پښتونخوا کې د دوؤ میاشتو په مهال دکرونا فعاله پېښې 60 فیصدي کمې شوي

دخېبر پښتونخوا دصحت محکمې چارواکي وايي د هېواد په کچه د کرونا وايرس فعالو پېښو کې دتېرو دوؤ مياشتو په مهال خوا وشا 60 فيصده کمی راغلی دی او تېر يو شوارور کې د مثبتو پېښو کچه نزدې دوه فيصده ريکارډ شوې ده.

چارواکي وايي په خېبر پښتونخوا کې د مثبتو پېښو کچه چې دتېرو څو مياشتو په مهال 10 فيصده ته رسېدلې وه هغه اوس د دوه فيصدي څخه هم په ښکته راغلې چې لويې علت يې دخلکو احتياط کول ګڼل کیږي.

د صحت چارو پوهان وايي دکرونا وايرس دمخنيوي يوازينۍ لار دا مهال کرونا ضد ویکسین لګول دي اؤ که چېرې خلکو په وخت ویکسين ولګول نو د وبا دڅلورمې څپې خورېدو خطره به تر دېره حده کمه شي.

په دې هکله دخېبر پښتونخوا د صحت محکمې مرستيال مشر ډاکټر اکرام الله خان وايي د کرونا وايرس مخنيوي د پاره د حکومت لخوا اخستل شويو ګامونو او خلکو ته په وخت ويکسين لګولو سره د کرونا وايرس په پېښو کې کمی راغلی دی.

نوموړی وايي تېرې ورځې پورې د پاکستان په کچه يو کروړ او 19 لکه تنانو ته ویکسين لګول شوي دي.

دهغه د وینا له مخې" په لويه اؤ ټیټه کچه لاک ډاون،د ضلعو او صوبو ترمنځه د سورلیو په ګاډو بندېز، سکولونه او نور کاروباري مرکزونه تړل​ اؤ بيا دخلکو لخوا په اېس او پيز يا سپارښتنو عمل کول د وايرس مثبتو پېښو کې دکمي لویې لامل دی"

ډاکټر اکرام الله خان وایي په صوبه کې څه 16 لکه تنانو ته ويکسين ولګولی شول په کومو کې چې خوا وشا درې نيم لکه تنانو ته مکمل ویکسين لګول شوي او نورو ته وړومبی خوراک ورکړل شوی دی.

دهغه په وینا "که مونږ دې دوه دریوؤ مياشتو کې د ويکسينېشن عمل نور هم تېز کړو نو د کرونا دڅلورمې څپې خطره به نوره هم کمه شي"

د راپورنو ترمخه د اپريل په مياشت کې خواو شا 7000 د کرونا وايرس نه ناروغه شوي تنان د هېواد په کچه په هسپتالون کې داخل وؤ خو روانه مياشت يعني جون کې دبستر ناروغانو شمېره 2746 ريکارډ شوې ده.

د صحت محکمې نه دترلاسه شوؤ مالوماتو له مخې په خېبر پښتونخوا کې نزدې 600 د کرونا وايرس وېکسينېشن مرکزونه جوړ کړل شوي دي او د 50 نه سېوا د وېکسين لګولو ګاډي هم بېلا بېلو سيمو ته ورځي.

په مردان مېډيکل کمپلېکس کې د عامو ناروغو متخصص ډاکټر عباس خان وي او ای ډيوه ته وويل چې د کرونا وايرس نه په مستقله توګه د خونديتوب يوازينۍ لار ویکسين لګول دي.

"د کرونا وايرس نه د ځان ساتلو یوازینۍ لار ويکسين لګول دي، او چې کوم قسم ویکسين هم ترلاسه کېږي نو هغه په اولني فرصت کې تاسو ولګوئ"

د ډاکټر عباس په وینا "ويکسين په بنيادي توګه دکرونا وایرس خلاف ستاسو مدافعتي قوت جوړوي او دې سره د کرونا رنځ دبیا لګېدو امکان ډېر کم شي او که دا وايرس ولګي هم نو هغه شدت به يې نه وي او کم از کم مرګ به ترې نه وي"

د سرکاري شمېرو ترمخه په پاکستان کې د کرونا وايرس څخه تېر يو شوا روز کې 1043 تنان ناروغه شوي او 39 ناروغانو په دې وایرس خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.

شمېرې ښايي تراوسه د هېواد په کچه د کرونا وايرس نه په مجموعي توګه 9 لکه، 46 زره او څه د پاسه 200 تنان ناروغه شوي او 21913 تنان مړه شوي دي.