ماهرین: د ښځو د تحفظ له ضلعي کمېټیو پرته د پښتونخوا حکومت د کورني تشدد د مخنیوي قانون بې ګټې دی

پېښور ــــ قانوني چارو پوهان او د مېرمنو د حقونو لپاره کار کوونکي وايي د پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ په مېرمنو د کورني تشدد د مخنيوي قانون منظور کړی خو د يو کال تېرېدو وروسته هم د دې قانون ترمخه د ضلعو په کچه د ښځو د خونديتوب کمېټۍ نه دي جوړې شوې چې له امله يې متاثره مېرمنې د دغه قانون څخه ګټې نه شي پورته کولای.

په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د واکمن پاکستان تحريک انصاف ښځينه غړې عایشه بانو وي او اې ډيوه ته ويلي چې په مېرمنو د کورني تشدد قانون رولز آف بزنس وضع کولو تر څنګ د کميټیو جوړولو لپاره لسټونه تيار کړل شوي دي او د کابينې د منظورۍ وروسته دغه کميټۍ به اعلان کړل شي.

صوبايي اسمبلۍ په مېرمنو د کورني تشدد د مخنيوي قانون د 2021م کال د جنورۍ په 15مه منظور کړی. د دې قانون ترمخه صوبايي حکومت به په ټولو ضلعو کې ډسټرکټ پروټېکشن کميټۍ جوړوي خو څه د پاسه يو کال تېرېدو وروسته هم د مېرمنو د تحفظ او هغوی ته قانوني مرستو ورکولو دپاره دغه کمېټۍ نه دي جوړې شوې.

په پېښور کې د مېرمنو د حقونو لپاره کار کوونکې اېډوکېټ مهوش محب کاکاخيله وي او اې ډيوه ته وايي چې د دغو کمېټیو د نشتوالي له وجې د کورني تشدد سره مخ مېرمنې نه شي کولی چې په وخت انصاف ترلاسه کړي.

نوموړې زياته کړه چې قانون خو جوړ شو خو چې اصل کوم مقصد دی هغه اوس هم نيمګری دی ځکه وایي کومې کمېټۍ چې د قانون مطابق جوړول دي چې هلته به مېرمنې د کورني تشدد په حقله خپل شکايت درج کولو هغه لا نه دي جوړې نو د قانون هغه اصل مقصد نه ترلاسه کېږي.

د قانون ترمخه د ضلعې په کچه ډپټي کمیشنر به د کمېټۍ مشر وي او د بېلابېلو محکمو نارينه او ښځينه چارواکو ترڅنګ د ټولنې مخور کسان به د دغې کمېټۍ غړي وي۔

د کمېټۍ سیکرټره به په ضلعې کې د مېرمنو د حالت په اړه د ضلعي يا ډسټرکټ کمېټي ان د سټېټس اف وومن مشره وي.

ماهرين وايي صوبايي اسمبلۍ لس کاله وړاندې د ښځو د حالت په اړه د کمېشن جوړلو قانون منظور کړی خو د دغې قانون مطابق هم اړونده کميټۍ لا نه دي جوړې کړل شوې، کومې چې د کورني تشدد د قانون په مکمله توګه عملي کولو لپاره مهمې دي.

په دې حقله په پېښور کې د بشري حقونو فعال قمر نسيم وي او اې ډيوه ته وايي، دا کمېټۍ تر اوسه ځکه فعال نه شوې چې دې ټولو کې مهم کردار چاته ورکړل شوی دی هغه د ډسټرکټ کمېټي ان سټېټس اف وومن د مشرې دی ځکه چې وایي هغه به د ډسټرکټ پروټېکشن کمېټۍ سېکترا وي:

"تر څو پورې چې دغه کمېټۍ نه وي جوړې شوې نو دا ممکنه نه ده چې دا قانون دې عملي کړل شي".

په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د واکمن پاکستان تحريک انصاف ښځينه غړې عایشه بانو وي او اې ډيوه ته ويلي چې په مېرمنو د کورني تشدد د مخنيوي قانون رولز اف بزنس وضع کولو ترڅنګ د کمېټیو جوړولو لپاره لسټونه هم تيار کړل شوي دي او دا به کابينې ته د منظورۍ لپاره وړاندې کړل شي:

"وزيراعلی صېب په خپله په دې نظر ساتي او زمونږه په دې حلقه د هغه سره په تماس کې يو، انشاالله ډېر زر به دا کمېټۍ اعلان کړل شي".

د قانوني چارو پوهان وايي ډسټرکټ پروټېکشن کمېټۍ به متاثره شوې ښځې ته د تحفظ ورکولو ترڅنګ طبي او قانوني امداد هم ورکوي. دوی وايي کميټۍ به اول هڅه کوي چې د فريقينو تر منځ روغه راولي او که روغه جوړه نه کېږي نو په 15 ورځو کې دننه په عدالت کې درخواست جمع وروسته به د عدالت فېصله عملي کوي.