دخېبر پښتونخوا د13 ضلعو په568 پولنګ اسټیشنو سبا بیا بلدیاتي ټاکنې کیږي

ټاکل شوې ده چې دخېبر پښتونخوا دهغو 13 ضلعو بیلابیلو سیمو کې سبا داتوار په ورځ د بلدياتي ټاکنو وړومبی پړاو او سردوباره دانتخاباتو عمل ترسره شي چې پکې دوړومبي پړاؤ دټاکنو په مهال د مرګ ژوبلې يا امن امان صورت حال خرابېدو له امله دغه ټاکنې ځنډول شوې وې۔

د خیبر پښتونخوا داليکشن کمېشن ترمخه په دغو سیمو کې بېګاه د شپې 12 بجو نه انتخابي مهم يا کمپېن ختم شوی دی۔

په سر دوباره انتخاباتو کې برخه اخستونکي اميدروان وايي بايد حکومت دا ځل د ووټونو اچولو دعمل پرمهال د څه رقم بدې پېښې مخنيوي لپاره کلک ګامونه واخلي چې په روڼ ډول دغه ټاکنې ترسره شي۔

د خېبر پښتونخوا صوبايي اليکشن کمېشن دفتر نه دترلاسه شويو مالوماتو ترمخه د صوبې په 13 ضلعو کې به په 568 پولنګ سټېشنو سبا د فرورۍ په 13 مه انتخابي عمل ترسره کېږي۔

په دې حقله د خېبر پښتونخوا د اليکشن کمېشن ترجمان سهيل احمد وي او ای ډيوه ته وويل چې تېر کال د دسمبر په 19مه چې په کومو علاقو کې د امن امان دصورت حال خرابېدو له امله بلدياتي ټاکنې ځنډول شوې وې په هغه سيمو کې به سبا سحر اتوؤ بجو نه ترماذیګر پنځوؤ بجو د ټاکنو عمل دوام لري۔

"شپږو ضلعو کې د اميدوارانو دمړینې له امله په هغو ځايونو کې اليکشن نه ؤ شوی او تقريبا دا 12 ضلعې دي چې په هغې کې دوباره اليکشن کېږي هلته داړي ګړي او دڅه له وجې نه انتخابات نه وؤ شوي نو دا ټولی 13 ضلعې جورېږي"

نوموړي زياته کړه په خاص خاص ضلعو کې پېښور، مردان، چارسده نوښار او ډي ايي خان شامل دي چرته چې به سبا له دغه ټاکنې کېږي۔

په بونېر ضلعه کې د تحصيل خودوخېل کې د چېرمېن څوکۍ لپاره د عوامي نېشنل ګوند اميدوار ګلزار حسين بابک وي او ای ډيوه وويل چې تېر انتخابات په پولنګ سيټشن کې د امن امان صورت حال خرابېدو له امله ملتوي شوي وؤ، دی وايي بايد حکومت دا ځل د پرامنه او شفافو ټاکنو ترسره کېدو لپاره کلک ګامونه واخلي۔

"په پولنګ سټېشن باندې دوئ (مخالفه ډلې) حمله وکړه او هلته يې متعلقه پريزايډنګ افسر سخت ژوبل کړو، بيا دوی په پېټۍ ورغل او هغه يې ماته کړه او مکمل پولنګ سټېشن يې يرغمال کړو نو د هغې وجې نه په متعلقه د ښځو په پولنګ سټېشن نتيجې ودرېدلې"

نوموړی ډيوه ته وايي چې د حکومت نه يې دغه يوه غوښتنه ده چې په دغه علاقه کې شفاف ټاکنې يقيني کړي او چې بيا کومه نتيجه راځي هغه به دوئ ته منظوره وي۔

د بلدياتي ټاکنو په وړومبي پړاو کې د اليکشن نه يوه ورځ وړاندې په ډې ايي خان ضلعه کې د عوامي نېشنل ګوند د سټي ميئر اميدوار وژل شوی ؤ او د بنو بکا خېل تحصيل د چېرمين اليکشن ځنډول شوی ؤ چې علت يې په مبينه توګه دغه سيمه کې په پولنګ سټېشنو يرغل او وټونه پټول ښودل کېږي۔

له دغې وروسته الېکشن کمېشن د پاکستان تحريک انصاف دصوبایي اسمبلۍدغړي او د ټرانسپورټ دصوبايي وزير شاه محمد وزیر د اسمبلۍ غړیتوب ختم کړی ؤ اؤ په یاده حلقه انتخاباتو ته کاندید دهغه زوئ یې هم نااهله ګرځولی ؤ.

سهېل احمد وي او ای ډيوه ته وويل چې په پولنګ سټېشنو به د پوليس ترڅنګ د ضرورت مطابق پاک پوځ هم ډيوټي کوي۔

"دې ځل هم (د سکيورټۍ لپاره) پوليس دي خو د پوليسو شمېره زياته ده او کومو ځايونو کې چې ضرورت دی نو هلته پاک پوځ هم رابلل کېدلی شي، خو دا ځل د پولنګ سټېشنو تعداد کم دی نو ځکه ډېره د فکرمندۍ خبره نه ده او په دې اړه د چيف سېکټري په مشرۍ کې غونډه هم شوې ده"

تير کال د دسمبر په 19 دخېبر پښتونخوا په اولسو ضلعو کې بلدياتې انتخابات شوي وؤ او د اليکشن کمېشن د مالوماتو ترمخه باقي پاتې ضلعو کي به انتخابي عمل د روان کال د مارچ په 31 مه نېټه ترسره کېږي د کوم لپاره چې د نامزدګۍ دکاعذونو عمل شروع کړل شوی دی۔