پېښور هایکورټ حکومت نه شمالي وزیرستان کې دماینونو په چاودنو بشپړ رپورټ وغوښتو

پېښور هايي کورټ مرکزي حکومت ته امر کړی چې په خېبر پښتونخوا کې ضم شويو قبائيلي سيمو او په خاصه توګه جنوبي وزيرستان کې په دځمکنیو ماينونو د چاودنو په اړه دې راتلونکو درېوو اوونیو کې خپل تفصیلي رپورټ عدالت ته وړاندې کړي.

په دې اړه پېښور هايي کورټ ته قبايلي ضلعو سره تړاؤ لرونکو پنځوؤ وکيلانو خواست کړی و چې مرکزي او صوبايي حکومت ته دې ددغو سيمو څخه د ځمکنیو ماینونو دپاکولو امر وشي او تراوسه ددې ماینونو په چاودنو کې د مړو اؤ ژوبلو کسانو کورنیو سره دې مالي مرستې ورکړل شي.

په قبايلي ضلعو او په ځانکړې توګه جنوبي وزيرستان کې د ښخو شويو ماينونو په اړه د قضيې اورېدنه د پېښور هايي کورټ چيف جسټس قيصر رشيد او جسټس سيد محمد عتيق شاه باندي مشتمل دوه کسيزه بينچ ترسره کړه.

ددې قضیې مخ په وړاندې وړونکي وکيل دجنوبي وزيرستان سجاد احمد محسود اېډوکېټ وي او ای ډيوه ته وويل چې د قضيې اورېدنې وروسته عدالت حکومت ته د تفصيلي رپورټ جمع کولو امر وکړو.

نوموړي زياته کړه په درخواست کې يې قبايلي سيمو څخه په ځمکه کې دښخو ماینونو لرې کولو، داغېزمنو کورنيو سره دمالي مرستو کولو او په دې اړه خلکو کې د پوهې پېدا کولو غوښتنه کړې ده۔

هغه وایي" چې داسې ډول څومره پېښې مخې ته راځي نو هغه دې ثبت کولی شي، چې څومره پېښې شوي د هغې دې ماته فهرست وښودل شي يا یې باید شمیره وښايي چې زما څومره بچي شهيدان شوي او څومره مغذوره شوي دي"

دنوموړي په وینا "دغه سیمه دې رېډ زون يا د خطرې ډکه وګرځول شي او په عامو ځايونو کې دې خلکو ته د هغې په اړه دمالوماتو ورکولو بندوبست وکړي"

سجاد احمد محسود وایي "مونږ ته دې د معاوضې په شکل کې يو شان حېثيت راکړي څنګه چې په پنجاب کې کېږي او څنګه چې په بلوچستان کې زمونږ روريانو ته ورکړل شوې ده، او بيا زمونږه دا کوم ماشومان، خویندې،میندې چې متاثره شوي دي نو د هغوئ دې سم علاج وکړل شي او ماشومانو ته دې دتعليم په مد کې ویړیا امداد ورکړل شي"

د راپورونو ترمخه د جون مياشتې په وړومبۍ نېټه د جنوبي وزيرستان په لدها تحصيل کې د ځمکني ماين دچاودنې له امله درې ماشومان مړه شوي او دوه ژوبل شوي وو۔

عدالت ته په دغه درخواست کې ويلې شوي چې يوازې په جنوبي وزيرستان کې دتيرو څو کالو په مهال د ښخو بمونو څه 178 پورې چاودنې شوي دي۔

په دغو چاودنو کې 800 پورې تنان مړه شوي او خوا وشا 250 پورې ژوبل شوي هم دي۔

د شمالي وزيرستان څخه دپاکستان دقامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ وي او ای ډيوه ته وويل چې په هر فورم يې په ځمکه کې د ښخو ماينونو پرضد غږ پورت کړی خو حکومت د هغې په لرې کولو کې د سنجيدګۍ مظاهره نه کوي۔

دمحسن داوړ په وینا"ددې په ځواب کې د حکومت هم دا دريځ پاتې شوی دی چې مونږ په ځمکنیو ماینونو ډېر کار کړی دی او مونږ (ددې لارې کولو دپاره) ټيمونه جوړ کړي دي او په دې ځايونو کې مو کار کړی دی"

محسن داوړ زیاتوي خو بدبختي زمونږ دا ده چې هره دوېمه ورځ وروسته د ښخو ماینونو چاودنې کېږي او خلک پکې مړه کېږي او دخپل وجود اندامونه دلاسه ورکوي، نو اوسه پورې هغه شان سنجيده کار په دې هکله نه دی شوی کوم چې پکار دی.

هغه وایي د رياست چې کومه سټرېتيجي ده ترڅو چې هغې کې بدلون نه وي راغلی نو دا زباني جمع خرچ به کېږي او هايي کورټ ته به هم بس يو رپورټ جمع کړل شي او هايي کورټ به ورته هم وايي چې بس سمه ده.

څو ورځې وړاندې دپاکستان تحريک انصاف حکومت صوبايي وزير شوکت يوسفزئ داسمبلۍ غونډه کې ويلي وؤ چې د ښخو ماینونو د پاکولو په اړه چې څه هم حکومت نه کېدلی شي نو هغه به کوي۔

بلخوا په وروستيو کې حکومتي او پوځي چارواکو ويلي وو چې په ځانګري ډول په وزيرستان کې د ماينونو په پاکولو باندې کار روان دې۔

په مطبوعاتو کې خپاره شوي راپورونه وايي د جنوبي وزيرستان ترڅنګ په نورو قبايلي سيمو کې هم په تيرو وختونو کې د سلګونو په شمېر کې دغه شان چاودنې شوي او خلک يې وژلي او ژوبل کړي دي۔