که افغانستان کې اقتصادي وضعه نوره خرابېږي،دعامو افغانانو‌ په ژوند به یې څه اغېز وي؟

څېړونکي وايي په افغانستان کې د طالبانو دحکومت راتلو وروسته چې ددغه هیواد د اقتصاد وضعه څومره هم نوره خرابيږي نو بد اغېز به يې دخلکو په ټولنيز ژوند کیږي او په نتيجه کې به يې جرمونه او قاچاق سېوا کېږي۔

دوئ زياتوي د خراب اقتصاد له امله د افغان مهاجرينو پاکستان ته يو ځل بيا راتګ او په قبايلي سيمو کې دناامنۍ په پېښو کې د زياتوالي راتلو اندېښنه هم شتون لري۔

د څېړونکو د وینا ترمخه بايد افغان طالبان د نړیولې ټولنې غوښتنې ومني او مخکې له دې چې په افغانستان کې انساني بحران پېدا شي ګاونډي هېوادونه او نور طاقتور رياستونه په طالبانو فشار واچوي چې په دغه هېواد کې ټول شموله حکومت جوړولو ته زمينه برابره کړي۔

ماهرين وايي په افغانستان کې د طالبانو دحکومت جوړېدو وروسته د افغانستان بانک کنګل شويو شتمنو، په هېواد کې د روزګارونو په ټپه ودرېدو او نورو ملکونو سره په تجارت کې رامنځته شويو ستونزو له امله د ملک اقتصادي حالت ورځ تربلې خرابيږي۔

د پېښور پوهنتون د کريمينالوجي دڅانګې استاد اسټنټ پروفېسر ابرار خان وي او ای ډيوه ته وويل د اقتصاد خراب وضيعت له امله په افغانستان کې د جرمونو زياتېدو اندېښنه پېدا شوې ده.

" په جرمونو کې به د توان لپاره تښتول شروع شي، په لارو کوڅو کې به شوکې شروع شي ځکه چي ددې خلکو عادي ژوند متاثره شو او د ژوند د تېرولو لپاره به خامخا غلطې لارې کاروي او دا هم کېدای شي چې سمګلنګ شروع شي"

نوموړه زياته کړه د دغې هېواد ولس چې څومره هم په معاشي توګه کمزوری کېږي نو هغه هومره خراب اثر به يې د نورو ګاونډي هېوادونو په پرتله په پاکستان زيات پريوځي۔

" د دغې حالاتو اثر به په پاکستان کېږي ځکه چې دا خلک به د مهاجرينو په شکل کې بيا دلته راځي، دغلته چې کوم جنګي مشران دي نو هغوئ به خپله تنظيمي ډانچه چلول هم غواړي نو حالات به ورځ تر بلې خراب اړخ ته ځي او هلته چې څومره حالات خرابېږي نو اثر به يې په پاکستان او په خاصه توګه د خېبر پښتونخوا په قبايلي سيمو وي او امن به خرابېږي"

په 15م اګست د طالبانو لخوا د افغانستان واک ترلاسه کولو وروسته امریکا په سمدستي توګه د افغانستان بانک څه د پاسه د9 اربو ډالرو شتمنۍ کنګل کړي چې څېړونکي وايي په افغان طالبانو د فشار د وسيلې په توګه یې کاروي۔

د مردان عبدالوالي خان پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو د څانګې مشر پروفېسر عبدالشکور وايس اف امريکا ډيوه نيوز ته وايي د افغانستان اقتصاد ښه کولو له پاره بايد افغان طالبان د بشري حقونو خوندي کولو ترڅنګ ټولې هغه غوښتنې ومني د کومو چې د دوئ څخه غوښتنه شوې۔

" که انساني بحران پېدا کېږي يا قحط راځي نو بيا به اقوام متحده او نور ملکونه دې ته نه ګوري چې د چا حکومت دی خو امداد به کوي، زما په خيال اول خو طالبانو له سوچ پکار دی چې په يوازې والي کې حکومتونه او ملکونه نه چلېږي،

خو هغه وایي ورسره سم د طالبانو حکومت باندې دا فشار هم راوړل دي چې هغوئ د انساني حقونو خيال وساتي او د يو داسې حکومت جوړولو پلان راوړي چې هغه ټولشموله وي او نړۍ او ګاونډي هېوادونو ته په هغې اعتراض نه وي

د شورو په ورځ د خوراک نړيوال پروګرام مشر ويلي وؤ په افغانستان کې د 18 میلیونو څخه زيات خلک بشري مرستو ته اړتيا لري په دوئ کې 14 میليونه هغه دي چې د خوراک د نشتوالي سره مخ دي او دوه ملينه ماشومان دي چې د خوراک د کمي خطره ورته ورپېښه ده۔