ نه شکايت کوم چې داسې ډول حرکتونه کوي چې د ګوندونو د ماتولو کردار لوبوي، د پارټۍ د خلکو سره نېغ په نېغه رابطې کوي او هغوی ته لالچ ورکوي، چې دا خبرې مونږه ته رارسي نو ګيله خو به پېدا کېږي".

د يوې پوښتنې په جواب کې د نوموړي وینا وه چې د صوبو د خودمختاره کولو وعده د پاکستان د 1973م کال په ایين کې شوې وه چې په لس يا يوولسو کالو کې به دغه ورکول کېږي، خو چې اوس هغه د اتلسم ترميم سره ورکړی شوه نو دغه ترميم چې څوک چېړي دې سره به ملک نور هم کمزوری شي:

"اتلسم ترميم بيا واپس اخیستل د صوبو د محرومۍ په احساس کې اضافه کول دي او الله دې نه کړي چې دا د بغاوت تحريک ته منتقل شي، داسې قسم شيانو ته لاس اچول د ملک د تقسيم کېدو سبب ګرزېدای شي، پاکستان دا وخت له ډېر کمزوري حالت نه تېرېږي نو داسې مسایل نه دي چېړل پکار، مشکل دلته دا دی چې د پاکستان مضبوطولو پر ځای د يوې ادارې مضبوطولو سوچ ته وده ورکول کېږي".

بلې خواته عمران خان او د هغه ګوند وار په وار د اپوزيشن ګوندونو دغه ټول تورونه رد کړي دي او څو څو وارې یې ویلي چې په پي ډې ایم کې شاملو ګوندونو په خپلو حکومتونو کې "کرپشن او غلاګانې" کړې دي او د دې کرپشن پټولو لپاره اپوزيشن د پي ډي ايم په نوم تحريک پېل کړی دی، خو د پي ډي ايم مشران د حکومت دغه تورونه ردوي.