په یوکرین د روس دحملې اغېزې به په سیمه اؤ منطقه څه وي؟

په پاکستان کې څېړونکي وايي چې د روس لخوا په يوکرين تازه حمله يو ځل بيا د پخواني سوړ جنګ په څېر دنړۍ په دوؤ ډلو کې د ویشلو لامل کرځېدلی شي او دا حمله به په بېلا بېلو هېوادونو او منطقو کې د پروکسي جنګونو سوب جوړ شي۔

دوئ وايي د روس ددې عملياتو په نتيجه کې دهغو ګامونو داغېزمن کیدو هم اندېښنه پېدا شوې چې د نړيوال تاؤتریخوالي دختمولو او د امن پځائ کولو لپاره د بېلا بېلو هېوادونو او نړيوالو تنظيمونو لخوا اخستل کېږي۔

څېړونکي په دې نظر دي چې د سياسي بدلون سره سره د روسيه دغه ګام به په نړيواله کچه تجارتي او اقتصادي هلې ځلې او پروژې اغېزمنې کړي۔

د روس صدر ولاديمیر پيوټن نن د زیارت په سهار د يوکرېن په ختيځ کې د پوځي عملياتو پېل کولو اعلان کړی او ويلي يې دي د يوکرېن د دړکو په ځواب کې عمليات کوي، او نورو ملکونو ته یې د مداخلت نه کولو خبرداری ورکړی دی۔

په ټيلي ويژن وېنا کې هغه ويلي، څوک چې په دونباس علاقه کې د روس د عملیاتو مخالفت کوي د داسې نتيجو سره به مخ شي چې هیڅکله به یې نه وي ليدلي۔

په پاکستان کې څېړونکي وايي چې د روس دا ګام په ټوله نړۍ کې د سياسي بدلون سبب ګرځيدلی شي چې له امله به يې د پروکسي جنګونو شروع کيدو ترڅنګ په نړيوال اقتصاد هم خراب اثر پريوځي۔

په دی هکله په اسلام اباد کې د اسلامک انټرنېشنل پوهنتون د نړیوالو اړيکو د څانګې استاد پروفېسر منظور اپرېدې وي او ای ډيوه ته وايي په یوکرین د روسیې دبرید تر ټولو ستر اغېز دپراکسي جګړې په شکل کې مخې ته راتلی شي اؤ دپراکسي جګړو کومه لړۍ چې وه هغه یو وارې بیا پیل کیدای شي.

هغه اندېښنه ښایي چې دا پراکسي جګړې اوس دنړۍ په بیلابیلو سیمو لکه اروپا،لاطیني امریکا،افریقا اؤ دایشیاء په بیلابیلو منطقو کې سر راپورته کولی شي.

نوموړی وایي هغه ساړه جنګونه چې مونږ کتلی ؤ لکه دکوریا جنګ یا دافغانستان اؤ یمن مخکینۍ جګړې چې یو لوري ته به پکې دامریکا ملاتړ کیدو اؤ بل لوري ته به پکې روسیه حمایه کیدله،داسې ښکاري چې دنړیوالو ګروپونو دا سیاست یو وارې بیا ددې برید له امله تازه شو.

هغه وایي دشنګهایي دمرستو سازمان هم یو داسې تنظیم دی چې پکې دمنځنۍ ایشیاء ملکونه لکه چین،روس. پاکستان اؤ هند دایمي غړیتوب لري اؤ لویدیځ قوتونه ورته د ختیځ دناټو په سترګه ګوري، نو اوس به دا یوه خطره هم پیدا کیږي چې ایا دا سازمان په رښتیا هم دختیز ناټو ثابتیدای شي که نا؟

څېړونکي په دې نظر هم دي چې د روس په يو کرين د حملې په نتيجه کې د هغو ګامونو متاثره کېدلو هم اندېښنه پېدا شوې کوم چې د نړيوالې تودوخې او امن لپاره د بېلا بېلو هېوادونو او نړيوالو تنظيمونو لخوا اخستل کېږي۔

د منطقې په سياسي او امنیتي چارو ژور نظر لرونکی څېړنکار ډاکټرخورشيد خان وي ای ډيوه ته وايي که چرې د امريکا او نورو غربي هېوادونو لخوا په روس بنديزونه سېوا کيږي نو يورپي هېوادونه به ضرور روس نه تېل اخېستل بند کړي.

ډاکټرخورشيد خان وايي چې د روس د اقتصاد 60 سلنه د تېلو په درامد کولو اډاڼه دی او د يورپ 40 فيصده د تېلو ضرورت د روس په تېلو پوره کېږي،

دهغه په وینا که په روس بنديزونه سېوا کيږي نو يورپي هېوادونه به ضرور روس نه تېل اخېستل بندوي چې په نتيجه کې به روس د منځنۍ اسيا ملکونو باندې زور اچوي چې نورو هېوادونو سره تجارت بند کړي او پروژو باندې کار ودري او له دې امله د ټولې منطقې او د غربي ملکونو تجارت اغېزمن کېدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکې صدر جوبايډن په ټویټر ويلي، د يوکرين صدر زيلنسکي سره یې خبرې شوي، د روس د پوځ بې جوازه بريد غندي او هغه يې د نړيوالې غندنې او د ملګرو ملتونو د امنيتي کونسل په غونډه خبر کړی دی۔

د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انتونيو ګېټرېس هم د روس په صدر غږ کړی، چې د انسانيت په نوم،، خپل پوځونه بيرته را وغواړه، او دا شخړه دې ودرول شي۔