پاکستان کې دټولټاکنو کمیشن د رایو په بریښنایي مشین 37 اعتراضونه کړي

د پاکستان دټولټاکنو مرکزي کمیشن د وفاقي حکومت لخوا راتلونکو ټولټاکنو کې د الیکټرانک ووټنګ یا برېښنایي رایو دمشین کارؤلو په اړه د سینیټ قایمه کمیټۍ ته رپورټ جمع کړی دی،

کمیشن په دغه رپورټ کې په اليکټرانک ووټنګ مشين 37 اعتراضات پورته کړي دي.

د مخالفه سياسي ګوندونو غړي وايي چې حکومت د خپلو ناکامه پالیسیو له کبله د ولس مخې ته نه شي ورتللی نو په راتلونکو ټاکنو کې د درغلۍ او ټګۍ له پاره دغه مشين کارؤل غواړي۔

بلخوا د سائنس او ټېکنالوجۍ مرکزي وزير شبلي فراز دخبري غونډي په مهال ويلي چې د اليکټرانک ووټنګ مشين هغه خلک مخالفت کوي څوک چې په هېواد کې روڼ انده ټاکنې نه غواړي۔

د مطبوعاتو ترمخه د روانې مياشتې په اوومه نېټه الېکشن کمېشن د الیکټرانک ووټنګ میشن په اړه د سينټ قایمه کميټۍ کې خپل رپورټ جمع کړی۔

په 37 اعتراضاتو مشتمل دغه رپورټ کې دا هم ویل شوي چې په راتلونکو انتخاباتو کې په لويه کچه د اليکټرانک ووټنګ مشينانو استعمال له پاره وخت ډير کم دی۔

د رپورټ ترمخه د ياد مشين هارډ ویر او سافټ وير نه ليدل کېږي او ددغه مشين په کارولو کم از کم 150 اربه روپۍ لګښت راځي او د دومره ستر لګښت باوجود به هم د انتخاباتو روڼوالی شکمن وي.

په ټاکنو کې د اليکټرانک ووټنګ مشين د استعمال په هکله په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د پاکستان پيپلز ګوند غړي احمد کنډي وي او ای ډيوه ته وويل چې دغه مشين د نړۍ نورو ملکونو کې هم ناکامه شوی دی.

دی وايي حکومت يوازې خپل مقصد پوره کولو لپاره اليکټرانک ووټنګ مشين کارؤل غواړي.

" دسپريم کورټ په دې هکله فېصله هم ده چې دا مشينان دې وړومبی د انجينيرنګ کونسل په ټاکنو يا د بار کونسل ټاکنو کې استعمال کړل شي چې ددې دطريقه کار پته ولګي او خلک ورسره عادي هم شي،

ښاغلی کنډي وایي درایو دبریښنایي مشین کارؤلو لپاره په ايين او رولز کې هم بدلون کول پکار دي، دا حکومت په هر څه کې بیړه کوي او په دې کې دبیړې کولو نه هم دا اندازه لګي چي دوی يي علط استعمال کول غواړي

په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند زنانه غړې او د پارټۍ صوبايي ویاندې ثمرهارون بلور وي ای ډيوه ته وويل حکومت په راتلونکو عامو ټاکنو کې د خپلو پالسېو له امله د خلکو مخي ته نه شي ورتللی ځکه د مشين د لارې په درغلۍ اليکشن ګټل غواړي۔

ډیوه سره خبرو کې هغې وویل" دا يو غېر سنجيده انعقاد دی او حکومت ته خپله کار کردګۍ معلومه ده او دخلکو د غم او غصې نه هم خبر دي نو هغوئ اوس نه راتلونکو ټاکنو کې درغلۍ لپاره طريقه کار جوړوي.

دثمر بلور په وینا "يو مشين ماته بغېر د نوم او نمبر نه نتيجه راکوي او مشين چې کومه نتيجه راوباسي نو پولنګ اېجنټ هغه نه شي کولبورېټ کولی په څه طريقه کار باندې نو دا څنګه شفاف اليکشن شو"

د سائنس او ټېکنالوجۍ مرکزي وزير شبلي فراز دخبرې غونډې په مهال ويلي چې د اليکشن کميشن په دغه نکتو کې 27 د کمېشن د صلاحيت په اړه دي او 10 د مشين د ټيکنالوجۍ سره تړلي دي.

دی وايي چې دغه 10 نکتې په مشين کې حل کې کیدای شي او پاتې نکتې حل کول اليکشن کمېشن ته کتل پکار دي۔

نوموړي زياته کړه چې حکومت به د راتلونکو ټاکنو ددغې مشين په ذريعه کولو لپاره قانون سازي کوي۔

" دا حکومت په مکمله توګه پرعزم دی چې مونږ به قانون سازي هم کوؤ او مونږ به د کال 2023 انتخابات د ټيکنالوجۍ د لارې کوؤ، او دې کې په وړومبي ځل به شفاف او دلانجې نه پاک انتخابات وي"

په کال 2018م کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند په حکومت کې راغلی خو مخالفه سياسي ګوندونه وار په وار په واکمن ګوند دا تورونه لګولي چې دوئ په تګۍ په حکومت کې راغلي دي۔

د پاکستان تحريک انصاف حکومت وار په وار دا تورونه رد کړي او وايي چې د درغلۍ او ټګۍ نه پاکو ټاکنو کولو لپاره د تیکنالوجۍ په مرستي سره راتلونکي انتخابات کول غواړي۔