دننګرهار خلک وایي مرموزو وژنو یې په ژوند اؤ نفسیاتو ناوړه اغېزې کړي

د افغانستان دننګرهار ولايت اوسيدونکي وايي چې د امن خراب وضعیت او ځائ پر ځائ دنامعلومه وسله والو لخوا دخلکو په مرموز ډول بوګنوونکو وژنو ځایي خلک په ويره کې اچولي دي.

دوئ وايي چې داسې ډول پېښو د دوئ ټولنيز ژوند ډير اغېزمن کړی او نه شي کولی چې په ازادۍ سره دخپلوانو او دوستانو سره دمجلسونو کولو ترڅنګ د زيات وخت لپاره خپلې کاروباري هلې ځلې دوام داره وساتي۔

خو په ننګرهار کې د طالبانو ترجمان بیا وي او ای ډيوه ته ويلي چې په دغه ولايت کې د امن وضعیت ښه دی او خلکو ته په ژوند کولو کې هیڅ رقم ستونزې نه رامنځ ته کېږي۔

د جلال اباد ښار استوګن اعجاز احمد وي او ای ډيوه ته وايي په هېواد کې د وروستي بدلون سره سم په ننګرهار کې د نامعلومه واسله والو لخوا د خلکو تښتول او د هغوئ وژنې سېوا شوي دي۔

" په بېلا بېلو نامو په ښار کې د خلکو ځورونه، په اطرافو کې د کورونو څخه دخلکو ويستل او نامعلومه ځايونو ته وړل او بيا جسدونه يې په لرو پرتو سيمو کې غورځول دا هغه څه دي چې د خلکو په په نفسیاتو اؤ ژوند یې منفي اغېز کړی دی"

نوموړی وايي د طالبانو دحکومت نه یې غوښتنه دا ده چې زر تر زره ددې کړنو مخنيوي وکړي۔

د ځايي سرچينو ترمخه په دغه وژنو کې زياتره مدني او سياسي فعالان، د سلفي مسلک سره تړاو لرونکي ديني مشران او د پخواني حکومت غړي شوي، خو ددې مرموزو وژونو مسوليت کومې واسله والې پغاړه نه دی اخستی.

سرچينې زياتوي چې د نومبر په وړومبیو ورځو کې د جلال اباد يو نهر نه خواوشا 65 مړي ترلاسه شوي چې لاسونه يي په رسيو تړل شوي وؤ۔

په ننګرهار کې مېشت ديدار احمد يار وايس اف امريکا ډيوه ته وايي کورونو څخه دخلکو پورته کول او بيا په مرموز ډول دهغوئ د وژلو پېښو په ټولنيز ژوند او کاروباري هلو ځلو خراب اثر غرځولی دی۔

"اوس په کاروبار، او د ژوند په ټولو اړخونو يې منفي تاثير کړی دی، هغه خلک چې پخوا به تر ناوخته پورې په ښارونو او بازارونو کې ګرځېدل او ترناوخته پورې به مارکيټونه او بازارونه خلاص وو، بدبختانه په دې وروستيو تحولاتو کې خلک ډار شوي دي او دوئ سر ماښام دوکانونه بندوي او خپلو کورونو ته ځان رسوي او هم دغه شان د خلکو په راشه درشه کې هم کمښت راغلی دی"

نوموړی وايي ډير خلک داسې فکر کوي که زيات بهر وليدلی شي نو ژوند ته به يې خطر پېښ شي"

د افغانستان ننګرهار ولايت کې د خراب امنیت او د مرموزو وژونو په اړه د طالبانو ولایتي ویاند قاري محمد حنيف د وټس اپ د لارې په يو ليکلي پيغام کې وي او ای ډيوه نيوز ته ويلي په ننګرهار ولايت کې اوس فعلاً امنيت ښه دی او ټولنيز ژوند د ناامنۍ له امله نه دی خراب۔

تیره میاشت په مطبوعاتو کې داسې رپورټونه مخې ته راغلي وؤ چې ننګرهار ولایت کې دیو واده په مهال دموسیقۍ په اوریدو طالبانو په خلکو ډزې کړي چې پکې تر لسو زیات کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي وؤ.

طالبانو ویلي وؤ په دې پېښه کې ککړ کسان یې نیولي اؤ محکمې ته یې کش کړي دي خو هغوئ دا سپیناوی هم کړی ؤ چې دې پېښه کې دطالبانو دنوم څخه په ناوړه استفاده چا خپله شخصي تربګني پاللې ده.

همدا شان په دې وروستیو کې دعبدالرحمان معاون په نوم یو مدني فعال هم په دې وروستیو کې په ننګرهار کې په یو برید کې وژل شوی ؤ چې د وژنې پړه یې هیچا نه ده قبوله کړې