دسړک دلارې نړیوال تجارت،وړومبی ګاډی دتورخم دلارې ازبکستان ته رسېدلی

افغانستان دپاره دپاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په ټويټر ليکلي چې دسړک دلارې په نړيواله کچه د ازاد تجارت تړون لاندې د سامان ړومبی ګاډی د تورخم په لاره 48 ساعتو کې ازبکستان ته رسېدلی دی.

هغه هیله ښکاره کړې ده چې د پاکستان او افغانستان لخوا يو بل سره دمرستې په نتيجه کې دواړه هېوادونه په ګډه اقتصادي پرمختګ ترلاسه کولی شي.

پاکستان کې اقتصادي ماهرين وايي چې د سړک دلارې نړیوال تجارت به هله د پاکستان او افغانستان په ګټه وي چې کله دواړه ملکونه يو بل ته د دغې تړون لاندې په ازاده توګه د تجارتي سامان نورو ملکونو ته د وړلو اجازه ورکړي.

داقتصاد پوهانو په وینا دياد نړيوال تړون په دې منطقه کې کاميابي دافغانستان امن سره تړاو لري او تر کومې چې په دغه هېواد کې امن نه وي راغلی نو د ازاد تجارت په دوام کې به ارو مرو ستونزې مخې ته راځي۔

د سړک دلارې په نړي واله کچه د ازاد تجارت کولو يا د انټرنېشنل روډ ټراننسپورټ په هکله په پاکستان کې کار پوهان وايي چې د دې معاهدې ترمخه تجارتي مالونه په سړکونو بغېر د څه مشکله په کم وخت کې د يو ملک نه بل ملک ته رسېږي.

په پېښور کې مېشت د سرحد چېمبر اف کامرس پخواني مشر او صعنت کار زاهد شينواري وي او ای ډيوه ته وويل چې پاکستان کوشش کوي چې افغانستان سره دغه معاهده لاس ليک کړي د کوم ترمخه چې به پاکستان منځنۍ اېشيا سره اؤ افغانستان د هندوستان سره نېغ په نېغه د تجارت کولو جوګه شي خو د بده مرغه لا تر دې دمه پرې کار نه بشپړ شوی۔

" پاکستان او افغانستان لا تر دې دمه دسړک د لارې په نړي واله کچه د ازاد تجارت کولو دمعاهدې لاندې کار شروع کړی نه دی، په دې خبرې روانې دي او زمونږه چې د قومي اسمبلۍ سپيکر تېرو ورځو کې افغانستان ته تللو نو د هغوئ په ايجنډا کې دا شامل و خو هغوئ بيا واپس کړی شول"

هغه وایي "مونږه دا اميد لرلو چې د پاکستان، افغانستان او تاجکستان لخوا به په دې معاهده دستخطې وشي خو بدقسمتۍ نه هغه و نه شول او دا کوم ګاډي چې اوس تللي دي نو دا هم په ازمیښتي توګه تللي دي"

نوموړي زياته کړه که چېرې د پاکستان، افغانستان او تاجکستان ترمنځه دا معاهده لاس ليک شوه نو اقتصادي لحاظ سره به دا منطقه ډېره وده وکړي او کوم مشکل چې پاکستان او افغانستان ته د نړې نورو ملکونو سره تجارت کولو کې مخې راځې هغه به ختم شي.

" چې کله دغه مالونه منځنۍ اېسيا ته ځي او منځنۍ اېسيا نه انډيا ته ځي داسې سري لنکا ته ځي نو له دې لارې به د تجارت حجم يو په سله زيات شي، نو ظاهره ده چې ددې علاقې ترقي به ورسره کېږي په دې سيمه کې به روزګار سېوا شي"

کارپوهان وایي انټرنشنل روډ ټرانسپورټ يا دسړک دلارې په نړي واله کچه د ازاد تجارت کولو دغه لار په کال 1975 کې جوړه شوې او موجوده وخت کې د نړۍ 77 ملکونه په دې کې شامل دي او په مغربي دنيا کې د کاميابۍ سره مخ ده۔

اقتصاد پوهه اسفنديار مروت وي او ای ډيوه ته وويل چې د ټي ايي ار يا انټرنېشنل روډ ټرانسپورټ په نظام کې د پاکستان، افغانستان او د نورو ملکونو تجارت به د منځنۍ ایسيا او يورپې ملکونو سره هله ګټور وي چې کله په دې معاهده کې شامل ملکونه په افغانستان کې دتلپاتې امن د پاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

دهغه په وینا" نو د روډ ټرانسپورټ يا د سړک دلارې تجارت دپاره کابل پورې حالات سم دي خو بيا چې هغې نه مخکې دمنځنۍ اېسيا اړخ ځې ته نو هلته مزار شريف کې حالات سم نه دي،اؤ تجارت د پاره ټولو نه ضروري کار دا دی چې د افغانستان حالات باید سم کړل شي،بيا به د تجارت ډېر مثبت اثرات وي د افغانستان د پاره هم او د پاکستان د پاره هم"

د کار پوهانو د وېنا ترمخه د کال پسر د پاکستان او افغانستان ترمنځه تجارت نزدي 600 ميلينه ډالرو ته را ټيټ شوی دی کوم چې په تېور وختونو کې سېوا ؤ.

دوئ وايي دا وخت د پاکستان منځنۍ ایسيا ملکونو سره خواوشا 500 ميلينه ډالره کلیز تجارت کېږي۔