حقاني شبکه ولې پاکستاني طالبان اسلام اباد سره رغوي؟

څېړونکي وايي د پاکستان دحکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمنځه د مذاکراتو عمل د افغان طالبانو حقاني شبکې لخوا ځکه ترسره کېږي چې د اسلام اباد د ې شبکې سره د وړاندې نه ښې اړيکې دي او بلخوا حقاني نټ ورک هم په ټي ټي پي واضحه اثر رسوخ لري.

څېړونکي نظر لري چې د حقاني نیټ ورک مشران د پاکستان په قبايلي سيمو کې دوئ سره يو ځائ پاتې شوي او بيا وروسته دتحريک طالبان پاکستان غړي هم دحقاني شبکې د سيوري لاندې د غربي ځواکونو پرضد په افغانستان کې جنګې دي۔

په دې حقله وايس اف امريکا ډيوه سره دخبرو په مهال د پېښور پوهنتون د صحافت دڅانګې استاد او څېړنکار ډاکټر عرفان اشرف وویل چې د پاکستان حکومت او د کالعدم تنظيم تحريک طالبان پاکستان ترمنځه مذاکراتو کې دحقاني شبکې اثر رسوخ سېوا دی او دا به د دواړو فريقېنو ترڅنګ د افغان طالبانو لپاره هم ګټور وي۔

" دا مذاکرات چې ټي ټي پي سره روان دي دا د حقاني نیټ ورک له اړخه روان دي، نو افغانستان کې نه حقاني نیټ ورک پياوړی کېږي بلکي په دې علاقه کې ټي ټي به هم د حقاني نیټ ورک مشکور وي ولې چې هغوی پاکستان ته راځي او قبايلي سيمو کې مېشته کېږي او زور يې زياتېږي نو په دې کې زما په خيال د حقاني کرادار ډېر زيات دی او د ټي ټي پي کوم جنګيالي چې دي کېدې شي هغه په افغانستان کې د حقاني ملاتړ ته هم هر وخت حاضر وي"

نوموړي زياته کړه د طالبانو حقاني شبکې سره د وړاندې نه د اسلام اباد اړيکې ښې وې ځکه چې دغه ډلی د پاکستان پرضد فعاليتونه نه دي ترسره کړي۔

" خاص کر دامريکا لخوا په پاکستان دا تور لګي چې دا حقاني نیټ ورک چلوي هم پاکستان او دې ته هغوئ ډبل ګېم وايي خو پاکستان هميشه انکار کوي دې نه، خو د اړيکو نه نه پاکستان انکار کوي او نه هغه خلک انکار کوي څوک چې په دې علاقه پوهېږي"

څېړونکي وايي د پاکستان حکومت او کالعدم تنظيم ټي ټي پي ترمنځه د مزاکراتو دغه عمل سرته رسولو زمه واري افغان طالبانو د داخله چاريو وزير سراج الدين حقاني ته سپارلې ده، د دوی په وېنا نوموړی په پاکستاني طالبانو زيات اثر لري۔

په پېښور کې مېشت خبريال مشتاق يوسفزی وي او ای ډيوه ته وويل د حقاني نټورک په پاکستاني طالبانو ځکه اثر سېوا دی چې يو خو د دغې شبکې مشرانو په قبايلي سيمو کې ژوند کړې او بل افغانستان کې د روس او مغربې ځواکونو پرضد جنګ کې پاکستاني طالبانو د حقاني نټ وارک په مشرانه کې به برخه اخېستله۔

"چې کوم د دوئ (سراج الدين حقاني) پخوانې کور ؤ نو هلته يې والد صېب پاتې شوی ؤ او نور د کورنۍ غړي هم هغه وخت دلته پاتې شوي وؤ چې کله روس په افغانستان حمله کړې وه، د دوئ پاکستاني طالبانو سره اړيکې په دې بابت کې هم ځکه ښې دي چې يو خو دوئ په پاکستاني مدرسو کې سبقونه يو ځائ ويلي دي يا چې کوم پاکستاني طالبان او وسله وال هغوئ به تلل جنګ له افغانستان ته نو هغوی به جنګ کولو دحقاني نیټ ورک دسيوري لاندې"

دپاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري ویلي د کالعدم تحریک طالبان پاکستان سره د افغان طالبانو په مرسته د حکومت د خبرو په ترڅ کې د دواړو فریقېنو ترمنځ ‌ډز بندي غځول شوې ده۔

پاکستان ټېلې وژن په خپل ټوېټر اکاونټ د فواد چوهدري له قوله ويلي ټي ټي پي سره مذاکرات د پاکستان د ایین لاندې کولی شي۔

د ټي ټي پي پخواني مشر ملا فضل الله په 2014م کې د پېښور په ارمي پبلېک سکول د حملې ذمه واري منلې ده.

په دغه حمله کې تر 150 پورې کسان وژل شوي چې 132 پکې د سکول ماشومان دي۔ دې نه علاوه يادې وسله والې ډلې په پاکستان کي د نورو يو شمېر وسله والو بريدونو مسوليت هم په خپلسر اخستی دی