پېښور کې دطالبانو په پلوۍ لاریون،څېړونکي پرې اندېښنې ښایي

څېړونکي پېښور کې دطالبانو په پلوۍ ویستل شوی لاریون اؤ په سړکونو دهغوئ بېرغونه پورته کول دافغانستان کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ګڼي اؤ وایي پاکستان کې دطالبانو داسې ډاګېزه مرسته راتلونکي کې دپاکستان مشکلات نور هم سیوا کولی شي.

په ټولنيو رسنيو تیره ورځ يوه ويډيو خپره شوې چې پکې د شپې په مهال په پېښور کې ګڼ خلک ليدل کيږي چې د افغان طالبانو بېرغونه يې پورته کړي دي او د هغوئ په پلوۍ شعارونه ورکوي.

د ويډيو خورېدو وروسته ځينو تنانو په ټولنيزو رسنيو دا هم ويلي چې دغلته د يو مړي جنازه راغلې وه او دغې تنانو په جنازه کې ګډون کړی ؤ.

پولیس وایي دوئ ته هم دطالبانو دبېرغونو پورته کېدو اطلاع رسېدلې اؤ معلوموي چې چا دا بېرغونه پورته کړي اؤ ولې یې دطالبانو په پلوۍ شعارونه ورکړي دي.

په ټولنيو رسنيو د ويډيو خورېدو وروسته ځينو فعالینو په ټولنيزو رسنيو دا هم ويلي چې دغلته د يو مړي جنازه راغلې وه او دغې تنانو په جنازه کې ګډون کړی ؤ.

د سياسي چارو څېړونکي وايي بايد رياستي ادارې د هر هغه ګام مخه ونيسي کوم چې د افغان حکومت پرضد وي او په افغانستان کې جګړې ته تقويت ورکوي.

په خپره شوې ويډيو کې ليدل کېږي چې ګڼ شمېرخلک د پېښور بورډ بازار سره نزدې راغونډ شوي او د طالبانو بېرغونه يې په لاسونو کې پورته کړي دي او د هغوئ په پلوۍ شعارونه ورکوي.

په دې هکله په پېښور کې ميشت د يو شخصي ټيليويژن "هم" ځایي مشر خبريال طارق وحيد وي او ای ډيوه ته وويل په کومه سيمه کې چې دغه خلک راغونډ شوي نو هلته په ګڼ شمېر کې افغان کډوال ژوند کوي.

هغه وايي په دغو کډوالو کې يو شمېر که د افغان حکومت سره ولاړ دي نو د ځينو خواخوږۍ د افغان طالبانو سره هم شته.

دښاغلي وحید په وینا" دا يوه اندازه لګولی شي چې په هغوئ کې به ګڼ شمېر خلک د افغان طالبانو سره مينه او همدردي لري،خو داسې به پکې هم وي چې د هغوئ به کابل حکومت سره همدردي وي او مرسته به يې کوي.

خبریال طارق وحید زیاتوي ترڅو چې امنیتي ادارو دا تحقيق نه وي کړی چې دا خلک څوک دي، دا مړی څوک ؤ، دا استقبال چا کړی دا لاریون چا ويستی دی؟ نو په حکومت او رياست دا تور لګول چې دې ځائ نه هلته طالبانو سره مرسته کېږي دا به زياتې وي"

د پاکستان لخوا وخت په وخت په مطبوعاتو کې داسې دعوې مخې ته راځي چې پاکستان افغانستان کې د طالبانو يا بلې کومې ډلې پلوي نه کوي خو بيا په پاکستاني وزيرانو دا نيوکې هم په سوشل ميډيا او مطبوعاتو کې تودې دي چې دوئ د طالبانو په ښکاره ډول ملاتړ کوي.

د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړیکو يا انټرنشنل ريليشنز د څانګې استاذ ډاکټر خورشید خان وايي په داسې حال کې چې پاکستان په افغانستان کې د لاس وهنې تورنه ردوي خو بيا په يو جنازه کې د طالبانو بېرغ اوچتول او د هغوئ په حق کې نعرې لګول د اندېښنې خبره ده.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې ډاکټر خورشید وویل" ډېره زياته د حېرانتيا خبره ده،په داسې حالاتو کې چي پاکستان په ډاګه وايي مونږ په افغانستان کې مداخلت نه کوؤ، اؤ دلته خلک دطالبانو بېرغونه پورته کوي"

نوموړی وایي مداخلت يوازې دا نه دی چې هلته خلک ولیږل شي، مداخلت دا هم دی چې په دې ملک کې که د افغانستان خلک دي يا دپاکستان خلک دي او هغوئ دطالبانو ملاتړ ته راپورته کیږي یا دخانه جنګۍ خبرې کوي نو پاکستان ته یې سمدستي مخنیوی پکار دی ګنې وروسته به حالات ددې نه هم زیات خراب شي.

نوموړي زياته کړه بايد د پاکستان رياست د هر هغه ګام مخه ونيسي کوم چي د افغانستان حکومت پرضد وي او په ياد هېواد کې د نورې بد امنۍ سوب ګرځي، ګني خراب اثر به يې ضرور په پاکستان پريوځي.

"زما خيال دا دی چې پاکستان ته به د ایف ای ټي ایف د خړ نوم لړ نه وتل نور هم ګران شي، د افغانستان د حالاتو نه به بهر شي او بله خبره دا ده چې په دوئ د سختو بندیزونو خطره هم ده"

په دې روستيو کې د پاکستان دکورنيو چارو وزير شیخ رشيد احمد منلې وه چې د افغان طالبانو د مشرانو کورنۍ په پاکستان کې دي او هغوئ د علاج د پاره هم پاکستاني روغتونونو ته ځي راځي.

په ټولنیزو رسنیو دطالبانو دملاتړ دخپرې شوې ويډيو په اړه دنظر غوښتنې دپاره وي او ای ډيوه د پېښور ښار دايس ايس پي اپريشن ياسر اپريدي سره د خبرو کولو هڅه وکړه خو دغه هڅه بريالۍ نه شوه.

د پاکستان جیو ټي وي په خپل رپورټ کې دمتعلقه پولیسو دچارواکو له خولې ویلي هغوئ ته هم په یوه جناره کې دطالبانو د بېرغونو پورته کولو اؤ دهغوئ په پلوۍ دشعارونو ورکولو اطلاعات رسیدلي دي،

پولیس وایي چې ددې پېښې پلټنې یې پیل کړي اؤ ډير زر به واقعیتونه معلوم کړي۔