دطالبانو واکمنۍ کې 90سلنه خبریالان معلوماتو ته لاس رسی نه لري،نظر پوښتنه

د افغانستان د ژورنالستانو ملي اتحاديه ديوې نظر پوښتنې په اساس وايي چې په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راپدیخوا کېدو 90 سلنه څخه زيات خبريالان په ازادۍ سره مالوماتو ته لاس رسی نه لري چې له امله يې د رسنيو خپرونې له کمښت سره مخ شوي دي۔

اتحاديه وايي چې د پلازمينې کابل ښار په پرتله په اطرافي ولايتونو کې خبريالان په دې اړه له زياتو ستونزو سره مخ دي او په دغو سيمو کې خبريالان د ويري له امله دخبرونو په سانسور کولو مجبوره دي۔

بلخوا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت مرستيال ترجمان بلال کريمي وي او ای ډيوه ته وايي په خبريالانو او رسنيو کوم داسې محدوديتونه نه دي لګول شوي چې په مالوماتو خپرولو کې له سانسور څخه کار واخلي۔

په دې هکله د افغانستان د ژورنالستانو د ملي اتحاديي مطبوعاتي غړی عنايت الله زيارمل وي او ای ډيوه ته وايي چې دا نظر پوښتنه د افغانستان په 34 ولايتونو کې ترسره شوې او د هېواد 500 نه زیاتو خبريالانو او د رسنيو کارمندانو پکې برخه اخستې ده۔

" زمونږه زياتره برخو کې اطلاعاتو ته لاس رسی ؤ چې په دې مورد مو پوښتنه کړې وه او له 90 سلنه زياتو خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو ويلي وؤ چې مونږه اطلاعاتو ته لاس رسی نه لرو، او بله پوښتنه دا وه چې ايا دغه اطلاعاتو ته نه لاس رسی ستاسو د خپرونو د کموالي سبب جوړ شوی که نه؟ تقريبا 90 سلنه څخه زياتو خبریالانو ويلي وؤ چې زمونږ د خپرونو د کموالي لامل ګرځېدلی او پنځه سلنه نه سېوا ويلي وؤ چې زمونږ په نشرياتو يې اثر نه دی کړی"

نوموړي زياته کړه په افغانستان کې د سياسي بدلون رورسته خبريالان په رسنیو دلګول شويو ځينو محدوديتونو او خپلې ويرې له وجې نه شي کولی چې ټول مالومات په رسنيو خپاره کړي.

دې وايي د کابل په پرتله په نورو ولايتونو کې زيات خبريالان په سانسور کولو مجبوره دي.

" د شته نظام لخوا هم محدودياتونه شته دی خو زياتره برخه يې خپله سانسوري ده، چې زياتره خبريالان او رسنۍ ډارېږي او ځانونه يې خپله سانسور کړي دي"

د عنايت الله زيارمل په وینا" خبريالان چې کله ديوې موضوع لپاره ولايتونو ته لاړ شي او په يوه موضوع کار کوي نو مجبور دي چې داطلاعاتو اؤ فرهنګ د رياست څخه اجازه واخلي، هغه که د اطلاعاتو اؤ فرهنګ د وزارت خوښه وه نو اجازه به ورکړي او خبريال به پرې کار وکړي او که خوښه يې نه وه نو کار پرې نه شي کولی،

هغه وایي که چرې (بيا هم) خبريال په هغه موضوع کار وکړو نو هغه د دوی(طالبانو) د اصولو خلاف راځي.

د افغانستان ځايي سرچينې وايي چې د ځينو خبريالانو په ضد مقدمې هم جوړې کړل شوي دي خو له ويرې له امله خبريالان په دې اړه د خبريالانو کومې اتحاديي سره دمالوماتو شريکولو نه ډډه کوي۔

د افغانستان د ازادو ژورنالستانو د ټولنې څخه دترلاسه شويو مالوماتو ترمخه په افغانستان کې د جمهوريت دسقوط په وخت څلور خبريالان بندي وؤ او خبريالانو سره د تاو تريخوالي 35 پېښې رامنځ ته شوې وې۔

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت مرستيال ترجمان بلال کريمي وي او ای ډيوه ته وايي په خبريالانو او رسنيو کوم داسې محدوديتونه نه دي لګول شوي چې په مالوماتو خپرولو کې سانسور وکړي۔

"زمونږ ارزونه خو دا ده چې د رسنيو د بيان د ازادۍ او ژورنالستانو لپاره اوس تر بل هر وخت پورې د فعاليت لاره همواره ده او همکاري ورسره موجوده ده او ژوند ته يې خطره نشته او په نشرياتو يې هیڅ نوع محدوديت نشته"

نوموړي زياته کړه" ولې يو څه شته چې هغه دهر يو نظام حق جوړېږي او دا مهمه هم ده چې د ملي منافعو او ملي ارزښتونو او هم دا رنګ د ملي وحدت چې څه صدمه پکې ورته رسېږي لږ شان شرائطو سره بايد احتياط وشي"

په افغانستان کې د خبريالانو د ملي شورا په وېنا په تېر جمهوري نظام کې هم خبريالان مالوماتو ته د لاس رسي په برخه کې د ستونزو سره مخ وؤ۔

د تېر اګست په 15مه طالبانو د کابل واک ترلاسه کړی۔

د افغانستان د ازادو ژورنالستانو ټولنې په وروستيو کې ويلي چې دطالبانو په واک کې له راتلو وروسته د هېواد 231 رسنۍ تړل شوي او خواوشا 60 فيصده نارينه خبريالان او د 80 فيصده نه سېوا ښځينه خبريالانې بې روزګاره شوي دي۔