دخېبر پښتونخوا بجټ کې مېرمنو دپاره څه دي ؟

صوبايي حکومت په بېلا بېلو مدونو کې مېرمنو ته دپورونو ورکولو بېلابیلې منصوبې هم په بجټ کې شاملې کړي چې پکې د بینک اف خېبر مایکرو فنانس څخه 20 فيصدي پورونه ورکول او د رجسټرډ وړو کاروباري میرمنو دپاره ویړیا پورونه هم شامل دي.

دخېبر پښتونخوا صوبايي حکومت د مېرمنو د پرمختګ دپاره د مالي کال 22-2021 بجت کې يو ارب روپۍ ځانګړې کړي دي،

په دغه پېسو کې 100 میلينه روپۍ به د مېرمنو د کمېشن د فعاله کېدو له پاره مصرفولی شي۔

ددې ترڅنګ صوبايي حکومت په بېلا بېلو مدونو کې مېرمنو ته دپورونو ورکولو بېلابیلې منصوبې هم په بجټ کې شاملې کړي چې پکې د بینک اف خېبر مایکرو فنانس څخه 20 فيصدي پورونه ورکول او د رجسټرډ وړو کاروباري میرمنو دپاره ویړیا پورونه هم شامل دي.

په خېبر پښتونخوا کې کاروبار کوونکې مېرمنې وايي چې په بجټ کې بېلې کړل شوې قرضې په لويه کچه کاروبار شروع کولو د پاره پوره نه دي او دا چې زياتره مېرمنې د بینکونو لخوا پورونو اخستلو د پاره داېښودل شوؤ سختو شرطونو له کبله نه شي کولی چې د کاروبار د پرمختګ له پاره پورونه واخلي۔

په دې هکله وي او ای ډيوه سره دخبرو په مهال په پېښور کې مېشت کاروباري میرمنې نيلوفر سمعي وویل چې کومې مېرمنې کاروبار کول غواړي نو په هغوئ کې زياتره يا خو د ناپوهۍ او يا د بینکونو د قرضو ورکولو د پاره دلګول شوؤ شرطونو له امله پورونو اخستلو ته غاړه نه ږدي.

هغه وایي" کرونا کې چې کوم حالات رامخې ته شول او دې نه وړاندې چې کوم بجټ پاس شوی ؤ نو هغې کې هم دوئ دقرضونو ورکولو وینا خو کړې وه خو طريقه کار يې دومره ګران و چې زمونږه مېرمنو هغه وا نه خستی شول"

هغه وایي"پته نشته چې هغه پېسې بيا چېرته لاړې شي، او دې بجټ کې چې قبايلي علاقو د پاره کومې پېسي دوئ يادې کړي دي نو هغه زمونږ دا تعليم يافته ښځې نه شي اخستی نو د هغه علاقو چې کومې بې تعليمه مېرمنې دي هغوئ به يې څنګه واخلي؟"

د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت په بجټ کې مېرمنو ته دقرضو ورکولو له پاره د بینک اف خېبر مايکرو فنانس برخه کې 20 فيصده او د اخوت پروګرام لاندې د يو ارب روپو دپنګې په ویش کې 25 فيصده برخه ځانګړې کړې ده.

په پېښور کې د وومن يا دمېرمنو چېمبر اف کامرس پخوانۍ مشره شمامه ارباب وايي د ميرمنو د پاره چې بجټ کې د قرضو ورکولو کوم مقدار ايښودل شوی نو هغه ډېر کم دی او په لويه کچه روزګار کوونکې مېرمنې ترې ګټه نه شي پورته کولی.

" بینک اف خېبر چې کومې وړې قرضې ورکوي نو هنرمندو او تعليم يافته مېرمنو او سړو ته زيات نه زيات لسو لکو پورې ورکوي او چې کومو سړو سره هنر نه وي نو هغوئ ته پنځه لکه او چې کومې بې تعليمه او بې هنره مېرمنې دي نو هغوئ ته بيا درې لکه روپۍ ورکوي"

نوموړې وايي چې بايد د نورو څانګو په څېر دمېرمنو روزګار ته هم په بینکونو کې ځانګړی حیثیت ورکړل شي چې هغوئ هم په اسانۍ سره په لويه کچه د قرضو اخستو توان ولري.

" لويي قرضې هم پکار دي لکه د غټو غټو مشينانو د پاره په کروړونو کې قرضې پکار دي نو هغوئ به هغه هومره تاسو ته د پېسو واپسي هم کوي"

دشمامه ارباب په خبره "څنګه چې تاسو زمیداري يوه شعبه جوړه کړې او بینک هغې ته پېسې ورکوي نو داسې تاسو چې د مېرمنو کوم کاروبارونه دي هغه هم يو سېکټر يا برخه جوړه کړئ او د بینک دا ذمه واري جوړه کړئ چې هغوئ دپاره زړه پورې رقم مختص کړي چې ورسره د هغوئ په رېټنګ يا کاروبار کې فرق راځي نو بيا به بینکونه کوشش کوي چې مونږ ښځو ته اوس قرضه ورکړو"

دجمعې په ورځ د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت د زر اربه روپو نه سېوا بجټ صوبايي اسمبلۍ ته وړاندې کړی دی.

په بجټ کې د رجسټرډ وړو کاروبار کوونکو مېرمنو د پاره قرضه حسنه، د 21 جامو جوړولو مرکزونو څخه 840 مېرمنو ته روزګار ورکولو ترڅنګ د قبايلي مېرمنو د خودمختارۍ او پرمختګ د پاره 31 ملينه روپۍ هم ځانګړې کړل شوي دي