جنرال مکنزی:دطالبانو له راتګ وروسته القاعده افغانستان کې وده کړې ده

دامريکا پوځي مشر جنرال فرینک مکنزي ويلي چې افغانستان څخه دامریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته ترهګرې ډلې القاعده افغانستان کې وده کړې ده او طالب مشران د کال 2020م په هغه ژمنه خپلو کې ویشل شوي چې ديادې وسله والې ډلې سره به اړيکې غوڅوي.

بلخوا په پاکستان کې څېړونکي وايي چې افغان طالبانو د القاعده مشر اسامه بن لادن د امريکا په وینا د هېواد څخه د ویستلو پسر خپل تېرحکومت د لاسه ورکړی ؤ اؤ اوسمهال به د طالبانو مشران نړۍ ته د ژمن پاتې کېدو په خاطر کومه وسله واله ډله چېرې هم داسې پرې نه ږدي چې د افغانستان زمکه د بل کوم هېواد پرضد وکاروي۔

تېره ورځ د ای پي خبري ادارې سره مرکه کې جنرال فرينک ميکنزي ويلي چې افغانستان څخه دامریکا دپوځ اؤ استخباراتي سرچینو په وتلو سره،په هغه هیواد کې د القاعده او نورو ترهګرو ډلو تعقیب کول ګران شوي دي او د نوموړي په وینا په دغه هېواد کې القاعده وسله والې ډلې وده کړې ده۔

په دې هکله په پېښور کې مېشت خبريال مشتاق يوسفزی وي او ای ډيوه ته وايي چې په داسې ډول خبرونو کې حقيقت ډير کم وي ځکه چې طالبان دپخوا په پرتله اوس زيات پوهه دي او قوت لري.

هغه وايي طالبان به نړۍ ته د ژمن پاتې کېدو لپاره د القاعده او نورو وسله والو ډلو مخنيوی کوي۔

نوموړی وایي ،دې کې شک نيشته چې دامهال افغانستان کې د زياتو ملکونو خلک شته چې په هغو کې عربان، پاکستانيان، چاينيز اؤ د اروپا خلک هم شامل دي،اؤ دغلته میشت عربانو کې د القاعده خلک هم شامل دی.

خو ښاغلی مشتاق یوسفزی زیاتوي چې پخوا طالبانو سره دومره پوهه نه وه ،وسايل ورسره نه وؤ خو اوس هغوئ څه حده پورې په خپلو خپو ولاړ دي ،حکومت ورسره دی اؤ دمهارت ترڅنګ وسایل هم په لاس کې لري.

"زما چې کوم مالومات دي نو هغه دا دي چې افغان طالبان ډیر محتاط دي او هغوئ دا نه غواړي چې په داسې وخت کې چې د هغوی حکومت لا چا منلی نه دی او نړۍ ورته ګوري، چې ورته مسلې راپېښې شي"

بلخوا دپېښور پوهنتون د تاريخ د څانګې استاد او څېړنکار ډاکټر الطاف قادر وي او ای ډيوه ته وايي د طالبانو او القاعدې ډېرې ژورې اړيکې پاتې شوي او که طالب مشران ددغې ډلې پرضد کاروايي کوي نو داسې امکان شتون لري چې د افغان طالبانو ځينې جنګيالي د نظريي په بنسټ د هغوئ سره مخالفت وکړي.

هغه وایي که چرې د طالبانو مشر دا ووایي چې دالقاعده خلاف کار کوؤ نو دی نه ګڼي چې ګنې ټول طالبان به دې تیار شي اؤ ددې علت نوموړی دا ښایي چې طالبانو کې ټول دیو سوچ خلک نه دي راجمع.

"چې څومره مشران دي نو د هغوئ بيا دخپل سوچ خلک پکې شته نو په ځينې ځايونو کې که دوئ وغواړي نو څه نه څه جګړه به دوئ وکړي خو بعضې ځايونو کې که دوئ غواړي هم نو طالبان به ورته تيار نه شي"

جنرل مکنزي زياته کړې چې امريکا دا مهال د هغه توان يو يا دوه فيصده لري کوم چې يو وخت کې دوئ د افغانستان د څار لپاره درلودو،

دی وايي او دې سره هغه اطمينان چې القاعده او داعش خراسان امريکا ته ګواښ ونه کړي ناممکن کړی نه دی خو ډير يې سخت کړی دی۔

خبريال مشتاق يوسفزي زياته کړې که چېرې په افغانستان کې د طالبانو عملداري او حکومت کمزوری کېږي نو په هغه صورت کې القاعده د ګاونډي هېوادونو ترڅنګ د غربي نړۍ لپاره خطره جوړیدای شي۔

" که چېرې دا ډلې پياوړې کېږي او په افغانستان کې دامن وضعه خرابېږي نو بيا خو ظاهره خبره ده چې صرف پاکستان او نورو ګاونډي هېوادونو ته نه بلکې څومره چې هم باقي نړۍ ده نو هغې ته به مشکلات جوړېږي خو دا به په هغه وخت کې وي چې کله افغان طالبان کمزوري شي او يا ورسره دنيا مرسته نه کوي او يا هغوئ ددې قابل نه وي چې خپل ملک په قابو کې راولي"

امريکا وايي چې د يوولسم سپتمبر د ترهګریز بريد دپلان جوړولو دپاره د افغانستان خاوره د طالبانو د واکمنۍ په مهال کارول شوې وه۔

طالبانو دکال 1996 تر کال 2001 پورې په افغانستان کې القاعده ته پناه ورکړې وه او د دغې ډلې د مشر اسامه بن لادن د ویستلو په اړه یې د امریکې غوښتنې منلو څخه انکار کړی ؤ.