ميرکلام: په سرشمېرنه کې د پښتنو ابادي کمه ښودل شوې په اسمبلۍ کې پرې بحث پکار دی

د شمالي وزيرستان نه د خېبرپښتونخوا د اسمبلۍ غړي مير کلام وزير په اسمبلۍ کې د پخوانۍ فاټا او د صوبې په مردم شمارۍ د بحث کولو د پاره تحريک التوا جمع کړی دی.

نوموړی دريځ لري چې د کال 2017 د سر شمېرنې په رپورټ کې د پښتون مېشته سيمو ابادي کمه ښودلې شوې او په دغو سيمو کې بيا سرشمېرنه پکار ده.

خود خېبر پښتونخوا حکومتي ترجمان کامران بنګش وايي چې د صوبو د تحفظاتو له کبله د مشترکه مفاداتو کونسل بيا د سر شمېرنې کولو اراده لري.

نوموړي وي اوای ډيوه ته وويل چې د تحريک التوا جمع کولو مقصد دغه معامله په ايوان کې زېر بحث راوستل دي چې نه يواځې په قبايلي سيمو کې بلکې د صوبې په نورو برخو کې هم ابادي کمه ښودلې شوې پکار ده چې په دې سيمو کې سر دوباره سر شمېرنه وشي.

" د قبايلي اولس څه کم 50 لکه ابادي ښودلې شوې ده، خو په دې کې زمونږ سره دا مثال پروت دی چې د شمالي وزيرستان خلک په 2014 کې کډوال شول د ضرب عضب عملياتو نه نو دلته چې کومه اېف ډي ايم ای وه نو هغوی به دا ويل چې مونږه 14 لکه خلکو ته سهولتونه ورکړو مونږه 16 لکه خلکو ته راشن ورکړو، نو دا چې ټول را يو ځای کړې چې پکې څه افغانستان ته تللي دي نو دلته بيا دا معلومېږي چې دا بلکل زمونږه سر شمېرنه په کاغذونو کې غايبه کړل شوې ده".

هغه وويل د وسايلو په وېش کې د پښتنو نيمه ابادي ښودل کيږي او د بولانه تر چتراله د پښتنو سره زیاتی کيږي.

د کال 2017 د سر شمېرنې ترمخه د خېبر پښتونخوا ابادي درې کروړه پنځه لکه او لس زره ريکارډ شوې ده، په موجوده سرشمېرنه کې د قبايلي سيمو ابادي لس زره کم 50 لکه ښودلې شوې ده او په کال 1998 کې ترسره شوې سرشمېرنه کې هغه وخت د پخوانۍ فاټا ابادي 30 لکه او 18 زره شمار کړی شوې وه.

په اسلام اباد کې مېشت د سياسي چارو ماهر او څېړونکې قرېش خټک وي او ای ډيوه ته وويل د يوې سمي د ترقۍ د پاره شورو کېدونکو منصوبو او د صوبو ترمنځه د وفاق لخوا تقسيمېدونکو پېسو د پاره مردم شماري ډېره مهم وي.

" د فاق نه چې کومه د پېسو برخه صوبو ته راځي نو د هغې لويه حصه د ابادۍ په حساب سره راځي او د کومې صوبې چې ابادي سېوا وي نو د هغې ته زياته حصه مېلاوېږي، بيا د صوبې په کچه کوم پرونشل فنانس کمېشن دې نو په هغې کې هم ابادۍ ته زياته حصه ورکول کيږي، نو د دې وجې نه د هرې علاقي خلک غواړي چې د دوی سمه شمېره په مردم شمارۍ کې راشي".

بلخوا د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت ترجمان کامران بنګش وي او ای ډيوه ته وويل چې صوبايي اسمبلۍ کې پېش شې دغه تحريک التوا باندي بحث د پاره به اړونده معلومات اېوان ته وړاندې کولی شي او دا چې مرکزي حکومت غواړي چې د صوبو تحفظاتو لرې کولو د پاره مردم شماري دباره وکړل شي؟

" ګورئ دې حوالې سره د کونسل آف کامن انټرسټ يا د مشترکه مفاداتو کونسل فېصله ده چې دوباره به مردم شماري کيږې نو هغې سره به دا مسله حل شي ځکه چې په دې د سيند صوبې هم تحفظات وو په سر شمېرنې او پښتونخوا هم پرې تحفظات ښودلي وو نو دا به دوباره کېږي".

څيړونکي وايي په پاکستان کې د وړاندې نه د قامي شناختي کارډ جوړولو د پاره اداره شتون لري کوم چې د هېواد په کچه د خلکو ډېټا يا معلومات جمع کوي، که چېرې د نادره نظام نور هم ښه کړل شي او د ماشومانو د پېدائش او د خلکو د مړيني په اړه رېکارډ جمع کول لازم کړي نو دې سره به کره سر شمېرنه ترسره کول ممکن شي او د دغې په بنياد به هرې صوبې ته په اسانۍ سره خپل حقونه مېلاوېږي.