دطالبانو حکومت کې بې وزلي زیاته شوې،ماشومان دزده کړو پرځائ کارونو له ځي،رپورټ

دماشومانو دخونديتوب نړيوالې ادارې پخپل وروستني رپورټ کې ويلي چې افغانستان کې د طالبانو دواکمنۍ په شپږ میاشتینۍ موده کې د خواريکښو ماشومانو په شمېره کې زياتوالی راغلی او 18 سلنه کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله خپل ماشومان مزدورۍ ته لېږي۔

په افغانستان کې مېشت ټولنيز فعالان وايي په هېواد کې داقتصادي بحران له امله چې کوم ماشومان په مزدورۍ کولو مجبوره شوي هغوئ د خپل تعليمي حق څخه دمحرومه کېدو ترڅنګ په بازارونو او د کار په ځايونو کې داسې ناوړه کارونو سره مخ کېدای شي کوم چې به د ټولنې په مجموعي ژوند دخراب تاثير کولو لامل وګرځي۔

د ماشومانو د تحفظ دنړيوالې ادارې سېو دي چلډرن په رپورټ کې اندازه لګول شوې چې شاوخوا د یو میلین څخه زیات ماشومان افغانستان کې مزدوري کوي او د هغو کورنیو شمېره هم سېوا شوې ده کوم چې د خپل خوراک دپاره د بل چا نه پیسې په پور اخلي۔

د ماشومانو د تحفظ نړېوالې ادارې په رپوټ کې راغلي چې د تېر اګست د میاشتې نه د افغانستان په هرو درېوؤ کورنیو کې، یوې کورنۍ خپل ټول امدن یا عایدات د لاسه ورکړي او څوک پکې کار، روزګار نه لري۔

په دې هکله افغانستان کې مېشت ټولنيز فعال جاويد کريمي وي او ای ډيوه ته وايي چې په هېواد کې د سياسي بدلون وروسته د رامنځ ته شوي اقتصادي بحران امله زياتره خلک نه شي کولی چې د کورنۍ لپاره خوراکي توکي او نور د امروزه استعمال شيان واخلي ځکه خپل ماشون هم مزدورۍ ته لېږي۔

نوموړي زياته کړه په بازارونو کې توکي شته خو د خلکو د اخيستو طاقت نشته ځکه چې يو خوا بې کاري ده او بلخوا نرخونه هم پورته شوي دي او د اخستو وس د خلکو کم شوی دی۔

"نو طبعاً دې وخت کې ضرورت پېښېږي که يو پلار 500 افغانۍ ګټي نو هغه کوشش کوي چې د سلو افغانیو لپاره خپل اولاد هم ځان سره وباسي ترڅو 600 افغانۍ وګټي او د کورنۍ اړتياوې پوره کړي"

سېو دي چلډرن ویلي چې دوئ د افغانستان په اوو (7) ولایتونو کې د 1400 کورنیو سروی یا نظرپوښتنه کړې ده او نتیجه یې دا راغلې چې د تېر حکومت د ړنګېدو نه وروسته، 82 فیصدي افغانانو باندې امدن ودرېدلی او هغوي اوس هېڅ بله چاره نه لري پرته له دې چې خپل ماشومان مزدورۍ ته ولیږي۔

په جلال اباد کې مېشت د بشري او ماشومانو د حقونو فعال اميد حيران وي او ای ډيوه وايي چې په کم عمرۍ کې د ماشومانو په کارونو کې بوخت کېدو سره دوی په داسې ډول ناوړه کارونو کې هم اخته کېدای شې چې خراب اغېز یې د ټولنې په مجموعي ژوند کیږي۔

دې وايي چې له بده بخته ماشومان د خښتو بټیو او ورکشاپونو او نور درنو کارونو باندې بوخت دي او د دوئ جسم دا نه شي برداشت کولی چې دوئ دې سخت کارونه وکړي۔

"دوی چې په دې مجبوره دي چې کار وکړي او کور ته نفقه راوړي نو دوئ به د زده کړو نه پاتې کېږي، دوئ په پېسو ګټلو باندې اموخته کېږي او که بيا هغه کار نه وي نو دوئ بيا د غېر قانوني کارونو لکه دغلا کولو، نشيې توکو خرڅولو نه دغه عايد يا امدن ترلاسه کوي"

اميد حيران په دې نظر دی که چرې د ماشومانو ددې ناورين مخنيوي و نه شي نو يو لويا فاجعه به رامنځ ته شي او د انساني قاچاق او نورو جرمونو سوب به وګرځي۔

د رپورټ ترمخه نزدې يو کم څلوېښت فيصده کورنیو ویلي چې هغوئ خوراکي مواد په قرض اخلي. همدا شان 7.5 فیصدي کورنیو ویلي چې هغوی خپلو بچیانو ته د خوراک برابرولو لپاره، سوال کوي او خیرات راټولوي۔

د رپورټ هکله مو د طالبانو د حکومت دمرستيال ترجمان بلال کريمي او انعام الله سمنګاني د دريځ مالومولو کوشش وکړو خو بريالي نه شو۔

په افغانستان کې طالبانو خپل حکومت د اسلامي امارت په نوم اعلان کړی، خو تر اوسه هېڅ کوم هېواد په رسمي توګه ندی پېژندلی۔

نړۍ د طالبانو څخه په هېواد کې دټول شموله حکومت جوړولو،د بشري حقونو خوندي کولو، ښځو او جینکو ته د کار کولو او دتعلیم بشپړې اجازې ورکولو غوښتنه کوي