دپښتونخوا دشاتو کاروباریان وایي دافغانستان وضعیت تاوان سره مخ کړي

د خېبرپښتونخوا د شاتو کاروبار کوونکي وايي په افغانستان کې د طالبانو حکومت راتلو وروسته د پاکستان او افغانستان د شاتو صنعت د تاوان سره مخ شوی دی۔

دوئ وايي د ژمي پسر کې به نه يوازې بیلابیل رقم شات په زياته کچه افغانستان ته لېږل کېدل بلکي افغان سودا ګرو به هم په پاکستان کې د شاتو په کاروبار کې پانګونې کولی کومې چې دا مهال په نظر نه راځي۔

دشاتو دکاروباریانو داتحاديې مرستيال مشر شیخ ګل بادشاه وي او ای ډيوه ته وايي په افغانستان کې له بدلون راتلو وروسته يو شمېر د شاتو دمچیو فارمونه پاکستان ته د راوړل کېدو پرځائ هلته پاتې شول چې له امله يې د بېرې د ګبين پېداروار سږ کال اغېزمن شوی دی۔

"زمونږه دموچیو پالونکي به په جون جولايي کې افغانستان ته لاړل او بېرته به سپتمبر کې دوئ واپس ښکته راتلل، خو له 15م اګست نه په افغانستان کې نوي حالات منځ ته شول نو زمونږه د 2000م پورې د مچیو فارمونه هلته ايسار شول، او د هغې نه علاوه زمونږه د شاتو پيداوار د 20 سلنه نه تر 30 سلنه پورې کم شو"

د شاتو دکاروبار کوونکو د اتحاديې د شمېرو ترمخه په خېبر پښتونخوا کې د 15 زرو نه تر 20 زرو پورې د مچیو فارمونه شتون لري۔

په پېښور کې مېشت د افغانستان سره تجارت کوونکی رحيم الله وايس اف امريکا ډيوه نيوز ته وايي ګاونډي هېواد کې داقتصاد دغیر يقيني صورت حال پېدا کېدو له امله دوئ نه شي کولی چې ګبين افغانستان ته وليږي چې نتیجه کې یې کاروبار د تېرو څومياشتو راهسې د زيان سره مخ دی۔

"دپلوسې شات، دشوتل شات، لاچۍ شات او نور رقم شاتونه به افغانستان ته لېږلی کېدل او هلته يې دخلکو استعمال ډېر زيات ؤ، نو چې د اشرف غني حکومت ختم شوی دی نو په دغې کاروبار يې منفي اغېز شوی ځکه سپلايي بنده ده او هغه ځائ نه د دپېسو د راکړې ورکړې نظام بلکل ختم شوی دی، زمونږ زياته پېسه اوس په افغانستان کې بنده ده"

تاجران وايي د خېبر پښتونخوا او د افغانستان بېلا بېلو سيمو کې خوا وشا 15 لکه خلک په دې کاروبار کې بوخت دي۔

د افغانستان کندوز ولايت رحيم الله وي او ای ډيوه ته وايي د خپل هېواد تجاران يې سږ کال شاتو اخيستو ته تيار نه وؤ ځکه يې په ړومبي ځل د سودا خرڅولو لپاره د پاکستان مخه وکړه۔

" دجوزه مياشت کې بدخشان ته به تلو او هلته ډېر ښکلي شات وؤ خو چې سږکال مونږ دغه شات واخستل نو دغه ګډوډي رامنځته شوه او تجاران را ونه رسېدل او هغه زمونږ ټول شات مکمل پاتې دي، يعنې ما د 70 ګیلنو شاتو نه یوازې درې ګیلنې خرڅې کړي دي هغه هم په ارزانه بيه، چې هغه وخت کې مونږه 30 کلو ټپکه یا ګیلن په 18 زره افغانۍ خرڅوله اوس يې څوک په 10 زره افغانۍ هم نه اخلي"

د اتحاديي ترمخه پېښور څخه د کال په سر نزدې 450 کنټېنره د بېرې شات چې په يو کنټېنر کې 20 زره کلو ګرامه شات وي عرب ملکونو ته بر امد کېږي او د شوتل او پلوسې خواوشا لس کنټېنره شات به افغانستان ته برامد کېدل۔