څېړونکي: تعلیمي ادارو کې عربي‌ لازمي کول به زموږ ماشومان له مورنیو ژبو او کلتوره پردي کړي

پېښور ــــ په سېنټ کې د پاکستان مسلم ليګ ن سېنټر جاوېد عباسي له خوا د اسلام اباد په تعليمي ادارو کې عربې ژبه لازم ګرزولو په اړه پېش کړل شوې قانوني مسوده منظور کړل شوې ده. د سېڼت په غونډه کې د پاکستان پيپلز ګوند يو غړي ويلي، رياست کوشش کوي چې په هېواد کې د عربو کلتور راوړي او "سيمه يیزو ژبو" باندې عربي ژبې ته فوقيت ورکړي۔

په خېبر پښتونخوا کې د تعليمي چارو پوهان وايي چې عربي لازمي کولو سره به نه يواځې په زده کوونکو د زدکړو بوج سېوا شي بلکې په ټولنه کې به د علاقايي کلتورونو پر ځای عربي کلتور دوام ومومي او دغه د ټولنې د مجموعي ژوند په ګټه نه دي.

د پېښور اسلاميه کالج پوهنتون کې د پښتو څانګې مشر پروفېسر اباسين يوسفزی وايي ترقي يافته هېوادونه خپلو ماشومانو ته په مورنۍ ژبه کې تعليم ورکوي خو دلته د مورنیو ژبو پر ځای په ماشومانو د نورو قومونو د ژبو زده کولو بوج اچول کېږي:

"چې خپله ژبه نه زده کوي نو دغه بچي سره علم نه شته بلکې تشې ژبې زده کوي، د دنيا ټول هېوادونه تاسو وګورئ چې هلته بنيادي تعليم په خپله ژبه حاصل کړي او د هغې پس بيا بچو ته نورې ژبې ښیي، نو مونږ له پکار دا دي چې په دې فېصله نظرثاني وکړو، دا فېصله چې هر چا کړې هغوی ته پکار وو په دې يې سوچ کړی وای چې زمونږه بچو نه به مورنۍ ژبې هېرې شي".

په خېبر پښتونخوا کې د کلتوري ورثې يا کلچرل هېريټېج کونسل عمومي سیکرټري شکيل وحيد الله خان وي او اې ډيوه ته وويل چې په تعليمي ادارو کې د عربي ژبې له لازمي کولو سره د پاکستان په کچه موجود مقامي کلتورونه د خطر سره د مخ کېدو اندېښنه پېدا شوې ده.

ښاغلی شکیل وايي چې کوم نسلونه د خپل کلتور نه بې خبره وي نو هغه قوم چېرې هم پرمختګ نه شي کولای:

"تاسو که وګورئ نو د افغان جنګ نه پس زمونږ په دې سيمه کې عربي نومونه ډېر زيات شو او د پښتنو خپل نومونه ورک شول، نو ظاهره خبره ده چې اوس دا نصاب لازمي شو نو د دې اثر به زمونږ په ثقافت ضرور پرېوزي او دا به زمونږ د ثقافت د پاره انتهايي تباه کن وي".

د دې قانوني مسودې په اړه په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند زنانه غړې ثمر هارون بلور وي او اې ډيوه ته وويل چې د اتلسم ترميم نه وروسته تعليم د صوبو زمه واري ده او د دې بل په ضد به په صوبايي اسمبلۍ کې ضرور د نورو مخالفه ګوندونو سره په ګډه اواز ضرور پورته کوي:

"تعليم يو صوبايي موضوع ده، په هر يوه صوبه کې خپله صوبايي اسمبلي هم شته او پکار ده په دې خبره هلته وشي. مونږ به هڅې کوو چې نورو مخالف ګوندونو سره هم کښېنو او په دې يوه شريکه تګلاره جوړه کړو او هر درې څلور کاله پس مونږ په ماشومانو باندې دغه رنګه تجربې کيږي".

په تعليمي ادارو کې د عربي ژبې د لازمي کولو په اړه په سېنټ کې د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند سېڼټر جاويد عباسي دغه قانوني مسوده وړاندې کړې وه.

د مسودې تر مخه د اول نه تر 5 جماعت پورې به زده کوونکي عربي لولي او د شپږم نه تر 12 ټولګې پورې به طالبعلمان د دغې ژبې ګرامر زده کوي.